fbpx

د ټیګونو ارشیف : نا امني

کابل کې امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي، د ښار د خونديتوب لپاره ټولو ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی. د کابل د امنيه قومندانۍ مرستیال حق نواز حقيار وايي، کشفي، استخباراتي او امنیتي ځواکونه ټول د تیارسئ په حال کې دي. هغه وايي لکه څنګه چې په خواله رسنیو کې د ښار د وضعیت ...

نور ولوله »

د فاریاب اوسېدونکي وايي، دوستم باید بېرته راشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فاریاب اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د پخواني جګړه مار او د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم د راتګ غوښتنه ‏وکړه‎. ‎ د دې ولایت د ولايتي شورا غړو د هغه موجودیت د دوی د مخالفینو پر وړاندې مهم وګاڼه او په وينا يې په نیستۍ کې يې نا امني ‏زیاته ...

نور ولوله »

سږ کال تر ۶۰ زرو ډېرو افغانانو اروپا کې د پنا غوښتنې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر ۶۰ زره ډېرو افغانانو په اروپا کې د پنا غوښتنې کړې دي. سپوږمۍ راډيو د اروپايي ټولنې د یوې ادارې له قوله وايي، په روان کال کې ۶۴ زره افغانانو ورنه غوښتنې کړې چې اروپا کې دې پنا ورکړي. د سرچينې په قول د کال ...

نور ولوله »

کابل ګارنیزون ښار کې نامسوولو وسله والو ته مسوولیت ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کابل ګارنیزون مسوولین وايي په ښار کې نامسوول وسله وال باید وسلې ثبت او کسان بیومټریک کړي. د کابل ګارنیزون قومندان جنرال افضل امان وايي، دوی یو کمپاین پیل کړی چې له مخې به يې ټول نامسوول وسله وال خپلو وسلو ته جوازلیکونه واخلي. د امان په خبره ښار کې ګڼ داسې ...

نور ولوله »

کابل: هره ورځ نږدې اته د نا امنۍ پېښې کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، پلازمېنه کابل کې هره ورځ نږدې اته د نا امنۍ پېښې کېږي. د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې په تېره یوه نیمه میاشت کې ۳۴۲ د نا امنۍ پېښې شوې چې په تړاو يې ۵۶۶ تنه نیول شوي دي. د سرچينې په قول ...

نور ولوله »

نا امنۍ ګڼ سوداګر له پانګونې زړه تورې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، نا امنۍ او ګواښونو ګڼ سوداګر له پانګونې زړه توري کړي دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې وياند صیام الدین پسرلي رسنیو ته ویلي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې افغان سوداګرو ته شپېته ګواښونه شوي دي. پسرلي ازادي راډيو ته ويلي، په تېرو دوو میاشتو ...

نور ولوله »

ترس و ناامیدی در فضای جنگ و ناامنی!

سهیل صالحی برای پایان دادن به مشکلات کنونی که دامن گیر مردم افغانستان است باید به دموکراسی و حاملان آن که جز قتل و کشتار پیام دیگری برای مسلمانان افغانستان ندارند، پشت پا زده و برای حاکمیت شایسته ترین نظام دست به کار شوند. مردم افغانستان باید بدانند که خیری در نظام های که کوچکترین بهایی به خون انسان ها ...

نور ولوله »

کابل تر ټولو خونړی ولایت؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د بشري تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) د وروستي راپور له مخې پلازمینه کابل د هیواد په کچه تر ټولو خونړی ځای بلل شوی چې ډیره مرګ ژوبله ورکې شوې. په یاد راپور کې د ولسي خلګو ډیره مرګ ژوبله لومړی په کابل او تر هغه وروسته په هلمند، روزګان، ننګرهار ...

نور ولوله »

ارګ که د سړي تښتوونکو پټن ځای؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونو د ولسمشر یو بل ساتونکی د سړي تښتونې په تور نیولی دی. له تیرې یونیمې میاشتې راهیسې دا د ولسمشر دوهم ساتونکی دی چې د انسان تښتونې په تور نیول کیږي. د روان کال د وري د میاشتې په ۱۴ نیټه د کابل ښار یوه اوسیدونکي ...

نور ولوله »

کابل: دريو وروڼو څلور خپلوان وژلي دي

Kabul-city

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): کابل ښار دوولسمه امنيتي حوزې اړوند دریو وروڼو څلور خپلوان وژلي دي. د کابل پولیسو رسنیو ته ويلي چې پېښه نن سهار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې شوې ده. د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال فريدون عبيدي وايي چې پېښه د ...

نور ولوله »