د ټیګونو ارشیف : مهم

فواد معصوم د عراق د نوي ولسمشر په توګه غوره شو

نن ټکی آسیا(جمعه،زمري۲مه،۱۳۹۳ل): عراقي پارلمان کرد ټبره سیاستوال محمد فواد معصوم د هېواد ولسمشر په توګه وټاکه. د عراق د پارلمان رئیس سلیم الجبوري د پنجشنبې د ورځې(د ۲۰۱۴ز د جولایي د ۲۴مې نیټې) په غونډه کې ولسمشرۍ ته د ولاړو کاندیدانو لپاره د رایه اچونې له بهیر وروسته پایلې اعلان کړې. د پایلو له مخې، فواد معصوم له ۲۲۸ ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان نن د زمبابوۍ سره حساب برابر کړ

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه ۱۳۹۳ل): افغانستان نن د زمبابوۍ سره تر هغې وروسته حساب برابر کړ چې څلورمه او وروستۍ سیالۍ کې يې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه. دا درېيمه سیالي ده چې افغانستان یې د لومړۍ درجې هېواد څخه ګټي. افغانستان د زمبابوۍ سره ۴ یو ورځينۍ سیالۍ درلودلې چې لومړۍ دوه سیالۍ یې زمبابوۍ او وروستۍ دوه ...

نور ولوله »

اسلام او د اوسنيو سیاسي فعالیتونو څو ډولونه

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني ژباړن: عرفان الله لمر شرفزی حكیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي د اوسنیو رایجو سیاسي فعالیتونو څو ډولونه د شریعت له لیدلوري تر کره كتنې لاندې نیولي او د هغوی په اړه یې اسلامي شرعي حکم بیان كړی دی، چې لاندې د هغې یو څه برخې ته اشاره کېږي: أ – عمومي اعتصابونه په اوس وخت ...

نور ولوله »

د پردی‌پالنې او خپل‌پالنې پېژندنه -عتیقزی

اُمت-کالم: درد شریکول، په درد کې شریکېدل او له دردمن سره همدردي کول د انسان په خټه کې اخږل شوی دی او د انسانیت او ټولنیزو قراردادونو له اصولو شمېرل کېږي. انسان هغه وخت د خپل انسانیت معراج ته رسیږي چې کله د خپل همنوع په هر درد دردمن شي او د هغه په خوښۍ خوښ شي. یقیناً دا شی ...

نور ولوله »

نتنياهو غلط شو!- زاهد جلالي

مقدمه بغاوت-کالم: د تېر جون په ۱۰مې د اسراييلو د پارلمان پخوانی رييس رېوېن رېولېن چې د لېکود ګوند غړی دی، له پېرېسه وروسته ولسمشر شو. پېرېس که څه هم د نتنياهو په ليکود پارټۍ کې غړی نه دی، بلکې په کاديما کې دی، خو نتنياهو ورته خوښ و او رېولېن که څه هم د نتنياهو د ګوند غړی دی، ...

نور ولوله »

د نیویارک د تر ټولو مشهور پله بروکلین پر سر سپين بیرغونه ورپېدل

نن ټکی آسیا (پنجشنه، زمري ۲مه، ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو کسانو تېره ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې د بروکلین مشهور پُله باندې د امریکا لګېدلی بیرغ لرې کړ او پر ځای یې دوه سپين بیرغونه ولګول. د امریکا مشهور تلویزون ای بي سي وايي چې نامعلومو کسانو د امریکا بیرغ د شپې ۳۰:۳ بجې شاوخوا لرې کړ او پر ځای ...

نور ولوله »

خوږياڼو کې د اربکيانو مشهور قومندان ملک نواب و وژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۳ل): همدا شېبه مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سيمه کې د اربکيانو مشهور قومندان ملک نواب او د هغه مرستيال محمد امين سره له پنځو ملګرو په يو سرتيري بريد کې و وژل شو. له سيمې څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې نن سهار اته ...

نور ولوله »

امام شافعي د امام احمد کره میلمه و

writing pen 22

لیکوال: حامد افغان (په زړه پورې کیسه او د هغې ګټې) امام احمد رحمه الله به د امام الشافعي رحمه الله ډیر احترام کاوه، ډیر به یې ياداوه او د هغه ډیره ستاينه به یې کوله، د امام احمد یوه ډیره دینداره او صالحه لور وه د ورځې به یې روژه وه او ټوله شپه به یې عبادت کاوه، او ...

نور ولوله »

جان کېري د اسرییل او حماس ترمنځ د اوربند په موخه تل ابیب ته رسېدلی

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری۱، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د غزې په تراډه کې د اسرییلو له تېري وروسته او د حماس او اسرییلو ترمنځ د خونړیو جګړو په لړ کې، د سولې او ټيکاو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري اسراییل ته سفر کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ...

نور ولوله »

د بان کې مون نادر قضاوت! – سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کې مون په تل ابیب کې د صهونیست رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهوسره په یوه ګډمطبوعاتي کانفراس کې ګډون وکړ. نوموړي سره له دې چې په غزه باندې د صهیونستي برید په ترڅ کې ۶۵۰ فلیسطنیان شهیدان او تر ۴۵۰۰ زیات ژوبل شوي بیاهم د دغه برید پړه ...

نور ولوله »