د ټیګونو ارشیف : مظاهره

فارياب: د اشرف غني په خلاف مظاهرې باندې د پوليسو له لوري ډزې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): نن سهار د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني فارياب ولايت ته سفر کړی دی خو هلته يې په غبرګون مظاهرې شوې دي. له فارياب څخه راپورونه وايي چې دې ولايت ته د اشرف غنی د سفر په ترڅ کې ددې ولايت يو شمير اوسېدونکو د اشرف غني په خلاف او عدالت غوښتلو په ...

نور ولوله »

این راه که تو میروي به چوک آریانا است . . .

زلمی افغان اشرف غني ته وایم. دا چې د بې ننګۍ ډیر تخمونه دې وکرل. د واکمنۍ په سبا دې له شاه شجاع او کارمل نه په زیاته سپیتانه د غلامۍ سند امضاء کړ. د دیني مقدساتو توهین دې وکړ، ستا په واکمنۍ کې د نورالمدارس او حمیدالمدارس په شان د علم او عرفان مراکز توهین شول. جوماتونه دې بمبار ...

نور ولوله »

کابل پوهنتون: د محصلينو ترمنځ جګړه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په کابل پوهنتون کې د هزاره او پښتنو محصلينو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل پوهنتون يو تن محصل کابل نيوز ته ويلي چې هزاره ګانو له درې ورځو راهيسې له نورو محصلينو سره جنګونه کړي دي چې پرونۍ هغه يې ...

نور ولوله »

د کابل پوهنتون ليليه کې د محصلينو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون لیلیه کې د دوو ډلو محصلينو ترمنځ جګړه چې لاهم راونه او تر اوسه په کې يو محصل وژل شوی او لس نور ټپيان دي. دغه شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې يو شمير هزاره محصلينو غوښتل چې د پوهنتون په داخل کې د غزني د وروستي امنيتي وضعيت په اړه ...

نور ولوله »

تهران: ايرانيان د امريکا سفارت د نيولو کليزه لمانځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): زرګونه تنه ايرانیان د ايران پلازمينې تهران کې راټول شوي دي او په ۱۹۷۹ ميلادي کال ايران کې د امريکا سفارت د نیولو کليزه لمانځي. په سلګونو ايراني مظاهره کوونکو په ۱۹۷۹ميلادي کال د اکتوبر په څلورمه نېټه په تهران کې هغه مهال د امريکا په سفارت ورغلل چې امريکا ايران ته د شاه ...

نور ولوله »

کابل: د پلچرخي د بندیانو کورنیو د مظاهرې بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): په پلچرخي زندان کې د اعتصاب کوونکو او نورو بندیانو کورنۍ غواړي چې سبا د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې د خپلو بندیانو په ملاتړ مظاهره وکړي. په فیسبوک کې نشر شوي پوسټونو کې ویل شوي چې زمونږ مظلوم بندیانو د تیرو څو ورځې راهیسي په اعتصاب لاس پوري کړی او خولې ...

نور ولوله »

ترکیه: «پر ظلم لعنت او د قدس په ملاتړ» نیم ملیون خلکو مظاهره وکړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸غويي، ۱۳۹۷ل): نن د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې نیم ملیون خلکو د قدس شریف په ملاتړ او پر ظلم باندي د لعنت په نامه مظاهره وکړه. دوی چې شمېر یې د ترکي رسنیو په حواله تر پنځه سوه زره زیات وو، د جمعې د لمانځه وروسته د استانبول ښار په «اقصراي» ...

نور ولوله »

کراچي: حافظانو د کندز بمبار پر ضد د قرآن کریم په لوستلو مظاهره وکړه / انځورونه – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان په لوی ښار کراچي کې د دیني مدارسو په سلګونو حافظانو د قران کریم په لوستلو سره لویه مظاهره وکړه. دغه حافظان چې د کراچي ښار د مختلفو دیني مدارسو څخه راغلي وه، د سړک پر غاړه یې ځانته مصلې اچولي وې، واړه میزونه او قرآن کریم یې مخته ایښی وو او ...

نور ولوله »

اسلام اباد: قاضي د مظاهره‌ چيانو او حکومت تر منځ د پوځ پر منځګړيتوب پارېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د اسلام اباد د مرافعې محکمې قاضي شوکت عزيز صدیقي د حکومت او مظاهره چيانو د شوې هوکړې په منځګړيتوب غوسه شوی او زياتوي، چې د ‏پوځ د سرلښکر شخصي حيثيت څه دی، چې له قانونه سرغړونه کوي او د حکومت د مشر د منلو پر ځای د درېيمګړي رول ادا کوي.‏ قاضي ...

نور ولوله »

په سعودي کې مظاهره وشوه.. د څه لپاره؟ / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د سعودي په حایل ښار کې په سلګونو سعودیانو مظاهره وکړه، تر څو یوه ښځه په مېړه طلاقه کړي. په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي ویډیو ښيی چې د یوې قبیلې «الشمر» ځوانان د حایل په ښار کې ددې لپاره را ټول شوي چې د «الرشیدي» په نامه قبیلې د ځوان څخه خپل ...

نور ولوله »