د ټیګونو ارشیف : ملکي وګړي

خلیلزاد: نور باید وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵غويی، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نور باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او په تېره بیا ملکي تلفاتو ته د پای ټکی کېښودل شي. زلمي خلیلزاد د یوناما د هغه راپور اړوند غبرګون کې خواشيني ښکاره کړې چې پکې دولتي ...

نور ولوله »

طالبان: حکومت پر ملکي تلفاتو چوپ؛ خو امریکا کې ترافیکي پېښه هم غندي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو یو ځل بیا پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې او حکومت يې پر دې تورن کړی چې په امریکا کې حتی یوه ترافیکي پېښه کې هم پر یوه مړي د تسلیت پیغامونه خپروي، خو په هېواد کې د ننه پر ملکي تلفاتو هیڅ غبرګون نه‌ښيي. طالبانو د ورخې خبره تر سرلیک لاندې ...

نور ولوله »

د بشري حقونو کمیسیون: تېر کال ملکي تلفات ۱۹ سلنه لوړ شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳غويی، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي، تېر میلادي کال کې ملکي تلفات د وړم کال په پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوي دي، چې ټول ټال ۱۱زره ۲۱۲ تنه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دې کمیسیون نن په یوه راپور کې ویلي، چې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ملکي وګړو ته د هېواد په جنوبي ...

نور ولوله »

حکمتیار: امریکا له ملکي تلفاتو ستړې، خو حکومت پرې وياړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکایان د ملکيانو له وژلو ستړي شوي، خو حکومت بیا پر ملکي تلفاتو ویاړي او لاسته راوړنه يې بولي. هغه وړمه ورځ د جمعې خطبه کې پر هغو دلایلو وغږيد، چې ولې د حکومت له جوړې شوې «مصالحې شورا» ووت؟ حکمتیار د هغې ناستې کیسه وکړه ...

نور ولوله »

کرزي پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د غزني په ګیلان، د میدان وردګو په نرخ او کابل ښار کې پر مخابراتو وزارت برید کې اوښتیو ملکي تلفاتو خواشيني ښوودلې او غندلي يې دي. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامو خلکو پر وړاندې نظامي عملیات که په هر نامه وي، د ...

نور ولوله »

غزني؛ پولیسو د واده د «شیریني» ډزو کې دریو ماشومانو ته ‌مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د غزني چارواکي وايي، پولیسو په ښار کې د واده یو موټر ته د شرینۍ غوښتلو په پلمه ډزې کړې، چې دریو ماشومانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې. د غزني امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې پېښه نن سهار مهال د غزني ښار څنډه کې وشوه، چې له امله يې یو ماشوم ...

نور ولوله »

اتمر هم، د هلمند پېښه غندلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر هم هلمند کې شوې پېښه غندلې او په وینا يې «حکومت باید وضاحت ورکړي!» د اتمر د ټاکنیز ټیم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې له مېرمنو سره هر ډول ناسم چلند له «اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو» سره ټکر بللي دي. اتمر چې امنیت شورا کې ...

نور ولوله »

غزني چارواکي: طالبانو ښځې وړې؛ طالبان وايي داسې «پست کار» نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د غزني ځايي چارواکي وايي، د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه مېرمنې د طالب وسله‌والو له لوري له موټره ښکته کړل شوي دي. طالبان وايي، دوی دا ډول «پست کار» نه کوي او حکومت د هلمند د پېښې په تړاو د ذهنیتونو د ګډوډولو هڅه کوي. د غزني د والي ویاند عارف ...

نور ولوله »

هلمند؛ ګډو ځواکونو څلور تنه ملکيان وژلي دوه مېرمنې او یو ډاکټر يې ژوندي وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په لړ کې څلور تنه ملکي وګړي وژلي، یو ډاکټر او دوه مېرمنې يې ژوندي وړي دي. ځايي سرچینې وايي، بهرنیو او داخلي عسکرو تېره شپه د ګرشک په مالګیر او باوړیو کې سیمه کې چاپې وهلي، څلور تنه چې یادې سیمې ته ...

نور ولوله »

طالبان: د حکومت له لوري پر ملکي تلفاتو د یوناما چوپتیا؛ یوه پوښتنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د حکومت له لوري د امنیتي پلان د تصویب اړوند خپره کړې تبصره کې یوناما ته هم ګوته نیولې او غږ يې پرې کړی چې د وروستیو ملکي تلفاتو اړوند دې خوله پټه نه نیسي. لوړپوړو امنیتي چارواکو وړمه ورځ د «خالد امنیتي پلان» په نوم پلان تصویب کړ، چې د طالبانو پر ...

نور ولوله »