د ټیګونو ارشیف : نادعلي

دولتي ځواکونو د طالبانو د زندان په ګومان په پوډریانو چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۳، ۱۳۹۵ل): په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو د امریکايي عسکرو په ملتیا تېره شپه عملیات کړي او ادعا کوي چې د طالبانو له یو زندان څخه یې تر دیرشو زیات بندیان خوشې کړي دي. خو طالبان وايي چې دولتی او امریکايي عسکر د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ ته ورغلي او په مخدره موادو د ...

نور ولوله »

پرزندان او پوهنتون بریدونه؛ یو عمل دوه غبرګونونه

معین احمد (خروټي) دوه ورځې وړاندې د کابل پرامریکايي پوهنتون باندې برید کې خواوشا ۶۰ تنه ووژل شول. یاد برید چې په یوه علمي مرکز تر سره شو د امریکا له متحده ایالاتو نیولې تر ولسمشر غني او نورو افغان سیاست والو پوري ټولو په سختي سره وغاندو او د دغه ډول بریدونو تر سره کوونکي یې د بشري جنایاتو ...

نور ولوله »

هلمند: امریکایانو د طالبانو په زندان کې بندي افغان سرتیري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړی چې د افغان ځواکونو بندي سرتیري په کې ساتل کیدل او ۲۲ تنه زنداني عسکر یې وژلي دي. امریکايي الوتکو دغه افغان عسکر په داسې حال کې ووژل چې ټاکل شوې وه نن د جمعې په ورځ به د ...

نور ولوله »

الکوزی : هلمند کې ۵ ولسوالۍ له طالبانو سره دي او نوري تر جدي ګواښ لاندي دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۵ل):د هلمند ولايت په ګرمسېر ، نادعلي ، ناوې ، خانشين او مارجې ولسواليو کې د پيل شويو سختو جګړو نن پنځمه ورځ ده ، دواړه لوري طالبان او افغان امنيتي سرتيري يو بل ته د درني مرګ ژوبلي اوښتو خبره کوي. د هلمند ولايت چارواکي وايي دا مهال د هلمند ۹۰سلنه ځمکه د ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۲۱ منسوبین وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ته هم را لیږلي ویلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ۲۱ تنه منسوبین وژل شوي او نیژدې سل تنه وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله رسیدلې. د خبرپاڼي سره سم ...

نور ولوله »

ګارډین: ملي اردو په ښوونځيو کې نظامي قرارګاوې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۵ل): ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د هلمند او میدان وردګو ښوونځي د دولتي ځواکونو په قرارګاو د بدلېدو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی. د ګارډین ورځپاڼې خبریال د هلمند په نادعلي ولسوالۍ، چاه انجیر سیمې او د میدان ورګ سیداباد ولسوالۍ ته سفر کړی، چېرې چې ښوونځي د برتانیې په مالي مرسته رغول ...

نور ولوله »

زما لویه ګناه داده چې کلیوال افغان یم

زخمي افغان لاد ډنډغوري د بمباردمان دوړې نه دي ناستې، لا د بغلانیانو د ویر ټغر نه دی ټول شوی چې په هلمند د بمونو باران پیل شو. له تېرې ورځې راهیسې د هلمند په نادعلي او مارجه کې درنو بمبارونو لسګونه عام کلیوال افغانان په شهادت رسولي. د امریکا دفاع وزارت په خپل رسمي بیان کې په هسکه غاړه ...

نور ولوله »

امریکایان وايي الوتکي یې بیړنۍ ناسته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا پوځي سرچیني وايي چې ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه د افغانستان په سوېل کې د بیړنۍ ناستي له امله له منځه تللې خو زیاته کړې چې ددوی عسکرو ته په کښي هیڅ زیان نه دی رسیدلی. د امریکايي پوځ یوه جنرال میچیل لاوهورن نن د جمعې په ورځ ویلي چې ددوی الوتکي ...

نور ولوله »

هلمند: وسله والو طالبانو ګڼ پوځي مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرجه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. په یاده جګړه کې وسله والو طالبانو د ګڼو پوځي مرکزونو د نیولو خبر ورکړی دی. دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د مرجې په په سیستان سیمه کې يې ...

نور ولوله »

هلمند: د امریکايانو بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۰مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکایانو یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځیدلې ده. پیښه نن غرمه مهال ۱۱ بجې د یادې ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې رامینځ ته شوې. طالبانو پیښه تایید کړې او ویلي یې دي چې بې پیلوټه الوتکه د امریکایانو وه او په ټیټه ارتفاع یې الوتنه کوله چې ...

نور ولوله »