fbpx

د ټیګونو ارشیف : ملي اردو

غزني لاریون؛ اندړو کې ملي اردو لسګونه دوکانونه بند کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند چهاردېوال سیمه کې لسګونه دوکانونه د ملي اردو له لوري یرغمل شوي دي. چهاردېوال بازار، چې د اندړو د مرکز له سقوط وروسته يې ولسوالۍ هم دلته را لېږدول شوې، سلګونو اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ. لاریونوال وايي طالبانو ورته ویلي چې دوی د ولسوالۍ پر نقلي ...

نور ولوله »

غزني؛ ولسي وګړي د پوځ د توپونو تر بریدونو لاندې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): ازادي راډیو د غزني د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، ګڼ ولسي کورونه د ملي اردو د توپونو تر بریدونو لاندې دي. سرچینه د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې توپونو کې چې له پوځي مرکزونو بېلابېلو ولسوالیو ته په پټو سترګو ور توغول کېږي، د ګڼو مېرمنو او ماشومانو د ...

نور ولوله »

غزني کي دولتي ځواکونه ځان پر ملکیانو ساتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): له غزني ولایت څخه راپورنونه کاږي، د کابل- کندهار پر لویه لار، دولتي ځواکونه د دې ولایت په مربوطاتو کې مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د دې لپاره په ساعتونو، ساعتونو دروي او یا هم دولتي ګاډي له ملکي موټرو سره ګډوي، چې دولتي ځواکونه د طالبانو له حملو خلاص شي او مرګ ...

نور ولوله »

دفاع وزارت؛ ملي اردو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي ترتیب کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د ملي اردو په لیکو کې يې د جنسي ځورونې د مخنیوي په موخه پالیسي ترتیب کړې ده. دفاع وزارت وايي، د دې پالیسې له تطبیق سره به د ملي اردو په لیکو کې ښځينه عسکرې د خوندیتوب احساس وکړي. سره له دې چې وزارت د دې عمل د ...

نور ولوله »

دوه لوړپوړي پوځي چارواکي له ای ایس ای سره د اړیکو په تور زندانیان شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): په ختیځ کې د ۲۰۱ قول اردو دوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له استخباراتي شبکې ‏سره د اړیکو په جرم په شل – شل کاله زنداني شول. ‏ په دې قول اردو کې د استیناف محکمې نن پر یادو کسانو دغه حکم جاري کړ. ‏ د دې قول اردو د پلي لوا د ...

نور ولوله »

پژواک: ملي اردو میدان وردګو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږي، ۱۳۹۷ل): پژواک د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې ملي اردو د څو ورځو په اوږدو کې مخامخ او د ډيسي توپونو په ډزو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي. سرچینه د سید اباد ولسوالۍ د بابکرخېلو د کلي اوسېدونکي کریم الله له خولې وايي چې تېره شپه د دوی کلیوال ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: وژل شويو ملګرو مو بوی کړی؛ څوک يې نه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه محاصره عسکر وايي، له څو میاشتو راهیسې يې مړي او ټپيان په مرکزونو کې ورته پراته دي او د سخت بوی له لاسه پېلوټ هم د مړو لېږد ته زړه نه ښه کوي. د دې عسکرو له ډلې یو تن ازادي راډيو ته ...

نور ولوله »

د ننګرهار خوندیتوب ملي اردو ته سپارل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): ننګرهار کې له وروستیو پرلپسې ډله‌ییزو بریدونو وروسته امنیتي چارواکو د دې ولایت د خوندیتوب مسؤلیت ملي اردو ته وسپاره. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي د وروستیو بریدونو له امله د نورو ممکنه بریدونو د مخنیوي په خاطر د دې ولایت امنیتي مسؤلیت د ۲۰۱ سیلاب قول اردو عسکرو ته وسپارل ...

نور ولوله »

لوګر: د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي، څلور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستي برید کړی چې له امله یې ښپږ تنه عسکر مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې چې تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ملي اردو عسکرو یو صراف لوټ کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت شينوارو لويه ولسوالۍ مارکو بازار اړوند سپين پله سيمه کې ملي اردو عسکرو نصيب الله په نوم صراف لوټلی. په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو پاڼه خپره شوې، لوټل شوی صراف وايي چې عسکرو تر وهلو ټکولو وروسته ځیني ۷۵ زره امريکايې ډالر او ۱۱ لکه ریال سره د ۵ ...

نور ولوله »