د ټیګونو ارشیف : ناټو

ګارډين: د افغانستان په ولسوالیو او کلیو کې طالبان پراخ حضور لري

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): ګارډين پخپله تازه ګڼه کې وايي چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې بریالي شوي نه دي او تر څو چې دا جګړه بریالۍ نه شي، نو نیوکه پرې اسانه کېدای شي. د ورځپاڼې په قول د افغانستان په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو پراخ حضور دی چې د نړیوالو ځواکونو د ...

نور ولوله »

جان کمپیل: افغان عسکر به لا ښه وروزو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۷مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال کمپیل د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر عمر داودزي سره په خبرو کې وویل چې دوی به د افغان پولیسو په ښه روزنه کې لا هڅې وکړي. کمپیل له داودزي سره په خبرو کې وویل چې دوی د ټولو افغان عسکرو په تېره بیا د ...

نور ولوله »

« برتانوي ځواکونه به بیا هیڅکله افغانستان ته ونه لېږل شي»

british force2

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۳ل): ټیلیګراف لويديځې ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې له هلمند ولایته د برتانوي عسکرو د وتلو پر موضوع مضمون خپور کړی دی. ټیلیګراف د برتانیا د د دفاع وزیر له خولې لیکي چې دوی به بیا هیڅکله برتانوي عسکر افغانستان ته ونه لېږي. د ورځپاڼې په قول مایکل فالون وویل چې که څه هم ...

نور ولوله »

د ولسي وګړو شهادت د بهرنیانو په ضد د افغانانو احساسات پارولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): په ګردیز ښارکې د وژل شویو ولسي کسانو د وژل کیدو په خلاف پراخ لاریون روان دی. وړمه شپه د پکتیا ولایت مرکز ته نیږدې امريکايي ځواکونو ۷ تنه هغه کلیوال چې د لرګیو په راټولو لګیاول په ډیرې بي رحمۍ شهیدان کړل. تیره ورځ د یادو شهیدانو خپلوانو دهغوی جسدونه د ...

نور ولوله »

جرمني په افغانستان کې پر خپلې ناکامي اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۲۱مه،۱۳۹۳ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “فرانګ والټر شټاین مایر” پرون – د یکشنبې په ورځ- وویل چې جرمني په افغانستان کې له ۲۰۰۱ع کال راهیسې د خپل ماموریت په جریان کې ډیرې سترې تېروتني کړي او هره شېبه د دې امکان شته، چې د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي. نوموړي په یوه تازه ...

نور ولوله »

«ناټو تر داعش ډیره افراطي ده»

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۳ل) د کوبا پخواني ولسمشر فیډل کاسټرو ویلي چې ناټو تر   اسلامي دولت «داعش» څخه  زیاته افراطي ده. فیډل کاسټرو دغه خبرې په یوې مقاله کې کړي چې تېره ورځ  د کوبا رسنیو نشر ته سپارلې. کاسټرو په دغه مقاله کې د ناټو نوی عام منشي جینز سټولتینبرګ د اسلامي دولت «داعش» سره مقایسه ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: څلور میاشتې وروسته امنیتي مسوولیت زموږ دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزیر بسم الله محمدي د مارشال فهیم له دفاعي پوهنتونه د لومړۍ دورې فارغانو په مراسمو کې وویل چې څلور میاشتې وروسته به ټول امنیتي مسوولیت افغان امنیتي عسکرو ته وسپارل شي. بسم الله محمدي وویل چې دوی د امنیتي مسوولیتونو د لېږد لپاره پنځه پړاوونه ټاکلي وو، چې په خبره ...

نور ولوله »

اسپانیه افغانستان ته ۹۳ نور عسکر لیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د اسپانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ۹۳ نور عسکر ولیږي، څو هلته د هرات په پوځي مرکز کې د نورو اسپانوي عسکرو سره یو ځای شي. اسپانیه دفاع وزارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د راتلونکي اکتوبر میاشتې ...

نور ولوله »

ايساف: د ملي اردو سرتيري يو بهرنی عسکر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان کې دبهرنيو عسکرو «ايساف» لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سړي د ملي اردو په يونيفورم کې د خپل ټوپک شپيلۍ د ايساف پر عسکر راړولې او نوموړی بهرنی عسکر يې ځای پر ځای وژلی دی. خبرپاڼه زياتوي، چې دا پېښه د افغانستان ختيځ کې رامنځته شوې ده. ...

نور ولوله »

سیګار: امریکا د افغانستان د اداري فساد په مخنیوي کې ناتوانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د څار اداره «سیګار» وايي، چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت په افغانستان کې د اداري فساد په مخنیوي کې پاته راغلی. د دې ادارې مشر جان سوپکو پرون په جورج واشنګټن پوهنتون کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې امریکا د افغانستان په ...

نور ولوله »