د ټیګونو ارشیف : مهم

د مسکو غونډه، طالبانو یو بل ګام واخیست

قاری حبیب پرون د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په پنځمه د روسیې په پایتخت مسکو کې د طالبانو او مقابل اړخ سیاستوالو، د ګوندونو استازو او سیاسي فعالانو تر منځ لویه غونډه ترسره شوه. د حامد کرزي په  مشرۍ د کابل د حکومت نږدې ټول  هغه چارواکي چې اوس په حکومت کې دنده نه لري، ماسکو ته لاړل ...

نور ولوله »

د مسکو غونډه د بین الافغاني تفاهم لپاره یوښه فرصت

نن ټکی اسيا سرليکنه پرون په مسکو کې د طالبانو او د هیواد د سیاسي جریانونو ترمنځ د تفاهم او تر اشغال وروسته افغانستان د مستقبل په اړه مفاهمتي غونډه پرانستل شوه. دا غونډه چې نن به هم روانه او ښايي د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پایته ورسیږي د بون ترغونډې وروسته بله یوه داسې ناسته ده چې ...

نور ولوله »

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د وینا بشپړ متن / ویډیو

بسم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلي علی الرسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین أما بعد: تر هر څه د مخه له ټولو ښاغلیو او آغلیو ګډونوالو څخه مننه کوم او کور ودانی ورته وایم چې زمونږ د ګران هیواد افغانستان او مظلوم افغان ولس د ستونزو د هواري په اړه د بحث او نظر شریکولو لپاره دلته سره راغونډ شوي، ...

نور ولوله »

نیویارک‌ ټایمز: د افغان جنګ ختم کړئ!

ژباړه او لنډون: واحد فقیري د امریکا ټاپ اخبار نیویارک ټایمز په خپله اوږده سرمقاله کي د فبروري پر ۳ مه لیکي د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۱۴ مه د متحده ایالاتو په تاریخ کي کانګرس تر ټولو غټ سپین چیک ولیکی. کانګرس جمهورریس بوش ته اجازه ورکړه چي د طالبانو پر خلاف نظامي عملیات وکړي، ځکه هغوی اسامه بن ...

نور ولوله »

امریکایې پوځیان ولي له افغانستان څخه وځي؟!

ملا عبدالسلام “ضعیف” په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر امريکا ولي له افغانستان څخه وځي؛ د یوه امریکایې له خولې د امريکا د ولس د لوی اکثريت نظر: اول : د افغانستان – امریکا جګړه، د امريکا په تاريخ کې بې ګټي، اوږده او نه ګټونکي جګړه ده، چې تقريباً اوس نو ټول امريکايې وګړي له همدې اوږده ...

نور ولوله »

د ښاغلي غني سیاسي جنون

نن ټکی اسيا سرليکنه تیره ورځ ښاغلي غني په کابل کې د ځوانانو په نوم یوې غونډې ته احساساتي وینا کوله . نوموړي د خپلې وینا ډیره برخه د سولې هغو خبرو ته ځانګړې کړې وه کومې چې د ده د حکومت په ناخبري کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر سره شوې. ښاغلي ...

نور ولوله »

د طالبانو پر پوځي او سیاسي فعالیت د ملا برادر د ټاکنې اغیز

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی طالب مشرتابه د خپلو وروستیو ټاکنو او تغیراتو په لړ کې ملا عبدالغنی (برادر) د خپل سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د سیاسي مسؤل په توګه وټاکه. طالبانو په تیرو ۱۸ کلونو کې د هجري شمسي کال په را نوي کیدو کې تل د خپلو فعالیتونو د انسجام لپاره په خپلو تشکیلاتو کې ...

نور ولوله »

ستونزې او حل يې

د، ب، هيښ زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوستلی دی. ځینې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا ټولې ردوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا ...

نور ولوله »

دا وطن د دوو کسانو نۀ دی ښا!؟

لیک: محمد رحیم سکندر لکه دا نن داسې راته یادېږي، کله چې د طالبانو حکومت پای ته ورسېد نو څۀ وخت وروسته د خوست سرګردان چوک کې یو کس و، یو طالب یې راونېو او څو څپېړې یې کش کړ. عسکر راغلل، خو هغه کس ورته وویل چې دغۀ کس زۀ د طالبانو دوره کې وهلی وم، بس جنجال ختم ...

نور ولوله »

د سولې د تر سره شویو خبرو په اړه د وضاحت اړتیا

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په قطر کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په ترسره شویو خبرو کې د دواړو لوریو په حواله متفاوت نظرونه خپریږي. دغه تفاوت تر ډیره په هغو رسنیو کې منعکس کیږي کومې چې د دوئ دواړو په پلوي اظهار نظر کوي. که د دغو رسنیو انعکاس ته په غور سره وکتل شي ...

نور ولوله »