fbpx

د ټیګونو ارشیف : ملکي مرګ ژوبله

ګډ حکومت به کله د دشت ارچي د برید پایلې اعلانوي؟

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : د کندوز د دشت ارچې د خونړۍ برید له ترسره کیدو یوه میاشت او ۶ ورځې تیریږي خو حکومت یې تروسه پوري له خپل لوري ترلاسه کړې پایلې نه دي اعلان کړی. د کندوز ولایت د عامې روغتیا مربوط روغتون ډاکټرانو ، سیمه ییزو خلګو او په ولسي جرګې کې د کندوز ولایت استازیو ...

نور ولوله »

طالبان : په غور کې زموږ له لوري مسافر نه دي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غور چارواکي وايي ناپېژاندو وسله والو په دې ولایت کې د یو موټر درې مسافر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د غور د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي :لومړی د مسافرو فلاینګ کوچ ډوله موټر درول شوی وروسته يې پر سپرلۍ ډزې شوې دي. د طالبانو ویاند قاري ...

نور ولوله »

ترکومه به وژل کېږو!

یاسر افغان ! اې دامت مسلمه ځوانانو! اې دملالي په غیږ کې رالوی شوېو افغانانو ، اې دابدالي غزنوي بچیانو اخیر ترکومه به وژل کیږو ، ترکومه به بمبارېږو تر څو به دایهودې اشغالګر زما اوستا په کور شپني او وحشینانه چاپی غورځوي ، تر څو به قسما قسمه بمونه راباندې ووریږی ،ترکومه به مو ځوانان سپین ګیری تورسری اوماشومان ...

نور ولوله »

د کابل او میوند ویر !

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: د سیمې د عیني شاهدانو په حواله امریکايي او داخلي ګډو ځواکونو د تیرې چارشنبې په شپه د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي چې له امله یې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د بند تیمور د ولسي خلګو د خبر له مخې ګډو ځواکونو ...

نور ولوله »

کندهار: په بندتېمور کې څه تېر شول؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار په لوېديځه ولسوالۍ ميوند کې د بند تېمور پر سيمه داخلي او بهرنيو ځواکونو په ګډه درې ورځي وړاندي ستره چاپه واچول. بندتېمور ته داخلي ځواکونه چې د ملاصاب د سرای کمانډويي عسکرو هم په کې شتون درلود د بهرنيو ځواکونو او الوتکو په ملتيا له دریو طرفونو څخه داخل شول. ...

نور ولوله »

د کابل په پروني برید کې څوک ووژل شول ؟

صلاح الدین ایوبي د خدای روی مې ومنئ چې په بې ځایه افواهاتو او انځورونو سره نور د هیوادوالو زړونه مه زخمي کوئ! اخر ترکومه به تاسو په حق سترګې پټوئ، ترکومه به ورته د منافقت اوښکې تویوئ. او که رښتیا تاسو سره ددې ولس د درد احساس وي تیره ورځ چې د غزني قرباغ کې یو شمیر تنکي او ...

نور ولوله »

د کابل برید د تلفاتو او خپاره شوو انځورونو په تړاو یې حقیقت څه دی؟/انځوريز

لیکنه: اولیاء عمري پرون مې ټوله ورځ فېسبوک بند وو د کابل په برید غرمه لا خبر شوم خو په وروسته جزیاتو نه، څه لږ مصروف وم خو ماښام ناوخته چې مې فېسبوک خلاص کړو نو رسنۍ په عجب غوبل لړل شوې وې څو انځورونه مې مکرر ولیدل اول ځل مې انځورونه ته وکتل سخته مې خوا بده شوه ،مال ...

نور ولوله »

برتانوي سرتیرو 186 ملکي کسان وژلي او 4000 کورونه یې ویجاړ كري

لیکوال: وحیدالله امرخیل په تیرو اتو کلونو کې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې نږدې دوه سوه بېګناه ماشومان، ښځې او سړي وژلي دي. ددې وژنو ډیره برخه د وسله والو ډلو سره د جګړې پر مهال په راګیر شویو سیمو کې رامنځته شوې. د دفاع وزارت وایې چې د انساني ارزښت او جبیرې په ډول دې، په منځني ډول هغه ...

نور ولوله »

کندهار : ګډو ځواکونو په شاوليکوټ کې ولسي وګړي وژلي او بنديان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ په خیرتوت سيمه کې تېره شپه بهرنيو او داخلي ځواکونو په ګډه چاپه اچولې. د چاپې په مهال ګډو ځواکونو د خیرتوت سيمي د ملا امام په ګډون ۳ تنه نور کليوال وژلي. د خیرتوت سیمي ټول اوسېدونکي د شپې په یخنۍ کې له خپلو کورونو را ویستل شوي ...

نور ولوله »

په امریکايي بمباري کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې هیښوونکی زیاتوالی

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلې چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله ولسي مرګ ژوبله په هیښوونکې ډول زیاته شوې ده. په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوې چې د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو ډیری ...

نور ولوله »