د ټیګونو ارشیف : ملکي تلفات

ميدان وردګ؛ په ډرون بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکا په ډرون بريد کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو د میدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټرو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي ...

نور ولوله »

د بشري حقونو کمیسیون د حکومت له لوري ملکي تلفات اندېښمنوونکي بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي، حکومت د عملیاتو پر مهال ملکي او پوځي اهدافو ته پام نه کوي، چې له امله يې پراخ ملکي تلفات پېښېږي. د دې کمیسیون ویاند بلال صدیقي وايي، دوی له حکومته هیله لري چې د پوځي او ملکي اهدافو توپیر وکړي او همدارنګه د ملکي تلفاتو له عاملینو سره ...

نور ولوله »

کندوز او خوست کې عملیاتو ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په خلازيي سیمه کې ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې درې ولسي وګړي وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. ځايي سرچینې وايي بهرنیو او دولتي ځواکونو اته تنه نور له ځان سره وړي او خلکو ته يې درانه مالي تلفات هم اړولي دي. د کندوز ځايي چارواکو ...

نور ولوله »

ګډ حکومت ولې ولسي خلګ وژني؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه له څو وروستیو ورځو راهیسي د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې لړۍ ډیره تونده شوې. خاصتا په روانې میاشت کې هیڅ داسې ورځ نه وي چې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي سیمو د هوايي یا ځمکنیو بریدونو له کبله دي په رسنیو کې د کلیوالو ...

نور ولوله »

غزني؛ دفاع وزارت د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې له عامله ناخبري ښيي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت تېره ورځ غزني کې د ملکي تلفاتو د خونړۍ پېښې پر عامل ناخبري ښيي او پېښه يې د سړک د غاړې د ماین له امله یا هم مشکوکه بللې. له دې وزارته خپره شوې اعلامیه د پورته دعوې تر څنګ مني، چې د پېښې «اصلي علت معلوم نه دی.» د دفاع ...

نور ولوله »

په غزني، لوګر، کاپیسا او کندز کې بیګانیو عملیاتو خلک زیانمن کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل):  برایي شپه د ننګرهار په څیر په غزني، لوګر او کندز ولایاتو کې هم د ګډو ځواکونو لخوا په شویو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیانونه رسیدلي دي. نن ټکی آسیاته ته را رسیدلي خبرونه وایي چې  امریکایي الوتکو د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د صاحبزاده په سیمه کې د ملکي خلکو ...

نور ولوله »

د کورړنګي دوران یوه ورځ

حسان شلګری په سخت دردوونکي عصر کې ساه کاږو، د واټس آپ په یو داسې ګروپ کې برخوال یم، چې د هیواد له مختلفو سیمو په کې ګډونوال ورځنۍ حوادث شریکوي. هر سهار چې د دې صفحې مخ پرانیزم، نو لومړنی نظر مې په تېره شپه کې د ترسره شویو مظالمو او کورړنګو عملیاتو په خبرونو لګي. هره شپه په ...

نور ولوله »

غزني؛ د ملکي تلفاتو غبرګون کې لاریون باندې پولیسو ډزې کړې-انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): غزني کې پولیسو پر هغه لاریونوالو ډزې کړې چې د ملکي وګړو د بمبار په غبرګون کې د ښار لویدېځه دروازه کې را ټول شوي و. نن سهار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ کې په ګوریانو سیمه کې چې د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ پرته ده، د ملکي وګړو یو ...

نور ولوله »

غزني؛ شلګر کې د سپرلۍ پر موټر بمبار درنه مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۷ل): د غزني په اندړو ولسوالیو کې هوايي برید کې د ملکي وګړو یو موټر په نښه شو، چې نږدې ۱۵ تنو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. ځايي سرچینې وايي، دغه ټونیس ډوله موټر نن سهار مهال د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ د برید ښکار شو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ...

نور ولوله »

منظور پښتون: افغانان دې د ولسي وګړو د وژنو په غبرګون غږ پورته کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په لومړي ځل په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنه غبرګون ښودلی دی او په افغانانو يې غږ کړی دی چې د ملکي وګړو وژنې په خلاف غږ پورته کړي. منظور پښتون په خپله فيسبوک پاڼه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په رخه سيمه کې ...

نور ولوله »