د ټیګونو ارشیف : ملاتړ

په شمال کې د داعش تر تسلیمي وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تیرې چارشنبې په ورځ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې۲۵۰تنه داعش وسله وال له طالبانو سره تر درنې جګړې وروسته ګډ حکومت ته تسلیم شول. په هغو انځورونو او ویډیو کلیپونو کې چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي چې د یادو کسانو په منځ کې جنګي زخمیان هم شته دې چې ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبان وايي د دوی په پلویتوب سلګونو کسانو وسلې ته لاس غځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ګڼو کلیو اوسېدونکو د دوی ملاتړ کړی او سلګونو يې عملاً وسله ورسره غاړې ته کړې ده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د قادس ولسوالۍ اړوند د برګل او شهر ارمان سیمو ۶۳ کليو د طالبانو ملاتړ کړی دی. ښاغلی ...

نور ولوله »

کرزی: طالبان دې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي، چې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل پروسې وروستۍ ناستې هیله بښونکي بلل شوې او د حکومت او طالبانو ترمنځ یې ...

نور ولوله »

اروپايي ټولنې او د سولې عالي شورا د «کابل پروسې» د نننۍ ناستې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): اروپايي ټولنې د «کابل پروسې» د نننۍ ناستې نه ملاتړ اعلان کړی او نننۍ ناسته یې د جګړې د ختمېدو او د سیاسي باور د رامنځته کولو لپاره اړینه بللې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، یاده ټولنه د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د ولسمشر غني ...

نور ولوله »

د غزني والي: طالبان د خلکو په ملاتړ جګړه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني والي عبدالکریم متین وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان مېشت دي او جګړه پر مخ وړي، د ولس ملاتړ ورسره دی. د متین په وینا که خلک له طالبانو سره همکار ونه اوسي، دوی نه شي کولی په زور د دوی په سیمو کې دومره وخت تېر کړي. هغه ...

نور ولوله »

رابرټ ګرينر: د طالبانو پر ضد بايد د پاڅونوالو مرسته وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): اسلام اباد کې د امريکا مرکزي استخباراتو  «سي ای اې» پخواني مشر رابرټ ګرينر ويلي، دی، فکر نه کوي، چې طالبان به د خبرو مېز ته کيني او له امريکايي چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې بايد د طالبانو پر ضد د اربکيانو او پاڅونوالو مرسته وشي. رابرټ ...

نور ولوله »

اوباما د څلور اړخيزه ناستو ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د افغان سولې اړوند د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو او هڅو ملاتړ کوي. تېره شپه ناوخته بارک اوباما د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره د يو ويډيويي کنفرانس له لارې د افغانستان حالاتو او سولې په اړه خبرې وکړې. ...

نور ولوله »

حسنين هيکل، د عربي ژورنالېزم او سياست سرخېل او د واکمنو ملاتړی

احمدالله احمدزی محمد حسنين هيکل د مصر ژوندی تاريخ، د عربي نړۍ هنري کسينجر او د شلمې تر ټولو روښانه او دنګه څېره بلل کېده. محمد حسنين هيکل د ۱۹۲۳م ۲۳ ديسمبر د مصر پلازمېنې قاهرې شمال قيليوبيه کې زيږېدلی و. ۱۹۴۲م کې يې د مصر وتلې مجلې «ايجيپشن ګزيټ» کې د ژورنالېست په توګه دنده پيل کړ او هغه وخت ...

نور ولوله »

لغمان: د مولانا عبدالصبور په ملاتړ غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په لغمان ولايت کې د يو شمير ديني عالمانو، د مدرسو استادانو، قومي مشرانو او ولسي خلکو له لوري د ديني ارزښتونو د درناوي او د مولانا عبدالصبور په ملاتړ غونډه وشوه. مولانا عبدالصبور تېره اوونۍ وروسته له هغې په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه وغندل شو چې د ژوندون تلويزيون له ...

نور ولوله »

ظاهر قدير: که د دولت او داعش اړیکي ثابتې کړم؛ نظام به ونړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي چې که د دولت او داعش د اړيکو مستند شواهد د خلکو پر وړاندې کېږدي، نظام به ونړېږي. نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې سې ډي کیسټ هم وښودله، چې د ده په وينا د داعش او دولت له مستندو شواهدو ډکه ...

نور ولوله »