fbpx

د ټیګونو ارشیف : ملکي تلفات

فراه: د دولتي الوتکو په بمبار کې ۳ تنه دیني عالمان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد رادمنشن ویلي چې د لیزري بمونو په واسطه یې د طالبانو یوه مهمه ناسته په نښه کړه چې له امله یې د نوموړي په وینا ډېر شمېر طالبان مړه او ژوبل شول. نوموړي ویلي چې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر څرګند ...

نور ولوله »

یوناما د هلمند پرونی برید وغانده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تیرې ورځې موټر بم برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د راتلونکي احتمالي سولې پر وړاندي خنډ وباله. تېره ورځ ماښام د لښکرګاه په ښار کې د یوه لوبغالي مخته هغه وخت چاودنه وشوه کله ...

نور ولوله »

هلمند: په لښکرګاه کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): نن د جمعې په ورځ ماښام مهال د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه لوبغالي مخته د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته تر اوسه د ۱۵ تنو د وژل کېدو او تر ۵۰ زیاتو نورو د ټپي کېدو ...

نور ولوله »

سوریه: د روسي بمبار له امله په لسګونو ملکیان ژوندي سوځېدلي / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): د سوریې په الغوطه الشرقیه سیمه کې د «عربین» په نامه ښارګوټي باندي د روسي الوتکو د بمبار له امله لږ تر لږه ۳۷ تنه ژوندي سوځېدلي دي چې د راپورونو سره سم اکثریت یې ماشومان او ښځي دي. په دغه سیمه کې د اطفایې او ځان ژغورنې یوې ډلې پر ټولنیزو پاڼو ...

نور ولوله »

فراه: د دولتي الوتکو به بمبار او چاپه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۷): د تېره ورځ د فراه ولایت په انادره ولسوالي کې د دولتي ځواکونو په بمبار ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده. د سیمي څخه یوه تن عیني شاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ سې شنبه دولتي الوتکو د بابوس په سیمه کې بمبار وکړ چې له امله یې ...

نور ولوله »

د ۳۰۰ تنه افغانانو وژنه د ګډ حکومت د واکمنۍ ورځنی محصول

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ په کابل ښار کې د ګډ حکومت سیاسي مخالفینو د ملي وفاق تر عنوان لاندې غونډه کې ګډ حکومت د هیواد د بحران اساسي لامل وګاڼه. د یادې غونډې برخه والو د حامد کرزي په شمول ګډ حکومت په بي کفایتي ، فساد او ناکامي تورن کړ چې له امله یې هره ورځ ...

نور ولوله »

کندهار چارواکي: بهرنیانو دامان کې پر ملکي وګړو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د کندهار چارواکي وايي بهرنیو عسکرو په دامان ولسوالۍ کې پر ملکیانو ډزې کړې او دوه تنه يې ټپیان کړي دي. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې په دامان ولسوالۍ کې پر بهرنیانو د سړک د غاړې ماین چاودنه وکړه، چې په مقابل کې يې دوی پر ملکي خلکو ډزې ...

نور ولوله »

کندوز: حکومت د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې عام المنفعه پروژې له منځه وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): کندوز کې د طالبانو تر ساحې لاندې حکومت برېښنايي جریان او تعمیراتي پروژې نه پرېږدي. د کندوز ځايي اوسېدونکي وايي چې سیمه ییز چارواکي په لوی لاس د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د خلکو کورونو ته برېښنا نه ورکوي او د عام المنفعه پروژو مخه نیسي. د دوی په خبره دا چاره ...

نور ولوله »

روزګان: اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې یوه مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د روزګان په چوري ولسوالۍ کې د اربکیانو او پولیسو خپلمنځي ډزو کې يوه مېرمن وژل شوې او درې تنه پولیسو ټپیان دي. د روزګان د ولایتي شورا رییس امیر خان بارکزی وايي، چې پېښه تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده. هغه وايي چې د اربکیانو او پولیسو تر ...

نور ولوله »

خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کمپاین د عسکرو جنګي جنایتونه / انځورونه او تفصیل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د کمپاین ځواکونه هغه ځانګړي عسکر دي چې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې مېشت دي. د نورو افغان امنیتي ځواکونو په پرتله افغان دولت په دوی هېڅ کنټرول او واک نلري، د دوی قومانده، معاش، وسله، کومک، دریشي او ټول اکمالات مستقیماً د ناټو (ایساف) له طرفه ورکول کیږي. له دغو ...

نور ولوله »