د ټیګونو ارشیف : مسلم يار

غزل/مسلم يار

مسلم يار پام به کوئ، دلته ګلان هم په اغزو شمارېږي دلته چې نه وي سړې هغه په سړو شمارېږي په رڼا ورځ وکړي بمبار ترې توره شپه جوړه شي دلته له ډېره غمه ورځې هم په شپو شمارېږي زه دا منم چې د غمونو شمار به ونکړي څوک خو زمونږ غمونه ټول د اوښکو په تسبو شمارېږي د چا ...

نور ولوله »

اختره لاړ شه چېرته بل کلي ته /مسلم يار

مسلم يار اختره څنګه به دې ولمانځمه، دلته بې شمېره شهيدان پراته دي ستا په راتګ باندې خفه يو مونږه ، دلته د ډېرو کلي وران پراته دي اختره لاړ شه چېرته بل کلي ته دلته غمونه او دردونه دي ټول څوک شهيدان شول څوک زندان وخوړل ژړا، ژړا ده فريادونه دي ټــول نه يې څپلۍ نه يې جامې نوې ...

نور ولوله »

مناجات/مسلم يار

مسلم يار خدايه ته مې معاف ګړې ګنهګار يمه ستا په در کې ناست يم خطاکار يمه زه درنه معافي غواړمه يا ربه پټ په ګناهونو کې بسيار يمه نه غواړم دنيا او دولت نه غواړم زه ستا د رحمت ډېر اميدوار يمه شکر خدايه شکر دى ډېر شکر دى ستا په بندګانو کې چې شمار يمه خدايه کړه شهيد ...

نور ولوله »

نعت شريف/ مسلم يار

مسلم يار چې کله یې اواز د نبوت ولګیده پر قصر د کسری باندي ذلت ولګیده تر تور جهانه راغلي د سپین لمر زریني وړانګي اورونه پر انګړ د جهالت ولګیده ناحقه دښمنیو کیږدۍ ټولي کړي له زمکي شکست یې د احبارو پر شوکت ولګیده ژوند وساتل سو مرګ د ژوندي ښخو ژوندی شخ شو داغونه پر سینه د عداوت ...

نور ولوله »

اى د روژې مياشتې/ مسلم يار

مسلم يار اى د روژې مياشتې بختوره يې رب درکړي ډېر فضيلتونه دي ته په ټولو مياشتو کې بهتره ي ستا په هره ورځ کې ثوابونه دي ستا هر روژه ماتی د اختر په شان ستا لوږه او تنده ځانته خوند لري ستا هر پېشنمې له برکت نه ډک ستا هره شېبه هم ځانته خوند لري وچې شونډې ګرځي هر ...

نور ولوله »

غزل / مسلم يار

مسلم يار ستا يادونه ډلې، ډلې راسره دي اوس غمونه ډلې، ډلې راسره دي هېڅ مې نه وځې له ياده هېر مې نه يې ستا دردونه ډلې، ډلې راسره دي راشه، راشه چې د لاس نښه مې درکړم ګلابونه ډلې، ډلې راسره دي ما جوړ کړي دي د اوښکو په مريو اميلونه ډلې، ډلې راسره دي هر يو باب پکې ...

نور ولوله »

سترګې/ مسلم يار

مسلم يار پرېږده چې ښه پاکې شي سترګې مې نمناکې شي خدايه ستا په مينه کې مړې دې شي دردناکې شي ښکلو ته چې وګوري بيا نو شرمناکې شي اوښکې چې راتوى شي ترې ډېرې مينه ناکې شي هر چاته به نه ګورې هسې نه چالاکې شي اوښکو خفه کېږئ مه سترګې به خپلواکې شي پام کړه{مسلم ياره} ډېر هسې ...

نور ولوله »

د مسلم يار درې شعرونه

مسلم يار زمونږ نظر خو تر يوه ځايه محدود وي ګوره ښکلي د سترګو په نظر باندې قتلونه کوي په لاره تېر شي يو سترګک د شيطانت ووهي هر څوک حيران وي بيا له ځان سره فکرونه کوي خداى خو اغزي ته هم د ګل څوکيداري ورکړې خلک بيا ولې له اغزي نه نفرتونه کـــوي؟ شپه تر سهاره رڼــوو د ...

نور ولوله »

د مينې پيغام/مسلم يار

مسلم يار ـــــــــــــــــــــــ کېنوئ نيالګي،نيالګي مـه کـرئ اغـزي،اغـزي دا کــاڼـي او بـوټـي به ټول ښکاري شينکي،شينکي لاړو خـزان تـېر شولـو بيا راځي سپرلي،سپرلي دا چې نن واړه ښکاري دا به شي زلمي،زلمي تـل د خداى ثنا وايې دا بـوټـي تنــکي،تنــکي پرېږدئ غر پرې ښه ښکاري مه راوړئ لـرګـي،لـرګـي ټول سره يو موټى شئ ټول کوئ دوستي،دوستي بيا له ګودر غږ ...

نور ولوله »

غزل/ مسلم يار

مولوي نعمت الله مسلم یار زَما ارمــــان په تناره کي لکه ســــــــــکوراچوي زَمـــا په لپو لپو هــــــــــــــــیلو باندې اوراچوي زَما درنـــــــــــځ خبرې نه اوري ناترس غــوږونه لاهم زما پر دا بې وســـــو اوږو پــــــــــوراچوي لایې پر زړونو درحــــمت اوبــــــو تاثیر ونه کڑ زکه نو هره بد بخــــتي زَما پر کــــــــــور اچوي زما اٌمـــــیدونه یې امــــــوته د عــــــدم ور وڑي زَما ...

نور ولوله »