د ټیګونو ارشیف : مرکزي بغلان

مرکزي بغلان کې لسګونه سرتيري مړه او کلابند دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): په مرکزي بغلان کې د طالبانو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي او لسګونه نور يې کلابند دي. د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني رسنيو ته وويل چې په تيرو دوه ورځو کې د مرکزي بغلان په لس ...

نور ولوله »

حزب اسلامي پخوانی قومندان د کورنۍ له درې غړو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): بغلان کې د حزب اسلامي یوه پخوانی قومندان او د کورنۍ درې غړي یې  د وسله‌والو په یوه برید کې وژل شوي دي. د مرکزي بغلان امنیه قومندان سمونوال محب الله ویلي چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په چوکه سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې د حزب اسلامي پخوانی قومندان ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو د ګرځنده قطعې عمومي قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان په مرکزي بغلان کې طالبانو د ګرځنده قطعې عمومي قومندان وژلی دی. په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو لوی پنډغالی له نږدې لسو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې دی. طالبان وايي چې د ګرځنده قطعې دا ډلګۍ د خپل مشر په ګډون د محاصره پنډغالي د خلاصون ...

نور ولوله »

بغلان: ماین چاودنې د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳۱مه ۱۳۹۵ل): بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سرک د غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ نهه غړي وژلي دي. د بغلان امنیه قومندان سمونوال محب الله ویلي چې د یو عراده سراچه موټر چې د مرکزي بغلان د نوي ښار څخه د قانغراتها کلي ته روان وو، دغه کلي ته نېږدې په ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو د یو بیس او څلورو پوستو د نیولو خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲۳مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بغلان په مرکزي بلغان ولسوالۍ کې د یو بیس او څلورو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی. د دوی د خبرپاڼې له مخې يې نن سهار وختي يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قیصرخېلو، جوی کهنه او کوږ چینار سیمو کې یو بیس او څلور پوستې نیولي او یادې سیمې يې ...

نور ولوله »

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ۴ پولیس ټپيان شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د اميتي ځواکونو په يوه موټريز کاروان د چاودنې له امله ۴ تنه پوليسان ټپيان شول. دغه چاودنه نن سهار نهه نيمي بجې د مرکزي بغلان د سينما مخې ته د سړک د غاړې د يوه ځاي پرځای شوي ماين له امله رامنځته شوه چې ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو کندز ته د تلونکو کومکي ځواکونو مخه نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۴ل): کندز پرون د یوې سترې جګړې وروسته طالبانو ونیولو. دغه ولایت ښار لا هم د طالبانو لاس کې دی. مرستندویه او تازه دمي حکومتي ځواکونه له کابل څخه د کندز د بېرته نیولو لپاره دغه ولایت ته لېږل شوي خو په بغلان کې یې طالبانو مخه نیولې. د راپورونو له مخې طالبانو ...

نور ولوله »

چارواکي: طالبانو په بغلان او سرپل کې ګڼې سیمې نیولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ بایسقال سیمه چې د ۷سمت پولیسو ماموریت په کې و، طالبانو لاسونو ته پرېوتی دی. د بغلان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي ویلي چې د بایسقال سیمې څخه ملي او محلي پولیس وتلي دي او سیمه طالبانو نیولې. هغه دا نه مني ...

نور ولوله »

د مرکزي بغلان ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی دی. د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي ویلي چې سیداحمد ساپی د رشوت اخېستلو په تور  نیول شوی او اوس تر تحقیق لاندې دی. نیازي ویلي چې په دې اړه نور جزییات نه لري خو د مرکزي بغلان ...

نور ولوله »