د ټیګونو ارشیف : معروف

کندهار؛ معروف کې پوځي چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه را نسکوره کړې او پکې عمله ټوله وژل شوې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې چورلکه کې يې تر شلو ډېر عسکر وژلي دي. هغه لیکلي: «د کندهار په معروف ولسوالۍ کې مجاهدینو د مزدور دښمن ...

نور ولوله »

کندهار او غزني کې طالبانو دولتي عسکر په نښه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کندهار او غزني ولايتونو کې تېره شپه طالبانو د دولتي ځواکونو پر قرارګاوو بریدونه کړي. د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په سالیسون نومي سيمه کې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوازنۍ ستره قرارګاه بريد کړی ، قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې او ډېر شمېر وسلې او مهمات يې نيولي. طالب ...

نور ولوله »

کندهار: معروف کې ګډو ځواکونو ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ لړم، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ په اسحاقزو سيمه کې وړمه شپه شاوخوا لس بجې دولتي ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په ملتيا چاپه اچولې. د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي هاشمي نن ټکي اسیا ته ويلي چې د تېره شپې په چاپه کې بهرنيو او داخلي ځواکونو عام ولس زيات زهير کړ ، د عام ولس ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو یو قومندان او ۱۶ تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۶): د کندهار ولایت په میوند او سرحدي ولسوالۍ معروف کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ پراخي نښتي شوي. معروف: د سرحدي ولسوالۍ معروف په خوګیاڼو او نیکو سیمو کې چې د یادي ولسوالۍ د مرکز په درې کیلو مترۍ کې پرتې دي طالبانو دوې پوستې نیولي او همدا راز یې د ...

نور ولوله »

په کندهار کې پرونۍ خونړۍ ورځ / ځانګری انځوريز راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د هيواد جنوبي ولايت کندهار پرون د چهار شنبې په ورځ (زمری ۱۱ مه) د بېلا بېلو خونړيو بريدونو شاهد وو. د بريدونو په پايله کې طالبانو ، چارواکو او همدا راز ملکي وګړو ته ګڼ شمېر مرګ ژوبلي اوښتي. چې تفصیل یې په لاندي راپور کې لوستلای شئ! پر بهرنيو ځواکونو سرتېری ...

نور ولوله »

کندهار: ۷ ولسوالۍ دولتي ادرو لپاره ودانۍ نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): د کندهار په اوو ولسوالیو کې د ولسوال، امنیه قومندان او ټولو دولتي کارکوونکو لپاره هېڅ دولتي ودانۍ نشته دی. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي چې په دغه ولایت کې د ټولو ۱۷ ولسوالیو له منځه ۷ ولسوالۍ د دولتي کارکوونکو لپاره ودانۍ نه لري او له کبله یې حکومتداري ...

نور ولوله »

جنرال رازق له پاکستان سره پوله رسماً وټاکله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې مرکزي دولت ورته امر کړی دی، چې پاکستاني پوځيانو ته په پوله کې د خندق کېندلو اجازه ورکړي. جنرال رازق وايي، چې دوی ته امر شوی، چې د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو د درې اړخیز توافق پر ...

نور ولوله »

پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا پر معروف برید کړی

نن ټکی اسیا(شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): د کندهار دولتي مسوولین وايي چې پرون غرمه مهال د پاکستاني پوځيانو له لوري یو ځل بیا د دې ولایت په معروف ولسوالي برید شوی دی. د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست مشر دواخان مینه پال وايي چې پاکستاني پوځیانو پرون غرمه مهال د معروف ولسوالي په د اعلی جرغې په سرې ...

نور ولوله »