د ټیګونو ارشیف : نعت

ژونده! عزت الله ذکي

عزت الله ذکي ژونده مرګي ته نور په غاړه ورځم عهد پوره کومه تر دلداره ورځم په فاني ژوند هیڅکله نه مړېږم مرګيه ستا تر تود بازاره ورځم سپوږمۍ رڼا کړه ماته لار وښيه د سپینو ستورو تر قطاره ورځم شفقه تا ماتي کړې توري تیاري د سباوون تر سپین سهاره ورځم آفتاب مهتاب ورته له عشقه ژاړي تر لوی ...

نور ولوله »

نعتیه شعر/ جابر کندهاری

جابر کندهاری ارمان دي د ديدن پر  زړه يو ګل دی راسره خوشبو عطر محل غوندي کوګل دی راسره د ډيرو مينه نه کړمه د ډيرو ساتل ګران دي يو ستا زړه به د ځان کړم دا تکل دی راسره ښکل کړي چي قدم وي ستا ډاډه ورباندي ځمه پرکومه لارچي ستا د موزو پل دی راسره يا دم دمسیحا ...

نور ولوله »

نعتونه غزل؛ الفت جان

الفت جان د مينې محـــــبت درسته جهانه مدني قربان دې له نامـــه شــمه جانانه مدني د هر مومن زړګی ستا په سپیڅلي عشق اباد دی اوهر  مومن ته ګران لــــکه ایمانه مدني ښکلاد محبت چې په کوم زړه کې ستاپرته وي هغه زړګی خوشحال وي په هرآنه مدني ګلاب پر تا سلام کړي اونرګس پرتا سلام په مــینه مــینه ستايئ ...

نور ولوله »

نعتيه غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور مابه ومنې کنه ډک له عصیان یم محمده ! مدېنې ته در روان یم زما اوستا ترمنځ توپیر خو څه کم نه دی ته بادشا زه خاک غبار د بیابان یم له غربته مي د تن جامې پلورلې یو وګړی د غریب افغانستان یم په زاریو په نوحا درځم حبیبه د ګناه پېټي دروړم ستړی ستومان یم د ...

نور ولوله »

میلاد النبي (ص)

ډاکټر فیض محمد ځلاند د محمد ( ﷺ )په لار چې تلمه تر حرم لاړمه د یو څو ورکو قدمونو په قدم لاړمه د رڼاګانو طوافونه مې تر سترګو کېدل یو څو ګامه چې د ستورو شاته سم لاړمه ستا لپې لپې دعاګانې وې ولاړې مورې په ورکه لاره چې زه تلمه تر صنم لاړمه د نفرتونو تورتمونه یې په ...

نور ولوله »

نعتيه غزل/ عبدالقدوس فاتح

د هجـر کلي کښې اوسېږم له حبيـب لرې يم سم په زړګي باندې زخمي يم له طبيب لرې يم د هجرشپه څومره اوږده ده اوڅه توره شپه ده له سپين سهاره ، هم د وَصَلْ له نصيب لرې يم چې په يو څو خبرو وړي ټول نفرتونـه له زړو دداسـې مينې له امـــام او له خطيـب لرې يم ربه يا ...

نور ولوله »

نعتيه غزل

مولوي محمد جان نن مې دلدار په سپين رخسار عجيب سنګار کړی دی له هر بيمار څخه مې يار صبر قرار وړی دی يوسف مثاله يې جمال دی ښايسته دی محبوب د ټول خوبانو شاهنشاه دی سرحلقه دی محبوب هر يو عاشق تر حسندار سر او مال ځار کړی دی باري ورکړی و دلبر ته له ازله جمال ثاني يې ...

نور ولوله »

د ارواحو غِذاء / نعتيه غزل!‎

نظام کندهاری مونږ يې تر اوسه لا د زلفو په وږمو پسې ځو د ژوند پر دښته لاروِي يې قدمو پسې ځو د خيال د غره لمن کې ګرځو لالهانده ځکه ستړِي ستومان يې د يادونو په رمو پسې ځو تنده د عشق يې ماتوو اوس په طاها او ياسين د مُزَمّل او مُدَثّر په زمزمو پسې ځو شته د ...

نور ولوله »

دُرود په ترنم..ﷺ

ثاقب خپلواک د ښایست روژه کې میشت دې،لوی د مینې ستر اعجاز دی ستا د حُسن په جومات کې ، معتکف مې د زړه راز دی روژمات د خمار عشق به مې دیدن ستا د روضی شې قدرمن راته سجده کې ، ښکلی لوری د حجاز دی کړم د مینې تراوې دي ، د مرموز هجر روژه کې ویاړ ګڼم ...

نور ولوله »

نعت شريف/ مسلم يار

مسلم يار چې کله یې اواز د نبوت ولګیده پر قصر د کسری باندي ذلت ولګیده تر تور جهانه راغلي د سپین لمر زریني وړانګي اورونه پر انګړ د جهالت ولګیده ناحقه دښمنیو کیږدۍ ټولي کړي له زمکي شکست یې د احبارو پر شوکت ولګیده ژوند وساتل سو مرګ د ژوندي ښخو ژوندی شخ شو داغونه پر سینه د عداوت ...

نور ولوله »