د ټیګونو ارشیف : ناکامي

شنونکي: ناټو په افغانستان کې بریا ته ونه رسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): نن په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کېږي، چې پکې به په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا پر منډو ترړو هم خبرې وشي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ دعوه وکړه چې تېرو اتلسو کلونو کې يې په افغانستان کې پرېمانه «لاسته ...

نور ولوله »

نيشنل انټرسټ: امريکا په افغانستان کې بريالۍ نشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): له امريکا څخه خپرېدونکې نيشل انټرسټ مجلې په يو تازه مطلب کې راغلي چې په افغاانستان کې امريکا بريالۍ نشوه او په دې جګړه کې له مالي او ځاني زيان پرته نور څه په لاس ورنغلل. ددې مجلې په تازه ګڼه کې د افغانستان د وضعيت د ارزونې په اړه په يو مطلب ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې ناکام نوماندان وايي درغلې ورسره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال په تله میاشت کې ترسره شوې، چې لا يې هم بشپړې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، خو د ځینو ولایتونو د اعلان شویو پایلو په اړه ناکامو نوماندانو اعتراضونه پیل کړي دي. دوی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخې ته په اعتراضي ډول را ټول شوي ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: ټرمپ پوهېږي، چې جګړه نه‌شي ګټلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د یو ایس اې ټوډې؛ په نوم امریکايي خپرونه لیکي، ټرمپ په افغانستان کې د روانې جګړې پر بایللو باوري شوی او مني چې دا جګړه نه‌شي ګټلی. دغه مطلب چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پکې بحث شوی، په یوه برخه کې يې راځي، کله چې ډونالډ ټرمپ د ...

نور ولوله »

امریکايي رسنۍ: اتلس کاله کې هم د جګړې د ګټلو دعوه نه شي کېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د «کرېسچین ساینس منیټور» په نوم امریکايي مجله لیکي، په افغانستان کې د جګړې نږدې دوه لسیزې پوره کېږي خو په ټول حکومت داسې څوک نه پيدا کېږي چې د جګړې د ګټلو دعوه وکړي. دې مجلې د «له سوريې او افغانستانه د وتلو ستونزه» تر سرلیک لاندې خپاره کړي‎ مطلب کې لیکلي، په ...

نور ولوله »

لوېدیځي رسنۍ: ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ پر ناکامۍ اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د تېرې چهارشنبې له رسنیو سره د ټرمپ څرګندونې لا هم د ګڼو رسنیو سرټکي دي، ځينو لوېديځو رسنیو په دې تړاو تبصرې کړې او لیکلي يې دي، ټرمپ د خپلې ستراتېژۍ پر ماتې اعتراف وکړ. ډونالډ ټرمپ د دفاع د پخواني وزیر جیمز مټیس د لرې کېدو د دلیل په توګه وویل، چې ...

نور ولوله »

څېړنه: ۸۰ سلنه امریکايي نظامیان روانه جګړه «ستړې کوونکې» بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د برېټ بارټ امریکايي رسنۍ د راپور له مخې هغه نظامي امریکايان چې په عراق او افغانستان کې يې دندې اجرا کړي، پوره ۸۰ سلنه يې پر دې باور دي، چې دا جګړې ناکامه، ستړې کوونکې او خورا اوږدې شوې دي. د سرچینې په وینا دغه څېړنه د نظر پوښتنې په ډول د «سټار ...

نور ولوله »

ټرمپ: مټيس په افغانستان کې ناکام شو، ومې شاړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رسنیو سره خبرو کې وویل، د دفاع وزیر جیمز مټیس يې ځکه له دندې لرې کړ، چې په افغانستان کې ناکام شو. هغه ویلي جنرالانو ته يې د هغوی د غوښتنې مطابق پیسې ورکړې دي، خو افغانستان کې يې د پام وړ کار نه دی کړی. ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: پوځي بریا ناشونې ده، له افغانستانه د وتلو وخت دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ممکنه وتلو خبرونه خپاره شول، بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه واضح څه نه دي ويلي، خو له سوريې د عسکرو په ایستلو يې پرلپسې ټینګار کړی دی. نیویارک ټایمز په پرونۍ ګڼه کې د «له افغانستانه ...

نور ولوله »

مېلر منلې چې جګړه يې په ناکامۍ تمامېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، باوري دی چې جګړه به داسې ختمه نه شي، چې پنټاګون پکې د بریا دعوه وکړي. مېلر له «سې ان ان» سره خبرو کې ویلي، جګړه باید په سیاسي حل لار پای ته ورسېږي، چې په وینا يې یو اړخ يې هم ...

نور ولوله »