د ټیګونو ارشیف : مظلوم

د ظلم پایله

شاکر مموزی دنوي ماډل موټر جلو (اسټرینګ) ته له ډېره غروره کوږ ناست و ، داسې بې له مراعته یې موټر پر سرک خوشی کړی و چې پخه به دې زړه منلې وه چې د سرک قباله یواځې دده په نوم ده نور خلک دده د مهرباني له مخې پرې روان دي. همداسې ګړندی روان و چې مخکې څلور لاري ...

نور ولوله »

بندیان، د هیواد مظلوم ترین قشر

قاري حبیب زموږ د هیواد د ناخوالو یو ډیر دردوونکی اړخ او د اولس له منځه مظلوم ترین قشر هغه بندیان او محبوسین دي چې د بیلابیلو دلائلو او عواملو له مخې په زندانونو کې شپې سبا کوي. تر اوسه د حکومتي زندانونو په اړه دقیقه سروې نه ده شوې، خو داسې اټکل کیږي چې د کابل ادارې په بیلابیلو ...

نور ولوله »

د مظلوم آه!

سپين  وردګ دداستان په بڼه د جغتو د وروستۍ غميزې بيان نور نو لمر د غرونو له څوکو پناه شو، شپونکي په شاوخوا دښته او وچو پټيو کې خواره واره څاروي راټول کړل او د کلي په خوا يې سم کړل ، کليوال چاسره بېل په اوږه، چاسره لور په لاس، چا  څاروي تر مخ کړي او  څوک له جومات ...

نور ولوله »

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي مظلومه ژاړه په ژړا ویده انسان خبر کړه له خپله حال دې غافل شوی مسلمان خبر کړه ستا کړاونه ستا آهونه ولي نه اوري څوک په چیغو سر شه شام عراق افغانستان خبر کړه نن په برما په فلسطین او په کشمیر کې په تا ظلمونه کیږي له دې ظلمه درست جهان خبر کړه ستا له احساسه نا ...

نور ولوله »

ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه !

اسدالله غيرت / پکتيا ځه نو ، چاته ته په تمه يې شهيده ! ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه ورته ووايه چې داسې درته راغلم ته مې وينې ، ته مې ګورې اندامونه مې خواره واره پراته دي ديوالونه مې په وينو باندې سره دي ورځه رب ته دغه ټولې کيسې وکړه د هېواد د بې احساسه حاکمانو ...

نور ولوله »

د سوريي په زندانونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د بښني نړيوال سازمان په هغه راپور کې چې د (( انسان ماتوي : د سوريې په زندانونو کې ربړونه ، ناروغۍ او مرګ )) تر عنوان لاندي يې پرون د پنجشنبې په ورځ خپور کړی ويلي : د سوريي په زندانو کې لسګونه زره کسان وژل شوي. راپور ليکي : په سوريه کې د ...

نور ولوله »

د شهید بشیر احمد ریان د کورنۍ عزم

لیکوال: انجینر دانش هسي خو د محترم استاد انجینر عبدالله ګل ریان صیب د باغ ټول ګلان ماشاء الله هر یو خپل ځانګړی مقام لري. خو ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان بیا د ټولو سر وو. انجینر صاحب دغه ګل د تقوی، اخلاص، لوړ همتۍ، فولادي عزم، لیکوالۍ او د ادب سره د ميني په اوبو داسي لوی کړی ؤ ...

نور ولوله »

د کندهار له اوسني ګروګینه د جنایاتو پوښتنه ولي نه کیږي؟

موسی مهاجر د کندهار د اوسني ګورګین عبدالرازق جنایات اوج ته رسيدلي او له یوه ډول لوی او کوچني جنایات څخه مخ نه ګرځوي، بې شمېره کسان یې په رنجرو پسې کش او په شهادت ورسول، په ژونديې ډیرو کسانو ته اور ور واچاوو، په خپل شخصي زندانونو کي یې سلګونه کسان ساتلي او ډیری یې په وهلو – وهلو ...

نور ولوله »

محصل شهید سو فارغ نسو

عبدالملک روحاني محصل شهید سو فارغ نسو مور یي په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه…!! إنا لله وإنا إليه راجعون دا دی د دې بڼ یو بل ګل، د خزان باد ورژوه!! یوه بله ځواني مړاوي سوه!! یوه بله هستي، نیستي سوه!! یوه بله مورکۍ بوره سوه!! یوه بله خورکۍ وراره سوه!! یو بل ورور بې وروره سوه!! آآآه د ...

نور ولوله »

دکور ښوونکی

کوال: انتون پاولوویچ چیخوف فارسي ته ژباړه:هارون یوسفي پښتو ژباړه: حمدالله حلمیار څو ورځي وړاندي مي میرمن یولیا واسیلونا چی زما د بچیانو کورنۍ ښونکې ده، زما کارځای ته را وغوښتله،ترڅو معاش یي ورکړم ورته ومي ویل:  مهرباني وکړئ کښینئ، حساب او کتاب به سره وکړو…خامخا تاسو به هم پیسو ته اړتیا لرئ، خو تاسو دومره شریف یاست چي معاش ...

نور ولوله »