د ټیګونو ارشیف : مخالفتونه

«د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره ۲۵۰ دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي پېژندپاڼو اداره وايي، تر ننه یې د ۲۵۰ لوړ پوړو دولتي چارواکو نومونه ثبت کړي او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دغه شمېره زرګونو کسانو ته ورسېږي. د یادې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، په تېرو پنځو ورځو کې یې د ۲۵۰ کسانو بایومټریک کړی او لومړني معلومات یې ...

نور ولوله »

محقق: «افغان» کلمه دې پر نورو هویتونو نه تپل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت وکړ او افغان کلمه یې پر نورو هویتونو تپل شوې وګڼله. نوموړي نن په کابل کې له افغانستان نه د شوروي عسکرو د وتلو ۲۹ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه ...

نور ولوله »

د ټوټاپ پروژې پر لېږد وروستۍ پرېکړه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ټوټاپ پروژې د برېښنا د لېږد پر لار له اوږدو ناندریو وروسته ولسمشر غني وروستی حکم صادر کړی دی. ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ټوټاپ پروژې چې ټولټال ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږدو، له پلخمري نه کابل ته را تېرېږي. وړاندې تر ...

نور ولوله »

رویټرز: ګډ حکومت به په راتلونکو میاشتو کې له جدي سیاسي مخالفتونو سره مخ شي

 نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ ل): د رویټرز خبري اژانس له راپور سره سم د ګډ حکومت سیاسي مخالفینو کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سفر او د ګډ حکومت د مودې غځولولو پرېکړه غندلې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله بللې ده. د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کیري ...

نور ولوله »

طالبان بيا څنګه راپورته شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د بي بي سي خبريال داود اعظمي بي بي سي انګريزي ته د طالبانو په اړه يو څېړنيز راپور ليکلی دی، په ځينو ټکو کې د اختلاف سربېره نن ټکی اسيا وپتيله، چې خپلو لوستونکو ته يې پښتو کړي. د امريکا په مشرۍ ناټو او افغان حکومت له تېرو څوارلسو کالو د طالبانو ...

نور ولوله »