د ټیګونو ارشیف : ملي یووالي حکومت

ملي وفاق: حکومت هره ورځ د ۳۰۰ افغانانو د وژنې مسوول دی

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د «ملي وفاق» په نامه غونډه کې د سیاسي ګوندونو استازو پر حکومت تور پورې کړ، چې هره ورځ د ۳۰۰ افغانانو وژنې مسوول دی؛ خو حکومت لا هم پر خپلې ناکامۍ منښت نه دی کړی. مخکېني ولسمشر حامد کرزي د سیاسیونو پرونۍ ناستې ته وویل، د پردیو لاسوهنو مخنیوی باید ...

نور ولوله »

جنبش: ارګ د جنرال دوستم د راتګ مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د جنبش ګوند غړي وايي، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال د راتګ مخنیوی یوازې ارګ کوي او په ارګ کې ځینې کړۍ نه غواړي، چې جنرال دوستم بېرته هېواد ته راوګرځي. د جنبش ګوند د دفتر رییس بابر فرهمند پر ولسمشر غني او ارګ تور پورې کړ، چې د جنرال دوستم د ...

نور ولوله »

اېکانومېسټ: افغانستان د نړۍ ۱۹ استبدادي هېواد دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): اېکانومېسټ مجلې په خپله کلنۍ ارزونه کې افغانستان د نړۍ نولسم استبدادي هېواد بللی دی. یادې مجلې«د بیان ازادي، تر بریدونو لاندې» په نوم خپور شوي لېست کې افغانستان ته د ازادۍ له پلوه له لسو یوازې ۲.۵۵ نومرې ورکړې او افغانستان د شمالي کوریا، ایران او سوریې په څېر د استبدادي ...

نور ولوله »

خلوتګر: د ملي یووالي حکومت په راتګ ۱۵۰ رسنۍ بندې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له ازادو رسینو د ملاتړ ادارې«نی» مشر مجیب خلوتګر وايي، د ملي یووالي د حکومت په راتګ په ټول هېواد کې ۱۵۰ رسنۍ تړل شوي دي او ځینې رسنۍ د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د خلوتګر په خبره، درې کاله وړاندې ۶۵۰ رسنۍ په فعالیت بوختې وې؛ خو په ...

نور ولوله »

اجراییه مشر: حکومت د یو والي د ګوښه کولو توان هم نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د ملي یووالي حکومت دومره کمزوری دی، چې یو والي هم له واکه نه شي ګوښه کولی. نوموړي دغه څرګندونې پرون د پروان د نوي والي فضل الدین عیار د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې. ده وویل، د ملي یووالي حکومت هوکړه ...

نور ولوله »

«د افغانستان د خلکو ملي جبهې» خپل موجودیت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو د مخکېني وزیر نور الحق علومي په مشرۍ «د افغانستان د خلکو ملي جبهې» نن پر حکومت د اپوزېسون په توګه خپل موجودیت رسماً اعلان کړ. د دغه نوې جبهې غړي وايي، د ملي یووالي حکومت د امنیت په ټینګښت، د اقتصادي حالت د ښه والي، په حکومت کې د ...

نور ولوله »

هرات: د ولایت مقام یو کارکوونکی ایران ته د جاسوسي کولو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو یو کار پوه اسدالله رضايي ایران ته د جاسوسي کولو په تور نیول شوی دی. د فرهاد په خبره، نیول شوي کس له تېرو دوو کلونو راهیسې د ولایت د سکتوري خدمتونو په برخه کې د کارپوه په حیث ...

نور ولوله »

ویسا ورځپاڼه: بسم الله محمدي او تاج محمد جاهد به هم د محکمې مېز ته راکش کړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا لیکلي، د ملي یووالي حکومت د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد ته هم د فساد دوسیې جوړې کړې او ډېر ژر به د محکمې مېز ته راکش کړل شي. ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي، د اجراییه ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د «نور» پر سر د غني او عبدالله ترمنځ شخړه کې یوازې د «نظام» ساتنه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): دفاع وزارت وايي، د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور پر سر شخړه د ارګ او اجراییه ریاست ته هم رسېدلې او دوی یوازې د نظام ساتنه کوي، نه د کومې سیاسي ډلې. د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، افغان ځواکونه سیاسي نه دي، موږ په حکومت کې لاسوهنه نه ...

نور ولوله »

جمعیت اسلامي: د هرې ممکنه پېښې پړه به د ارګ په غاړه وي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بلخ د والي عطاء محمد نور د ګوښه کولو وروسته جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې له ټولو لارو به کار واخلي؛ څو نور په خپله دنده پاتې شي او د دفاع لپاره به یې له هرې ممکنه لارې کار واخلي. د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پر خپله ...

نور ولوله »