د ټیګونو ارشیف : ملاتړ

د پاکستان دفاع وزير په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): يمن کې د حوثي ايران پلوو ملېشو پر ضد د سعودي په مشرۍ د لسګوني اتحاد هوايي بريدونو او سعودي ته د پېښو چلينجونو او ګواښونو په اړه د خبرو اترو لپاره د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ يو پلاوی د سعودي عربستان پلازمېنه رياض ته ولاړ. خواجه اصف ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: د لويديځ له لوري د ديکتاتورانو ملاتړ د ترهګرۍ ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): نړۍ کې د تاوتريخوالي، کورنيو جګړو او ستونزو تر ټولو ستر لامل د غرب له لوري د ديکتاتورانو ملاتړ او همکاري ده. واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې عربي نړۍ کې د تاوتريخوالي او کورنيو شخړو ستر لامل دا دی، چې غربي هېوادونو د خپلو ګټو لپاره د ديکتاتورانو ملاتړ کړی او روڼ ...

نور ولوله »

ترکي الفيصل: که ايران سره اتومي تړون کيږي، سعودي عربستان هم ورته غوښتنې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل):که امريکا او نړيواله ټولنه ايران سره د اتومي انرژۍ تړون لاسليکوي، نو سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه هم ورته غوښتنې لري. د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده فيصل الترکي وايي، دی له پخوا پر همدې خبره ټينګار کوي، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه چې کومه پرېکړه ...

نور ولوله »

د اسدالله خالد، عطامحمدنور او جنرال رازق د بشرضد کړنو په اړه د ګارډین وېروونکی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ګارډین د طالبانو حکومت له سقوط وروسته د کندهار امنيه قومندان رازق په ګډون د شمال عطا محمد نور او د ملي امنیت پخواني رييس، اسدالله خالد په اړه د بشري حقونو د نقض وحشتناکې پېښې څېړلي دي. راپور کې راغلي چې لوړپوړي افغان چارواکي د ولسي خلکو او مخالفينو وژنې، اختطاف، جنسي ...

نور ولوله »

د بغلان امنیه قومندان: مخالفین لوړپوړي ملاتړي لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان امنیه قومندان وايي چې مخالفین يې په دولت کې لوړپوړو چارواکو ملاتړ لري. د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وايي چې دوی څو ځلې غوښتي چې د بغلان په مرکز او دوو نورو ولسوالیو کې عملیات وکړي خو لوړپوړو مسوولینو او د ولسي جرګې ځينو وکیلانو يې مخالفت ...

نور ولوله »

ايران افغان او عراقي شيعه ګان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۵مه ۱۳۹۳ل):ايران شيعه وسله وال له عراق او افغانستانه ورغواړي او د پاسداران انقلاب له نظامي روزنې وروسته يې سوريې ته د اسد په ملاتړ جګړې ته لېږي. عربي رسنۍ خبر ورکوي، چې ايران له افغانستان او عراقه شيعه وسله وال سوريې ته د اسد په ملاتړ د جګړې لپاره لېږي. د بشارالاسد د مخالفو ...

نور ولوله »

سعودي شهزاده: مصر کې د پوځي کودتا ملاتړي بايد محاکمه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۳): د سعودي د بنسټګر ملک سعود لمسی سعود بن سيف النصر وايي، چې مصر کې د منتخب ولسمشر پر ضد د پوځي کودتا ملاتړ کوونکي باید محاکمه شي. د ملک سعود لمسی د ملک عبدالله له مړينې وروسته دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څارونکي په دې اند دي، چې د ...

نور ولوله »

فوټبال: فیفا له خپلې پریکړې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) تیره ورځ د کال غوره لوبغاړی اعلان کړ چې د فیفا ادارې دغه پریکړه له ځینې نیوکو سره مخ شو. د بارسلونا شخصي لوبډلې خوښوونکي دغه جایزه د لیونل میسي حق بولي په داسې حال کې چې کریسټیانو رونالډو د ډیرورایو له ګټلو سره د دغې جایزې ګټونکی ...

نور ولوله »

فيسبوک او ټويټر د اسلام ضد خپرونو او ويډيوګانو ملاتړ کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې فيسبوک اوټويټر تولنيزې شبکې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پاروونکې او سپکوونکې ليکنې او ويډيوګانې نه لرې کوي، سره له دې د توکمپالنې ضد ګڼو ډلو له دغو ادارو څو څو ځل د دغو پاروونکو ويډيوګانو اوخپرونو د لرې کولو غوښتنه کړې، مګر تر اوسه هم فيس ...

نور ولوله »

طالبان: د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان د سولې مرکز او هیچا ته به خطر نه وي. طالبانو په دې اړه خپله اعلاميه کې ویلي چې د بهرنیانو په وړاندې بریا او د هغوی ...

نور ولوله »