د ټیګونو ارشیف : نا امني

ولسي جرګه د کورنیو چارو وزیر استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په وړاندې د بې وسۍ په تور، ولسي جرګه د کورنیو چارو وزارت وزیر نورالحق علومي اسیتضاح کوي. د کورنیو چارو وزارت وزیر په وروستیو کې د طالبانو د بريدونو په وړاندې ناکام بلل شوی او د ولسي جرګې د غړو توند غبرګونونه يې راپارولي ...

نور ولوله »

غور: لسګونو تنو د دولت پر ضد لاریون کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت لسګونو تنو اوسېدونکو د ګډ حکومت پر ضد ورورسته له هغه لاریون پیل کړ، چې د دوی په خبره د اقتصادي ضعف او بې کارۍ پر وړاندې يې حوصله تمامه شوه. لاریون کوونکو چې «مرګ بر حکومت وحدت ملی» شعارونه يې ورکول، ګډ حکومت پر دې ملامت وباله، چې ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د «نا امنیو» اړوند د «ټاکڼو خپلواک کمیسیون» مشر استجواب کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن خپلې عمومي غونډې ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی ور غوښتی و. د ولسي جرګې غړي وايي چې په هېواد کې د ټولو نا امنیو اصلي جرړه د تېر کال ټاکنې دي او د دوی په خبره د دې ټاکنو په پایلو کې د ټاکنو کمیسیون ...

نور ولوله »

سور صلیب: نا امنیو کارونه ځنډني کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د سور صلیب نړیواله ټولنه وايي چې په هېواد کې وروستۍ نا امنۍ د دوی په مرسته رسونه کې د ځنډ او خنډ سبب ګرځېدلې دي. په افغانستان کې د دې ټولنې مشرې مونيکا زره نیلی نن په پلازمېنه کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې په جنګ ځپلو سیمو کې ...

نور ولوله »

کابل کې ۳۰ بوشکې شراب نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې يې ۳۰ بوشکې شراب او ۱۵۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. د کابل د امنیه قومنداني قومندان مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي چې د دوی پولیسو د پلازمېنې کابل په ګوټ – ګوټ کې ۳۰ بوشکې شراب چې شاوخوا ...

نور ولوله »

کابل کې هره ورځ نږدې لس جنايي پېښې کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل امنیتي مسوولین وايي چې په دې ښار کې هره اوونۍ ۵۰ جنايي پېښې ترسره کېږي. د دوی په خبره په دې پېښو کې سړي تښتونه، وژنې، غلا او جنسي تېري شامل دي چې عاملین يې ډېری وخت د دوی په خبره د قانون له منګولو په تېښته بريالي کېږي. د ...

نور ولوله »

غزنی: د مقر اربکیان په کابل ـ کندهار لویه لاره له موټرو مېرمنې ښکته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د مقر اربکیان د کابل ـ کندهار په لویه لاره د مېرمنو او پېغلو لپاره موټرې تالاشي کوي او د خپلې خوښې وړ مېرمنې او پېغلې له موټره ښکته کوي. په مقر کې د نن ټکی اسیا ځایي خبریال وايي چې د احمد شاه په نامه د اربکیانو قومندان او ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: وروستیو ناامنیو کې لوړ پوړي چارواکي لاس لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو نوی حکومت د امنیت په تامین کې ناکام بللی او تور یې پورې کړی چې لوړپوړي چارواکي په ناامنیو کې لاس لري. په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په شمول په ډيری ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د مشرانو جرګې لخوا خپاره شوي ...

نور ولوله »

د شوراب افسانوي جګړه، مطبوعاتي تحریم څومره بریالی و؟! /سرلیکنه

نن ټکی آسیا – روانه اوونۍ د هلمند په شوراب کې د بهرنیانو په باسټن هوايي پوځې اډې برید تر ټولو تود خبر و. د شوراب اډې جګړه په افغانستان کې د امریکایانو په دیارلس کلن حضور کې بې سارې جګړه وه. لس تنه وسله وال طالبان وتوانېدل چې له ټولو امنیتي خنډونو تېر شي او د باسټن پوځي اډې ...

نور ولوله »

سیاف د هیواد وروستۍ نا امنۍ دردناکې بللي

نن ټکی آسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): پخواني جهادي رهبر او د ولسمشرۍ پخوانی نوماند، استاد سیاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هیواد کې وروستۍ ناامنۍ ډیرې دردناکه دي او «جدي کار او پریکړو» ته اړتیا لري. نوموړي ویلي چې په دې وروستیو کې د هیواد امنیتی وضعیت ډیر خراب شوی او زیاته کړې ده چې د دې ...

نور ولوله »