د ټیګونو ارشیف : نا امني

څلورو میاشتو کې تر ۸۳ زره ډېر افغانان د جګړو له امله کډه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي په افغانستان کې د جګړې له امله په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۸۳ زره ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي. د دې ادارې د راپور په حواله د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۸۳ زره او ۳۴۵ تنه د ...

نور ولوله »

دولتي مامورین په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): دولتي مامورین وايي د خپلو ادارو د امرانو له لوري په زور دې ته اړ کېږي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ولیکي. کابل ښار کې د هر وزارت اړوند ادارو مامورین په ټاکلیو ورځو کې نوم لیکنې ته یو ځايي وړل کېږي. تېره چهارشنبه د روغتیا وزارت تر چتر لاندې د ځينو ...

نور ولوله »

میدان وردګ: یوازې ۱۵۵ تنو مېرمنو نوم لیکنه کړې

د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې د تازه شمېرو په اړه وايي میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له ډلې یوازې ۱۵۵ تنو خپل نومونه لیکلي دي. تېره دوشنبه د غويي په ۱۰مه د ټاکنو کمیسیون وویل چې ټول ۱۹۲ زره ۹۶۹ تنو مېرمنو نومونه لیکلي دي. د ټاکنو لپاره نوم لیکنه د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوې، ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: له ښوونځيو د نوم لیکنې مرکزونه نه شو لېږدولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر وايي له ښوونځيو د نوم لیکنو د مرکزونو لېږدول ستونزې را ولاړولی شي. سید حفیظ الله هاشمي وايي له ښوونځیو پرته بل انتخاب نه لري او له ښوونځیو د مرکزونو انتقال اسانه کار نه دی. هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی مجبور دي چې امنیت ...

نور ولوله »

ننګرهار: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې اوه تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه چاودنې د یو پولیس په ګډون اوه تنه ټپيان کړي دي. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د ۱۶ فامیلي ساحه کې وشوه، چې پکې یو پولیس او شپږ نوم لیکوونکي ټپیان شول. د ننګرهار د ...

نور ولوله »

بلخ: د نوم لیکنې ۱۳ مرکزونه تړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸غويي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د ټاکنو د سیمه ییز کمیسیون مسؤلین وايي د ناامنۍ له امله په دې ولایت کې ۱۳ مرکزونه تړلي دي. د یاد کمیسیون مشر فضل احمد حیات وايي ځينې مرکزونه يې له ګواښ سره مخ دي. د هغه په وینا په بلخ کې ټول ۳۱۴ مرکزونه دي چې ۵۰ يې په مرکز ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسون: د نوم لیکنې پروسه کې د خلکو خوندیتوب اندېښمن کړي يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴غويي، ۱۳۹۷ل): پر پلازمېنه سربېره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې پر مرکزونو له بریدونو وروسته د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د خلکو خوندیتوب اندېښنه ور پیدا کړې. د دې کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، د رایه ورکوونکو د لیست تر جوړولو د خلکو خوندیتوب ته ډېرې اندېښنې اخیستي دي. هغې ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: غزنی د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي د ښار پر دفاعي پوستو د طالبانو پرلپسې بریدونه په ډاګه کوي چې دا ولایت هم د کندوز په برخلیک اخته کېدونکی دی. طالبانو تېره شپه د غزني ښار د دفاعي پوستو له ډلې په خشک سیمه یوه پوسته نیولې او پکې مېشت عسکر يې وژلي او ټپیان ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د نوم لیکنې پروسه تر اټکل ډېره ټيټه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه د دوی تر اټکل ټکان ورکوونکې ټيټه روانه ده. سپوږمۍ راډيو د یاد کمیسیون په حواله وايي چې په تېرو دریو ورځو کې یوازې ۱۳ زرو تنو خپل نومونه لیکلي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شنبه ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ملي امنیت رییس استجواب کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تړاو د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی استجواب کړ. نن د ولسي جرګې د غونډې دغه برخه د ملي امنیت د رییس په غوښتنه د پردې شاته وشوه. د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړی لالی حمیدزی وايي، په هېواد کې د ...

نور ولوله »