د ټیګونو ارشیف : ملا اخترمحمد منصور

ملا اختر محمد منصور تاریخي طالب رهبر

ظریف افغان هر سیاسي او پوځي ځوښت که په نړيواله او یا هېوادنۍ کچه وي، هرومرو د څیړنکو له نظره ارزول کېږي او مثبت او منفي اړخونه يې په ګوته کېږي. دلته د طالبانو د تحریک د داسې مشر ځینو ځانګړنو او کړنو ته اشاره کوو چې د غورځنګ پر وروستیو دریځونو، تګلارو او اړوندو پېښو یې اغېز ډېر جوت ...

نور ولوله »

په ملامنصور ډرون برید؛ د ټکسي موټرچلوونکي ورور د امریکا خلاف دعوه ثبته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ایالت د نوشکۍ سیمې په هغه ډرون برید کې چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور سره یوځای یو بلوڅ ټکسي موټر چلوونکي هم و وژل شو، ورور یي د امریکا خلاف دعوه ثبته کړې ده. د روان کال د مۍ د میاشتې په ۲۱مه /غبرګولي ۱/ د کندهار د ریګستان ...

نور ولوله »

د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د ملامنصور په مرګ ژور خفګان ښودلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور پر وژنې ژور خفګان ښودلی دی. هغه پيغام چې د طالبانو په رسمي وېبپاڼې «الاماره» خپور شوی دی، د هزاره‌ګانو اسلامي شورا د «اسلامي امارت مجاهدینو» او د ملا اخترمحمد منصور کورنۍ ته د هغه پر «شهادت» تسلیت ویلی دی. د هزاره‌ګانو ...

نور ولوله »

د امریکایانو پیغام او د طالبانو ځواب …!!

لیکنه :   موسی فرهاد   2016 د می 27 څو ورځي وړاندي د ډیورنډلاین په اوږدو کې امریکايي ډرون برید د طالبانو مشر أمیر ملا اخترمحمد منصور په نښه او په شهادت یې ورسا وه ، له برید وروسته اوباما وویل :  موږ د طالبانو مشر په نښه کړ ، دا یو ستر ګام دی ،  په افغانستان کې مو د ...

نور ولوله »

هاشم سادات – ملا اخترمحمد منصور ته

ستورو ژړا  اوکړه  هم اسمان  درپسي اوژړل اي شهید رهبره  ټول  کاروان درپسي  اوژړل ستا د شهادت  اواز چه خور په ټول جهان شولو سمي  دښتي  غرونو  بیابان  درپسي  اوژړل ته د دي امت د ارمانونو ځلاند ستورے وي ستا په جدائی هر مسلمان درپسي اوژړل بی لتا وس ځان ورته یتیم او بی اسري ښکاري ګرانه نن خو هر ...

نور ولوله »

د طالبانو نوی مشر د سولې پلوی دی که د جګړې؟!

د امریکايانو لخوا د طالبانو د مشر تروژلو وروسته هغوی مولوي هبة الله د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ. د ښاغلي مولوي هبة الله په اړه ویل کیږي چې د شرعي علومو تکړه عالم او په اتیایمه لسیزه کې له شوروي ځواکونو سره د جهاد پخه سابقه لري. د طالبانو د نوي مشرکړنلارې ته په کتو سره داسې ...

نور ولوله »

اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل

اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا په ډرون بریدونو یو ځل بیا طالبان وګواښل او ترې ويې غوښتل چې وسلې وغورځوي که نه د پخواني مشر په برخلیک به اخته شي. اشرف غني په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې ...

نور ولوله »

ایا طالبان د زعامت له ستونزې سره مخ دي؟!

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې چې د طالبانو د مشر د په نښه کیدو پیښه رامنځته شوې خبرې رسنۍ او سیاسي محللین د طالبانو د راتلونکي زعامت په اړه ډول، ډول تبصرې او انګیرنې کوي. خو خپله طالبانو د خپل ځانګړي طبیعت له مخې د دغې سترې او مهمې موضوع په اړه چوپتيا غوره کړې. دا ...

نور ولوله »

امریکا د ملامنصور په نښه کېدو دقیق ځای په اړه ناخبري وښودله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملا اختر محمد منصور په نښه کېدو دقیق ځای په اړه ناخبري وښودله. د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې ملا اختر محمد منصور د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په نښه شوی خو تر دې دمه دوی ...

نور ولوله »

«د ملا منصور مړینه به طالبان نور هم جګړې ته وهڅوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): الجزیرې تلویزون تېره د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور «احتمالي وژنې» په اړه د «ما وراء الخبر» په نوم خپرونې ته په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملاعبدالسلام ضعیف، د امریکا دفاع وزارت سلاکار لاري کورب او د اسلامي ګوندونو د چار شننونکي تسیر علوني راغوښتي وو. دغه خپرونه ...

نور ولوله »