د ټیګونو ارشیف : مناجات

دعا / ځلاند

فیض محمد ځلاند کاش چې تمام نه شي همدلته شي تمام هر څه د ژوند د پیل هر کوښښ مې شي ناکام هر څه ددې سفر د کیفیت اظهار به څنګه کوم دلته جلا ورځ ده پیلیږي په ماښام هر څه زه ترې جار ووتم څو وارې وه وه ځلې داسې ستړیا وه چې پرې وربه کړم ارام هر څه ...

نور ولوله »

نوی کال / الیاس فاتح

الیاس فاتح دا نوې ورځ د نوي مياشت ده نوی کال دی خدايه د زړه نړۍ مو لا زړو غمو اشغال دی خدايه د ژوند په لار مو د ويرناکو شپو تيارې خورې دي ورک مو د امن د خوښيو سپين مشال دی خدايه کفري اشغال په بدرنګ لاس د وحشت څيري کړی د ګران وطن د ازادۍ د ناوي ...

نور ولوله »

اقصی

رضوان الله (فيضاني) ذوالجلاله په مونږ فتحه بيا اقصی کړه بيا ذليل راته يهود او نصارا کړه چې هر ځوان مو ايوبي صلاح الدين شي سپين بيرغ مو په القدس بيا په نڅا کړه انتقام د مسلمان امت چې واخلو د اسلام جذبه په مونږ کې راپيدا کړه په کفارو باندې يخ کړه زمونږ زړونه زوريدلي اولسونه مو هوسا کړه ...

نور ولوله »

منا جات/ کوچی عابد

کوچی عابد چی تنها وم ته را یاد په خوښې کې هیر له یاد له ددرونو سره یاد په خندا کې مړ دی یاد* ربه زه څومره سر کښ چی له تا اړوم مخ زه بنده څومره ګنده په ګناه می شرمنده په مخ ښکته را زوړند بد عمل کړم دا چلند ته قهار یې ته غفار ته رحیم زما ...

نور ولوله »

لويه خدايه، لویه خدايه! «نظم»

عبدالمالک همت (د بېټ نیکه د مناجات پر وزن) لويه خدايه، لويه خدايه! داوګړي څه سوه خدايه! داخو ټوله مړه سوه خدايه! لويه خدايه، لويه خدايه!   دا زموږ وطن خو وران سو وران مو ګران افغانستان سو خلک ټول ترې په واته سوه هره خوا خواره واره سوه لور په لوري کنډوالې دی په هر لوري هديرې دي بمبارۍ ...

نور ولوله »

مناجات /حاجي محمد اواب

درته لپه مي د زړه زخمونه ژاړي لکه سترګي اوښکي ویني کي ولاړي پر درشل دي ویړي خولې او کږې غاړي تر لمني د هر ټپ ګرېوان دی شواړي په لپړ دي ځوان دردونه او که زاړي په ګونګۍ ژبه یې څړیکي بخښه غواړي *** د ګناه قاتل وهلی په چړو یم ستا د بخښي درمل را په غلبلو یم ...

نور ولوله »

مونولوګ

جمشیدعمر عمر- د داستاني او نندارییز ادبیاتو یوه داسې طریقه ده، چې په هغه کې کرکتر د زړه خبرې خپل ځان، لیدونکو او یا اوریدونکو ته کوي. ځینې وایي، چې کیدای شی مخاطب ولري او یا نه. دا کیدای شي د داستان یوه برخه اوسي، پوره داستان او یا ننداره. مناجات، غنایي شاعري او مرثیي یې غوره بیلګې دي. مونو ...

نور ولوله »

مناجات – محمد خان محب

sajda1

پرسپيرو خاورو تندی درته ايږدمه ذوالجلاله ژوند لوګی درته ايږدمه بيله ستا کرمه تور کاڼی دی زړه مي ستا په رحم زړه غمی درته ايږدمه ستا رضا غواړم چي ته راڅه راضي سي په تناب کي خپل مغزی درته ايږدمه له اورونو عذابونو پنا را کړې سوي ساندي اسويلی درته ايږدمه دنړئ له باچاهانو بي پروا سر په سجدو يي ...

نور ولوله »

مناجات- سید الهام

سید احسان الله الهام ما برخمن كې ما ملنګ كې ربه له ګناهو نه مي په څنګه كې ربه ته يې قادرته يې خالق لوړدي شان ته حاجت نه لرې هيڅ شي هيڅ آن ته يې له عجزه مبرا ته سبحان تا پيدا كړي ملايكي انسان هم حشرات هم حيوانات هم پيريان دبندګئ په رنګ مي رنګ كې ربه خدايه ...

نور ولوله »

اې ربه! دا نړۍ دې نو د اوسېدو ده؟

ليكوال: میاهدایت الله محمدی اې د قدرتونو ربه! هر څه ستا په واك كې دي، د آسمانونو او ځمكو خالق ته يې، د جهانونو واكدار ته يې، هر ساه كښ تا پيدا كړى، خدايه! لكه څرنګه يې چې د رزق غمه خورې، دغسې يې له سرونو نه د بربريت او  وحشت لاسونه پورته كړې، نړۍ دې اوس د ناترسو تر ...

نور ولوله »