د ټیګونو ارشیف : مرستيال

بلخ: د پاسپورت رياست مرستيال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وږي، ۱۳۹۷ل): په بلخ ولايت کې ددغه ولايت د پاسپورت پخوانی مرستيال په يوه بريد کې له خپل ورور سره يو ځای وژل شوی دی. د بلخ امنيه قومندان اکرم سامع وايي چې د پاسپورت پخواني مرستيال ادريس او ورور یې تيره شپه په ښار کې د يو بريد له امله ووژل شول. سامع وايي چې ...

نور ولوله »

د مشرانو جرګې مرستیال: د ارګ د امر نه منونکو پر ضد دې عملیات وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې مرستیال وايي د حکومت هغه مامورین چې له مرکزي حکومته سر غړوي پر ضد يې باید عملیات وشي. د دې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي هغوی چې د مرکزي حکومت حکم نه مني؛ حکومت يې باید پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي. صدیقي ازادي راډیو ته ويلي که ...

نور ولوله »

بلخ: اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د عطامحمد نور او ارګ تر منځ له تازه ناندریو وروسته د دې ولایت اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده رسنیو ته ويلي، تر څو چې د دواړو لوریو تر منځ ستونزه هوارېږي اصولاً ...

نور ولوله »

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال د ټاکنیزو ناندریو د زیاتېدو له امله استعفا ورکړې. احمد جاوید حبیبي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مسلکي مرستیال و، پخپله استعفا پاڼه کې اصلي علت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نامعلوم برخلیک ښوودلی دی. نوموړي د ضیاءالحق ...

نور ولوله »

حاجي ظاهر قدير يو ځل بيا د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې ادارې پلاوي د ټاکنو لړۍ روانه ده او له درېيم ځل ټاکنو ووروسته حاجي ظاهر قدير يو ځل بيا د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو، مګر د دويم مرستيال څوکۍ لا هم تشه ده. د ولسي د اداري پلاوي لپاره د کب ١٩،١٨،١٧ او نن ټاکنې ترسره شوې. په ...

نور ولوله »

روزګان: د دهراود امنيه قوماندان او مرستيال يې ووژل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي طالب له خپل مرستيال سره په وسله واله نښته کې ووژل شو. راپورونه وايي، چې د هراود امنيه قوماندان حاجي طالب، د هغه مرستيال قوماندان جان اغا نانی له خپلو څلورو ملګرو سره د طالبانو په بريد کې ووژل شول. د طالبانو وياند قاري محمد ...

نور ولوله »

اشرف غني معصوم ستانکزی د دفاع وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني له لوري د سولې شورا پخوانی لوړپوړی غړی معصوم ستانکزی د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی او ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو لپاره د دفاع وزير په توګه ور وپېژندل شو. ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې معصوم ...

نور ولوله »

لغمان: د ولايتي شورا وکیلانو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): نن د لغمان په مرکز مهترلام کې د دې ولایت د ولايتي شورا د وکیلانو ترمنځ په جګړه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د پېښې عيني شاهدان وايي چې ډزې د لغمان د ولايتي شورا د مرستیال انجنیر اجمل وفا او د ولایتي شورا د بل وکيل ...

نور ولوله »

د جنرال رازق مرستيال ووژل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴): د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق مرستيال د طالبانو په برید کې له منځه لاړ. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د جنرال رازق مرسيتال اسد د زابل په شاجوی کې د دوی پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو. رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

لاریون کوونکي: غور کې اصلاً اداره نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې ولایت د ولايتي شورا دفتر مخې ته د ولایتي ادارې پر ضد خېمې وهلې دي او وايي چې په غور کې اصلاً دولتي اداره نشته. دغه لاریون کوونکي چې ډېری ځوانان دي وايي چې دوی به تر هغو خپل لاریون او اعتراض ته ادامه ورکوي، چې ...

نور ولوله »