د ټیګونو ارشیف : مرسته

طالبانو، د بې وزلواو یتیمانو د مرستې لپاره د خپلې ادارې اړیکه خپره کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو له بې وزلو، یتیمانو او معلولینو سره د مرستې لپاره د خپلې ځانګړې ادارې اړیکه خپره کړه. دوی چې د نظامي کمیسیون تر څنګ، فرهنګي، اقتصادي او دعوتي کمیسیونونه هم لري، دغه اداره يې د واک په ساحه کې د بې وزلو مرسته کوي. په همدې تړاو د طالبانو په خپره کړې اعلامیه ...

نور ولوله »

م.م: د مهاجرو او بې ځایه شویو افغانانو شمېر اتو میلیونو ته رسېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي په افغانستان کې د ننه او له هېواده د باندې د وتلیو کسانو شمېر تر اتو میلیونو رسېږي. فلیپو ګرانډې په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې رسنیو ته وویل، چې د جګړو، بې کارۍ او وچکالۍ له امله ګڼ کسان له خپلو سیمو بې ...

نور ولوله »

م.م: افغانستان کې سل زره ماشومان عاجلې مرستې ته اړ دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستې د همغږۍ په نوم اداره وايي افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د دې ادارې د راپور له مخې دغه ماشومان په هغو کورنیو پورې تړلي، چې د جګړو، وچکالیو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي دي. سرچینه د افغانستان د ...

نور ولوله »

امریکا پر پاکستان مالي مرسته ځنډولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي دوی پر پاکستان هغه ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځنډولې چې دې هېواد ته يې ورکوله. د پنټاګون ویاند کن فالکنر ويلي، دوی به دا مرسته هلته ولګوي، چې «اړتیا يې لیدل کېږي.» امریکايي چارواکو پر پاکستان د مرستې د ځنډ علت، له «وسله‌والو» ډلو د دې هېواد ملاتړ یاد ...

نور ولوله »

امریکا نور له فلسطیني کډوالو سره مرسته نه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پلمه په ۱۹۴۹م کال د «اونرورا» په نوم اداره جوړه کړه، چې د مرستې لپاره يې لګښتونه د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو غړي ورکوي. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، دوی چې په دې مرستو کې غوښنه برخه لرله، نور له ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: حکومتي چورلکو خوراکي توکي پر سقوط شویو پوستو غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې اړوند بلل کېږي، محاصره عسکر تسلیمۍ ته نږدې دي. سلام وطندار د محاصره عسکرو له خولې وايي، چې دوی له لوږي مرګ ته نږدې دي، خو حکومتي چورلکو له وارخطايۍ نه پر سقوط شویو پوستو غذايي مواد غورځولي او طالبانو ...

نور ولوله »

میدان وردګ: طالبانو د ۱۰ بهرنيانو په ګډون ګڼ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د محاصره عسکرو منسوبینو لپاره د بهرنیو او کورنیو عسکرو ګډ مرستندوی کتار د میدان وردګو په سید اباد کې د دوی تر برید لاندې راغلی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې دغه کتار د سید اباد په ملي خېلو، سلطانخېلو، شیرازي بابا، منکلیو او سالارو کې ...

نور ولوله »

محقق جوزجان کې د داعش ژغورنه د حکومت همکاري بللې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې په جوزجان کې له داعشیانو سره د حکومت مرسته غندلې ده. نږدې دوه اوونۍ وړاندې په جوزجان کې د طالبانو تر بریدونو لاندې داعشیان د حکومتي چورلکو په مټ د جګړې له ډګره خوندي شبرغان ته ورسول شول. ...

نور ولوله »

راشد خان د کرېکټ سربېره «خیریه ټولنه» هم جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي او ګوګلي ماسټر راشد خان د کرېکټ کولو ترڅنګ په افغانستان کې خیریه ټولنه جوړه کړه. د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي پخپله فیسبوکپاڼه کاږلي چې نوموړي د هېوادوالو لپاره د خیر او نیکۍ ګام پورته کړ، تر څو ځپلي افغان ولس ته ...

نور ولوله »

امریکا له افغان حکومت سره ۱۵۳ میلیونه ډالر مرسته کمه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): امریکا له افغان حکومت سره د مرستې په وږدو کې راتلونکي کال کې د روان کال په پرتله ۱۵۳ میلیونه ډالره کم کړي دي. د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې د معلوماتو پر اساس امریکا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له افغان حکومت سره په ملکي او انکشافي برخه کې د مرستې لپاره ۶۳۰ ...

نور ولوله »