fbpx

د ټیګونو ارشیف : ملکي تلفات

طالبان: د یوناما راپور د پروپاګند توکي برابروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): یوناما د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی چې بهرنیان يې پکې یوازې د دوه سلنې مرګ ـ ژوبلې مسؤلین بللي دي. طالبانو دغه راپور د دوی پر وړاندې د پروپاګند د توکو برابروونکی بللی او په کلکه يې رد کړی دی. طالبانو په خپره ...

نور ولوله »

یوناما بهرنیان یوازې د دوه سلنه ملکي تلفاتو مسؤل بللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور، بهرنیان یوازې د دوه سلنې مرګ ـ ژوبلې مسؤل بللي دي. د دې راپور پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د تېرو لسو کلونو د همدې مودې په پرتله ډېره شوې ده. ...

نور ولوله »

د خوږیاڼو په مملې کې تر چاپې وروسته / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه دولتي او امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په بازار کې چاپه واچول چې له امله یې د ملکي تلفاتو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د عیني شاهدانو په وینا ۶ تنه ملکيان وژل شوي، ۴ ټپيان دي. په ورته وخت کې د تیلو پمپ، ...

نور ولوله »

ننګرهار: په چاپه کې ۱۰ تنه ملکیانو ته د مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې ګډو ځواکونو پر یوه سیمه ییز بازار چاپه واچول. د راپورونو سره سم په دغه چاپه کې د تیلو یو پمپ وسوځول شو، یو مسجد، په یوه پارکنګ کې ولاړ ۲۲ عرادې موټر او شاوخوا دوکانونه وسوځول شول. تر چاپې ...

نور ولوله »

زرمت، هلته چې کورونه په هدیرو بدل شول

احمد زرمتی شهادت، زخمي کیدل، اسارت او هجرت خو هغه کیسې دې چې له تیرو څلویښتو کلونو را روانې دي او هر افغان په تن او روح زغملې دي. مګر داسې به ډیر کم پیښ شوي وي، چې د یوه کور ټول اعضاء په ډلییز ډول شهیدان او ودان کور په هدیره بدل شوی وي. زه به درته د خپلې ...

نور ولوله »

د بلیک واټر دویم نوم «د کمپاین عسکر»

نصیب ځدراڼ بلیک واټر یو شخصي وسله وال تنظیم دی چې په ۱۹۹۷ کې د امریکایي سمندري ځواکونو یوه پخوانی افسر “ایرک پرنس”له طرفه د امریکا په نارت کیرولینا ایالت کې جوړ شو.په ۲۰۰۹ کال کې “زی سروس” نوم ورکړل شو چې ورسته په ۲۰۱۱ کال کې د “اکیډمي” په نوم بدل شو. دا تنظیم کرایه شوي قاتلان لري،د نړۍ ...

نور ولوله »

غزني: قره باغ کې اربکیانو د ښوونځي زده کوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني په قره باغ کې ځايي اربکیانو د ښوونځي د پنځم ټولګی یو تن زده کوونکی وژلی دی. د غزني مدني فعالان وايي دغه زده کوونکی چې د زردالو کلي اوسېدونکی و، په سیمه کې د هزاره اربکیانو له لوري وژل شوی دی. د دوی په وینا دا زده کوونکی په داسې ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

ننګرهار: بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په قیوم خېلو کلي کې بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو په مرسته د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او دوه يې ژوندي وړي دي. د ځايي اوسېدونکو په قول پېښه تېره شپه د قیوم خېلو کلي کې د حاجي حسن جان په کور کې رامنځته شوه. ...

نور ولوله »

خوست: کمپایني ځواکونو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست کې کمپایني ځواکونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو تن يې مرګوني ټپي کړی دی. پېښه تېره شپه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې شوې ده، د ځايي اوسېدونکو په قول کمپايني ځواکونو پر یو کور چاپه ووهله او د کورنۍ پنځه تنه يې ووژل او یو سخت ټپي ...

نور ولوله »