د ټیګونو ارشیف : مکه

د جدې او مکې غونډې به د افغانستان پر روان وضعیت څه اغیز ولري؟

شاهد (غزنیوال) په افغانستان کې روان سیاسي او پوځي وضعیت اوس داسې یوه پړاو ته رسیدلی چې له ډیرو پوځي او امنیتي هڅو وروسته د دې وضعیت رامنځته کوونکی لوری (امریکیان) مجبوریږي چې د هغه د هواري لپاره د مذهب په نوم خپل ګمارل شوي اجرتیان وکاروي. امریکایانو وروسته تر هغه په دې اقدام لاس پوري کړ چې تیر کال ...

نور ولوله »

راځئ چه د(ذُورُغال) خاین په اړه ځان خبر کړو

را ټولونه : عزام حقانی کله چي ابرهه دکعبې شریفي دنړولو لپاره دیو لوی لښکر دجوړولو امر وکړ ، غوښتل یې چه کعبه شریفه ونړوي، لښکر تیار او اماده سو ابرهه د لښکر سره له یمنه دمکې مکرمې پر طرف رهي شو په لاره کې دعربو قبیلې د ابرهه مخ ته راووتلې غواړي چه دئ له دغه ناوړه کاره څخه ...

نور ولوله »

له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت «لومړۍ برخه»

 عبدالمالک همت كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عربو او د تړۍ د نورو خلکو د ډول ډول اخلاقي، تمدني، ټولنيزو، او سياسي ورانيو د سمولو لپاره د اسلام د سيېڅلي انقلاب په لار واچاوه، نو دا داسي يو ستر او عظيم اوښتون وو چي تر دغه مهاله يې نړۍ والو سارى نه وو ليدلى. لكه چي ...

نور ولوله »

د جدې ښکلی ښار

عبدالمالک همت څنګه چي جده اوس مهال زيا تره په سعودي عربستان كي د نړۍ د حج او عمره كوونكو لومړنى تم ځاى بلل كيږي او په تاريخ كي ډېرځلي د مكې او جدې په هكله په ګډه څرګندوني سوي دي چي له دې امله هغې ته د حرمينو دروازه وايي. ځكه لازمه ده چي د دې ښارپه هكله څه ...

نور ولوله »

حج؛ په ربانی عالم کې یوه بې ساری انساني غونډه

hajj-2010-4

عبدالرحمن فرقاني حج  هغه بې ساری  نړیواله  پرتمینه غونډه ده،  چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د الله تعالی بندګان چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، د پېلابېلو توکمونو  سره تړاو لري،  په نوموړې غونډه کې د ګډون په موخه  راځي. د رنګ، توکم، ژبې او دنیایی حیثیت  د توپیر سره سره  د وروڼو په څېر په کې ګډون ...

نور ولوله »

د مکې لاره (اوومه برخه)

ژباړه: حامد افغان زده کړه او مطالعه زمونږ د کورنۍ له رواج سره سم لومړى ما له ځانګړو استادانو څخه د عبراني ديني علومو ژوره او پراخه زده کړه ترلاسه کړه. دا له دې کبله نه چې زما پلار ډېر دينداری او پرهېزګار و، بلکې دا له دې کبله چې ده له داسې توکم سره تړاو لاره چې يواځې د ...

نور ولوله »

موږ او ابو جهل!

حامد افغان ابو جهل په مکي حرم کې د صفا غونډۍ خوا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځې پیدا کړ، هغه ته یې سختي سپکې خبرې وکړې، په سر یې وواهه او ټپي یې کړ، هلته یوې کافرې مینځي دا حالت ولید، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره حمزه ته ورغله او دا کیسه یې ورته ...

نور ولوله »

د مېلاد شپه که د انسانیت د آزادۍ اعلان

شرر ساپی د صفا تر څنګ د عبدالله کور ودان و، په نړۍ شپې وزرې خورې کړې وې او سپوږمۍ نېږدې وه چې د څوارلسو شي، د ربيع الاول د مياشتې دوشنبه وه، د فيل په پېښه پنځوس ورځې تېرې شوې وې، مکيانو د فيل له کاله تاريخ نېولی و، له دې پخوا يې د قریشو د مشر کعب د ...

نور ولوله »

د حرمینو امامانو په مسلمانانو د اقصی مسجد د مرستې غږ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲مه ۱۳۹۴ل): د مکې مکرمې او مدینې منورې د مسجدونو امامانو د اختر په خطبو کې پر اقصی مسجد د یهودانو روان ظلمونه په کلکه وغندل. په مسجد الحرام کې د اختر خطیب «خالد الغامدي» په خپلې خطبې کې د اسلامي امت اوسني حالت «بې ساری دردناک» وباله او ویې ویل چې دښمنانو د مسلمانانو د ...

نور ولوله »

مکه: د ټيل ماټیل له کبله د مړو شوو حاجیانو شمېر ۷۱۷ ته پورته شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲مه ۱۳۹۴ل): مکه کې د منی سره نېږدې په ټیل ماټيل کې ۷۱۷ څخه زیات حاجیان مړه شوي. د سعودي د ملکي دفاع چارواکو نن پنجشنبه ویلي چې په ټيل ماټيل کې تر ۸۱۸ څخه زیات حاجیان ټپیان شوي هم دي. دغه پېښه د رمي یا د شیطان ویشتلو پر مهال رامنځته شوې. عرب نیوز د ...

نور ولوله »