د ټیګونو ارشیف : نا امني

ننګرهار: دریو پرلپسې چاودونو مرګ ـ ژوبله نه درلوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نږدې په دریو ساعتونو کې پرلپسې درې چاودنې وشوې. د ننګرهار د والي ویاند وايي دې چاودونو هیڅ تلفات نه درلودل. عطاءالله خوږیاڼی وايي نن سهار شاوخوا نهه بجې دوه چاودنې د ښار شمالي څنډه کې بهسودو پله ته څېرمه وشوې، چې په وینا يې د ځای ...

نور ولوله »

پنځو ولایتونو کې هيڅ نوماند نوم لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی. د سرچینې په وینا، په غزني، کاپیسا، تخار، کندوز او جوزجان کې تر اوسه پورې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته هیڅ ...

نور ولوله »

ټاکنې – نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي پاتې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کیمسیون مسؤلین وايي د نا امنۍ له امله په ټوله هېواد کې نږدې ۸۰۰ مرکزونه تړلي دي. د ټاکنو کمیسیون وايي، پورته شمېر مرکزونه د ناامنۍ تر څنګ د ټاکنیزو موادو د نه رسېدلو له امله هم تړلي پاتې دي. د سرچينې په وینا پر دې سربېره ۴۶۱ مرکزونه د طالبانو تر ...

نور ولوله »

اروپايي ټولنه: د ټاکنو روانه پروسه د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، د ټاکنو لپاره روانه پروسه دوی ته هیڅ د منلو نه ده. د دې ټولنې استازي پیري میاودون له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د روانې پروسې پر وړاندې نا امني یو خنډ دی، خو په وینا یې «نور داسې ډېر فکتورونه دي، ...

نور ولوله »

مسیر: افغانستان کې د امریکا نوې ستراتېژي نا امني زیاته کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر؛ د شنونکو په حواله وايي چې امریکايي ستراتېژۍ په افغانستان کې نا امني زیاته کړې ده. د سرچينې په قول د دې وخت رارسېدلی چې امریکا پخپله ستراتېژي له سره غور وکړي. ورځپاڼه د پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل له خولې لیکي، چې د حکومت مشران لا ...

نور ولوله »

څلورو میاشتو کې تر ۸۳ زره ډېر افغانان د جګړو له امله کډه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸غويي، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وايي په افغانستان کې د جګړې له امله په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۸۳ زره ډېر کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي. د دې ادارې د راپور په حواله د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۸۳ زره او ۳۴۵ تنه د ...

نور ولوله »

دولتي مامورین په زور نوم لیکنې ته اړ کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): دولتي مامورین وايي د خپلو ادارو د امرانو له لوري په زور دې ته اړ کېږي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ولیکي. کابل ښار کې د هر وزارت اړوند ادارو مامورین په ټاکلیو ورځو کې نوم لیکنې ته یو ځايي وړل کېږي. تېره چهارشنبه د روغتیا وزارت تر چتر لاندې د ځينو ...

نور ولوله »

میدان وردګ: یوازې ۱۵۵ تنو مېرمنو نوم لیکنه کړې

د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې د تازه شمېرو په اړه وايي میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له ډلې یوازې ۱۵۵ تنو خپل نومونه لیکلي دي. تېره دوشنبه د غويي په ۱۰مه د ټاکنو کمیسیون وویل چې ټول ۱۹۲ زره ۹۶۹ تنو مېرمنو نومونه لیکلي دي. د ټاکنو لپاره نوم لیکنه د تېرې وري میاشتې په ۲۵مه پیل شوې، ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: له ښوونځيو د نوم لیکنې مرکزونه نه شو لېږدولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر وايي له ښوونځيو د نوم لیکنو د مرکزونو لېږدول ستونزې را ولاړولی شي. سید حفیظ الله هاشمي وايي له ښوونځیو پرته بل انتخاب نه لري او له ښوونځیو د مرکزونو انتقال اسانه کار نه دی. هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی مجبور دي چې امنیت ...

نور ولوله »

ننګرهار: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې اوه تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه چاودنې د یو پولیس په ګډون اوه تنه ټپيان کړي دي. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د ۱۶ فامیلي ساحه کې وشوه، چې پکې یو پولیس او شپږ نوم لیکوونکي ټپیان شول. د ننګرهار د ...

نور ولوله »