د ټیګونو ارشیف : مسافر

سمنګان چارواکي: شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وسله‌والو وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د سمنګان ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په مربوطاتو کې وسله‌والو شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وړي دي. د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد هاشم بیان وايي پېښه د دره‌صوف – مزار پر لار شوې ده، خو د پېښې د عاملینو په اړه يې څه نه دي ويلي. د دې ولایت د ولایتي ...

نور ولوله »

له کابل څخه نوي ډيلي ته د هوايي پروازونو بيې دوه برابره زياتې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې پاکستان له خپل هوايي حريم څخه د نورو هيوادونو ترڅنګ د افغانستان پروازونه هم بند کړل نو اوس له کابل څخه ډيلي ته د پروازونو بيې د پخوا په نسبت دوه برابره زياتې شوي دی. په کابل کې هند ته تلونکي مسافر وايي چې د پاکستان او هند ترمنځ د روان ...

نور ولوله »

د کابل کندهار پرلویه لاره مسافر په واورو کې بند پاتي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ کب، ۱۳۹۷ل): راپورونه وایی چې له تیري ورځي راهیسي د کابل کندهار پر لویه لاره د غزني او زابل ترمنځ په سلګونو مسافر د واورو د سخت اورښت او یخنۍ له امله بند پاتي دي. پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه وایی چې بیګاه ناوخته سلګونه موټر، چې ښځې، ماشومان، ناروغان او نور مسافر پکي ...

نور ولوله »

سعودي: د افغان مسافرو لپاره د نقل معلومات موده په ختمېدو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ غويي، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلی چې د افغان مسافرو لپاره د نقل معلومات موده په ختمېدو ده او یوازي ۲۰ ورځي پاته دي، ځکه نو هغه مسافر چې تر اوسه ددغو ستونزو سره مخ دي، عجله دي وکړي او پر لاندي شرایطو دي عمل ...

نور ولوله »

طالبان : په غور کې زموږ له لوري مسافر نه دي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د غور د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي :لومړی د مسافرو فلاینګ کوچ ډوله موټر درول شوی وروسته يې پر سپرلۍ ډزې شوې دي. د طالبانو ویاند قاري ...

نور ولوله »

غور کې درې تنه مسافر وژل شوي دي

  نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې پېښه د هرات – غور په لویه لاره د غور د مرکز اړوند په «بره خانه» سیمه کې شوې ...

نور ولوله »

د شلو کالو مسافر

ژباړه: غنچه ګل ارمان يوه بېوزله سړي له يوې پېغلې سره واده وکړ. د سړي لاس ډېر تنګ وو. په کلي کې يې خواري غريبي کوله مګر ګوزاره يې نه پرې کېده. هماغه وو چې د لومړي بچي له زېږېدو وروسته د خوارۍ، مزدورۍ په تکل په اوږدې مسافرۍ ووت. له مېرمنې سره يې په دې هوکړه وکړه چې شل ...

نور ولوله »

ایران : د الوتکي لوېدو له امله ۶۶ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ایران د اصفهان ښار په جنوب کې د يوې مسافر وړونکي الوتکي د لوېدو له امله ۶۶ تنه وژل شوي. الوتکه د ایران د (آسمان هوايي شرکت) بلل شوې. پېښه نن سهار هغه مهال را منځته شوې کله چې الوتکه له الوتني څه موده وروسته له رادار څخه ورکه شوې. یاده الوتکه ...

نور ولوله »

فراه کې شل مسافر نامعلومه وسله والو تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل د فراه امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې نامعلومه وسله والو ۲۰ مسافر له موټرونو ښکته کړي او له ځانونو سره یې بېولي دي. د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي، تښتول شوي مسافر له فراه کابل او هرات ته روان وو، چې په ...

نور ولوله »

زه هره ورځ سل کیلومتره سفر کوم ایا زه سفریانه لمونځ وکړم؟

سوال: زه هره ورځ سل کیلومتره سفر کوم ایا زه سفریانه لمونځ وکړم؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر ۱: که یو څوک د هغه ابادۍ څخه ووځي چي دی پکښې دی، له دغه څخه به دغه فاصله 77.25 کیلومتره وي، دغه شرعي مسافر دی. ۲/۵۹۹، ۶۰۰، ط: زکریا دیوبند): من خرج من عمارة موضع إقامتہ من جانب خروجہ وإن لم یخرج من ...

نور ولوله »