د ټیګونو ارشیف : مهم

پوليس دټولنې خدمتګار که فساد خپرونکي!!

ليکوال : احمد زبير پکتياوال کله هم چې موږ د افغانستان د عامو خلکو په حق کې د پوليسو سرغړونې او د هغوى پر حقه حقوقو د تېرې هره برخه راوسپړو،نو داسې حقايق به مو مخې ته راشي، چې انسان يې په اوريدلو د شرم احساس کوي، او تر سره کوونکى يې له لويه سره انسان نه بلل کيږي. نن ...

نور ولوله »

د کیري په هلو ځلو روانه شوې ټاکنیزه پروسه بیا په ټپه ودریده – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: نن یوځلې بیا د ټاکنیزو سیالو ټیمونو ترمنځ د را ولاړوشویو ستونزو له کبله د رأیو د تفتیش او ابطال پروسه په ټپه ودریده. څه چې دا ځل د رایو د تفتیش په پروسه کې نوی ترسترګو کیږي هغه دا چې تر دغه ځنډ وروسته د پروسې د پرمخ وړلو واک او صلاحیت مستقیما د ملګرو ...

نور ولوله »

د غلو په پاچاهۍ کې څه تیریږي

لیکوال: خالد افغان زوی څو ورځې وړاندې د بي بي سي راډیو په ستاسو نظر پروګرام کې دا پوښتنه مطرح شوي وه، چې خلک د حکومت او پولیسو د امنیت په سیوري کې ځانونه څومره خوندي احساسوي؟ آیاد عامو خلکو سر او مال له امنیت څخه برخمن دی او کنه ؟ ددې پوښتنې دځواب لپاره دهیواد له مختلفو ولایاتو څخه ...

نور ولوله »

غور: طالبانو دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې دېرش تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي او لس نور يې وژلي دي. د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې ده، چې په پایله کې يې طالبانو دېر تنه پولیس او اربکیان ژوندي ...

نور ولوله »

طالبان: یوازې سیاسي دفتر د دوی استازیتوب کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو یو ځل بیا ویلي چې د کورنیو او بهرنیو لوریو سره اړیکې نیول د دوی د سیاسي دفتر کار دی او له سیاسي دفتر پرته نور هيڅ لوری او شخص حق نه لري چې د دوی په نوم له چا سره اړیکې ونیسي. ویل کیږی چې په دې وروستیو کې یو ...

نور ولوله »

حماس ته د بریا مبارکي او د اسراييلو ملاتړو ته تسلي…!

ليکوال: عبدالباري عطوان ژباړن: احمدجرس د غزې خلکو، ټولو فلسطينيانو او ګردې اسلامي نړۍ ته دې د حماس فتحه او کاميابي مبارک وي او موږ تاسې ټول بايد خپله خوښي ولمانځو او د اسراييلو د ګردو پلويانو په ګډون ټولو عربي دولتونو ماتې وخوړه او دوی ته يې د ماتې تسلي وايو. عربي هېوادونه د اسراييلو تر شا ولاړ وو ...

نور ولوله »

د یوې جامع نبوي دعا شرحه ( دویمه برخه)

ليکوال: حامد افغان 10 –اللَّهُمَّ اجعلني لكَ شكَّاراً، ای الله ستا ډیر شکر ایستونکی مي وګرځوه، د دعا په مخکينۍ برخه کې له خلکو سره د اړیکو په برخه کې له الله نه غوښتنې وې، اوس له الله سره د اړیکو او اخلاص په اړه غوښتنې پیل شوې، څرنګه چې دا غوښتنې ډیرې مهمې او بیحده ضروري دي نو ځکه ...

نور ولوله »

امریکا د اسرائیلو خادمه

ژباړن: عبد البصیر عتیقزی له 1948 کال څخه راپدېخوا چې د اسرائیلو د زېږېدنې کال دی امریکا پرته له کوم قید و شرطه د اسرائیلو ملاتړ کوي. د یوه توافق له‌مخې چې د دواړو هېوادونو ترمنځه ترسره شوی دی او اوس یې د یوه قانون بڼه خپله کړې، امریکا دېته متعهد دی چې د منځني ختیځ د نورو هېوادونو په ...

نور ولوله »

اسراييل: قطر باید د حماس له ملاتړه لاس واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییلو استازي «رون پروسر» د نړۍ له مشرانو غوښتنه کړې چې په قطر فشار راوړي څو د حماس له مرستې څخه لاس په سر شي. رون پروسر په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې او زیاته کړې يې ده چې د قطر په څیر یو کوچنی، ...

نور ولوله »

د قانونیت په جامه پوښل شوي ځنګلیان – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په محبسونو او توقیف ځایونوکې له بندیانو او توقیف شویو کسانو سره د چارواکو لخوا د غیر انساني چلند رپوټونه ورکول کیږي. د تیرې جمعې په ورځ دکندهار په سر پوزه محبس کې د ۸۰ نفره سیاسي بندیانو د مسموم کیدو خبر ورکړل شو. نن د رسنیو لخوا د ...

نور ولوله »