د ټیګونو ارشیف : ميدان وردګ

پارېدلو لاريونوالو په وردګو کې د کابل کندهار لاره تړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره شپه امریکايي بې پيلوټه الوتکې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو برید کړی و، چې له امله يې نهه تنه وژل شوي وو. د سيمې خلکو له نن سهار راهيسې د ملکيانو د وژنې پر خلاف لاريون پيل کړی، د وژل شوو خلکو جسدونه يې لارې ته راويستې ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: د امريکايي ځواکونو بمبار کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۸ل): امريکايي ځواکونو په ميدان وردګ ولایت کې دا ځل بيا په ملکي وګړو هوايي بريدونه کړي دي او نهه تنه ملکي وګړي يې وژلي دي. راپورونه وايي چې امريکايي ځواکونو تيره ورځ ناوخته د ميدان ودرګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر بمبار کړی چې ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: د امريکايي الوتکو بمبار کې ۱۲ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): په ميدان وردګ ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو د امريکايي الوتکو د بمبار له امله دولس ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له ميدان وردګ ولايت څخه راپورونه وايي چې تير ورځ مازيګر د ميدان وردګ ولايت سيد اباد ولسوالۍ د تنګي په امير کلا سيمه کې امريکايي الوتکو د ملکي ...

نور ولوله »

د ميدان وردګو وحشت ته!

فضل باري مشفق تسلسل د ماتمونو د بمبار او د بمونو تور لښکر د يرغلګرو ګډ په کلو او کورونو مدرسې شولې شهيدې قيامت جوړ په جوماتونو توره شپه ده او چاپه ده په ولس د غم څپه ده پلار شهيد بچی شهيد دی د نيکه لمسی شهيد دی جوړه سمه کربلا ده په هر کور کې واويلا ده مور ...

نور ولوله »

د وردګو والي په روغتون هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ملکيانو وژنه تائيد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ميدان ودرګ والي ددې ولايت د جلګې ولسوالۍ په روغتون هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ملکي وګړو وژنه تائيد کړه. د ميدان ودرګ والي مظفر الدين يمين رسنيو ته ويلي دي چې د تيرې شپې په هوايي بريد کې څلور تنه وژل شوي دي خو د ټپيانو شمير معلوم نه دی. هغه ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: ګډو ځواکونو په مدرسه چاپه کې اووه زده کوونکي وژلي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): ګډو ځواکونو په ميدان ودرګ ولايت کې په يوې دينې مدرسه چاپه کې اووه تنه زده کوونکي وژلي دي او مدرسه يې ويجاړه کړې ده. راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ په چهلګزيانو مدرسه چاپه وهلې چې په نتيجه کې يې د مدرسې اووه تنه زده ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: د طالبانو بريد کې يو پيلوټ وژل شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يو تن دولتي پيلوټ په وسله وال بريد کې وژلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د نعمت الله نظري په نامه ياد پيلوټ چې په ولسي وګړو يې بمبارۍ ترسره کړي دي، د طالبانو په تکتيکي بريد ...

نور ولوله »

وردګ: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴غويی، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د شپنيزو عملياتو او چاپو په لړ کې دا ځل بيا ګډو ځواکونو په ميدان وردګ ولايت کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپورونه وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ميدان وردګ ولايت د دايمرداد ولسوالۍ په موکه، کونج، سپين ديوال، کوډي، احمد خيل، قولزنګي ...

نور ولوله »

ميدان وردګ؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه په هوايي بريد کې وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې يو ځل بيا د ولسي وګړو په کورونو چاپو او هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. راپورونه وايي چې د میدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په صدمردي دره کې وړمه شپه چاپه پيل شوې وه ...

نور ولوله »

ميدان وردګ؛ په ډرون بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکا په ډرون بريد کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو د میدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټرو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي ...

نور ولوله »