fbpx

د ټیګونو ارشیف : ناندرۍ

د کابل پر لاریون د ارګ او پخوانیو چارواکو رسنیزې ناندرۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ کابل کې په غزني کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون وشو. لاریونوال، چې یوازې په دوو مشخصو ولسوالیو کې يې د جګړې له امله د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، د ارګ څنګ ته را ټول شوي و. که څه هم دا لاریونونه یوازې د ...

نور ولوله »

د پارلمان وکيل: اشرف غني د ځنګله رئیس دی

نن ټکی اسیا( چهارشنبه،۱۷ لړم، ۱۳۹۷): په ولسي جرګه کې وروسته له هغې د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړو زور واخيست چې په ولسي جرګه کې د غزني استازي عارف رحماني اشرف غني ته د ځنګله د رئيس او افغانانو ته د حيواناتو خطاب وکړ. د عارف رحماني په دې څرګندونو د ولسي جرګې وکيلان غبرګون وښوده او په تالار کې ...

نور ولوله »

یوه نومانده وايي ان خپله رایه يې هم ورکه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): له کابل څخه ولسي جرګې ته نومانده، صفیه صدیقي وايي چې ان خپله رایه يې هم ورکه شوې ده. دغه نوماند ګیله کوي چې په هغه ټاکنیز مرکز کې چې دې خپله رایه کارولې وه، له شمېر وروسته يې په حساب کې یوه رایه هم نه ده راغلې. په ورته وخت کې له کابل ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: د لړم ۱۵مه به وروستۍ پایلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کميسیو مسؤلین وايي د ولسي جرګې د ناندرییزو ټاکنو وروستۍ پایلې به د روانې میاشتې په ۱۵مه اعلان شي. د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، ولایتونو کې مرکزونو ته صندوقونه را ټول شوي، نن چهارشنبه به يې عمومي شمېرنه پیل شي. هغه دا هم وویل چې دوی به د ...

نور ولوله »

علي احمد عثماني: زما د دندې په اړه د اجراییه ریاست اعلاميې ځواب ویلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د اوبو او برېښنا وزير وايي، د ګلخانې ماڼۍ له لوري د ده له دندې شړل او د سپېدار له لوري بېرته پر چوکۍ کېنولو، پوښتنې را ولاړې کړې خو په وینا يې اجراییه ریاست يې ځواب ویلی دی. علي احمد عثماني چې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله کس بلل کېږي، له څه مودې ...

نور ولوله »

ترکان د خپل قوم په نوم تذکره غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): ترکان وايي دوی په تذکرو کې د خپل قوم نوم ثتبول غواړي او هم له ولسمشره غواړي چې په اساسي قانون کې دې دوی د یو فرمان له مخې جلا قوم ولیکي. دوی چې پرون د پارلمان مخې ته را ټول شوي و او ټینګار يې کاوه چې په برېښنايي تذکرو کې ترک قوم ...

نور ولوله »

جمعیت ارګ ته خپلې غوښتنې سپارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پردې شاته د جمعیت اسلامي او ارګ تر منځ ناستې درېېیم پړاو ته ورسېدې، چې د وروستۍ ناستې په اړه يې طلوع نیوز معلومات خپاره کړي. د سرچينې په قول د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، عبدالستار مراد، نور الرحمن اخلاقي او محی الدین مهدي د جمعیت اسلامي په استازيتوب ...

نور ولوله »

جمعیت، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې سیمه ییزو ارګانونو د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو اړوند تازه څرګندونې وکړې، جمعیت اسلامي يې په اړه غبرګو ښوودلی دی. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده پرون وویل، ولسمشر انجینر محمد داود د بلخ والي معرفي کړی دی او عطامحمد نور له ...

نور ولوله »

شنونکي: د عطا او ارګ ناندرۍ د بهرنیانو توطیه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ارګ او بلخ تر منځ کشمکش وروسته له هغه لا زور واخیست، چې عطامحمد نور د ارګ شریک عبدالله عبدالله د «لستوڼي مار» وباله او پر خپل دریځ يې بیا ټينګار وکړ. د شنونکو په باور د حکومت او عطامحمد نور تر منځ روانې ناندرۍ د بهرنیانو توطیې دي. د سیاسي چارو شنونکی ...

نور ولوله »

بلخ: اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، د عطامحمد نور او ارګ تر منځ له تازه ناندریو وروسته د دې ولایت اداري چارې د عطامحمد نور مرستیال پر مخ وړي. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده رسنیو ته ويلي، تر څو چې د دواړو لوریو تر منځ ستونزه هوارېږي اصولاً ...

نور ولوله »