د ټیګونو ارشیف : ناکامي

ګډ حکومت په ټوله دوره کې خپله کابینه پوره نه کړای شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یوازې څلور میاشتې پاتې دي، خو پخپل ټول عمر کې يې ونه شو کولی خپله کابینه بشپړه کړي. د دې حکومت شریکانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ټاکنیزو منډو ترړو کې پر دې ټينګار کاوه، چې دوی به د ښې حکومتولۍ نمونه مثال وړاندې کړي. یوازې څلور میاشتې وروسته ...

نور ولوله »

د امریکایي ځواکونو وتل؛ ولسي خوښۍ او تمې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو چارواکي له سوريې وروسته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اړوند خبر ورکړ، په خواله رسنیو کې افغان ځوانانو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا يې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پایله او ګټه بللې ده. دوی پر طالب غږ کړی چې ...

نور ولوله »

امریکايي ورځپاڼه: افغانستان له اوږدې «مبارزې» وروسته هم د ښځو لپاره بد هېواد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د «ټایم» په نوم امریکايي ورځپاڼه لیکي، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل یو علت هم د ښځو د «حقونو لاسته راوړنه» بلل کېده، خو لا هم ښځې په بد وضعیت کې دي. ورځپاڼې د خدیجې په نوم د یوې مېرمنې کیسه کړې، چې غوښتل يې ځان ووژني خو روغتيايي مرکز کې ...

نور ولوله »

سي اين این: افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه شوې ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا سي این این تلويزيون په افغانستان کې د ټرمپ په ستراتيژي او د افغانستان په روانو حالاتو بحث کړی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه شوې ده او طالبان ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دي. سي اين اين په خپل تازه راپور ...

نور ولوله »

د شکایتونو کمیسیون: ټاکنو خپلواک کمیسیون په مدیریت کې ناکام دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ ناندرۍ هم زورورې شوې دي. تازه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په سم مدیریت کې پاتې راغلی دی او له دوی سره زرګونه شکایتونه ثبت شوي دي. د دې کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، د ټاکنو ...

نور ولوله »

ولي د امریکا مشرانو ابدي او ناکامو جنګونو ته مخه کړې، ولي امریکایان چوپ دي؟

واحد فقیري ښاغلی ویلیم اسټور د امریکا د هوايي قواوو متقاعد ډګروال دئ، او اوس د تاریخ پروفیسور دئ. ښاغلی اسټور د اکټوبر پر ۲۶ په اشیا ټایمز کي لیکي په افغانستان کي د امریکا جنګ ۱۸ کلن سو، او په عراق کي ۱۶ کلن سو. په عین زمان کي په یمن، سوریې، سومالیا، نېجیر، او نورو افریقايي هیوادونو کي ...

نور ولوله »

امریکايي متقاعد ډګروال: امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا په افغانستان کې د وینې بهولو بهیر ۱۷ کلونو ته اوږد کړ، عراق کې يې تر ۱۵ کلونو ورساوه او د نړۍ ګوټ ګوټ کې يې د خلکو وژلو ته کار ویلی دی. د امریکايي هوايي قواو متقاد ډګروال ویلم اسټور وايي امریکایان له جګړو او وژنو خوند اخلي او په وینا ...

نور ولوله »

طالبان: د ټاکنو ناکامۍ له اشغال سره د ولس کرکه ثابته کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په ټاکنو کې د ولس نه ګډون په په ډاګه کړه چې له اشغال او ملاتړو يې کرکه لري. طالبانو چې تر ټاکنو وړاندې د ښوونیز کمیسیون، بلنیز کمیسیون او نظامي کمیسیون له لوري درې بېلابېلې اعلاميې خپرې کړې وې، تازه يې د ټاکنو د پای په اړه په هم اعلامیه ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: روزګان کې یوازې پنځه زره رايې اچول شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون نږدې نیمه شپه خبري کنفرانس کې وویل، چې تر ټولو ډېرې کمې رايې په روزګان کې کارېدلې دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، روزګان کې یوازې پنځه زره رايې کارېدلې دي او که کابل کې سبا په بندو مرکزونو کې ټاکنې وشي، نو مرکز به ...

نور ولوله »

طالبان: ۴۰۷ بریدونو ټاکنې ناکامې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ټاکنیز بهیر په لومړۍ ورځ ۴۰۷ بریدونه کړي او ویلي يې دي، دغه بهیر يې له ناکامۍ سره مخ کړی دی. طالبانو د ورځې په اوږدو کې د کړیو بریدونو کره تلفات نه دي په ډاګه کړي، خو ويلي يې دي لسګونو عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. طالب ویاند په ټولیز ...

نور ولوله »