د ټیګونو ارشیف : نفوذي برید

کندهار: میوند کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵لړم، ۱۳۹۷ل): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي، یو يې ټپي کړی او په تېښته بریالی شوی. پېښه د دې ولسوالۍ په میراخور سیمه کې شوې او لومړني راپورونه وايي چې بریدګر لومړی خپل ملګري نشه کړي او بیا يې وژلي دي. تر اوسه د بریدګر پولیس په اړه نور ...

نور ولوله »

‏جنرال رازق چا وواژه ـ طالبانو که پاکستاني استخباراتو؟!

شاهد (غزنیوال) دری ورځې وړاندې چې کله د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال جنرال رازق خان د طالبانو په پلان شوي برید کې ووژل شو له دې سره سم د یولړ شنونکو او ځینو دولتي چارواکو لخوا دې تبصرو زور واخیست چې د جنرال رازق د وژنې پلان د طالبانو لخوا نه ، بلکې د بهرنیو استخباراتو چې معمولا د ...

نور ولوله »

کندهار: پولیس خپل دوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې چارواکي وايي ارغستان کې یو پولیس پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځو تنو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد وايي چې بریدګر دوه تنه پولیس وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي. هغه وايي دغه عسکر تازه پر نده ګمارل شوی ...

نور ولوله »

بلخ: اربکیانو د دوو قومندانانو په ګډون خپل لس ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې اتو اربکیان د خپلو دوو قومندانانو په ګډون لس ملګري وژلي او تښتېدلي دي. پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د چهاربلوک ولسوالۍ د قزل کلا سیمې په پوستو کې شوې. بریدګرو اربکیانو قومندان باهي خان او قومندان شامحمد او اته نور اربکیان وژلي دي. طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګري بللي او ...

نور ولوله »

فراه: بالابلوک کې یو عسکر دوه کمانډو عسکر ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یو عسکر پخپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله او دوه تنه کمانډو عسکر يې ځای پر ځای ووژل. پېښه نن سهار وختي د دې ولسوالۍ کې خواجه خضر سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګری بللی او ويلي يې دي، چې له څلور ...

نور ولوله »

د دولتي ځواکونو «طالب عسکر» درې امریکایان ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ زمری، ۱۳۹۶): د دولتي ځواکونو په لیکو کې یو تن دستوري طالب د خپل ټوپک شپیلۍ په امریکايي عسکرو وراړولې او درې تنه یې وژلي دي، خو افغان عسکرو ورڅخه په دفاع کې د خپل ټوپک شپیلۍ په همدغه نفوذي طالب وراړولې او وژلی یې دی. برید تېره شپه د کندز ولایت په مرکز کې ...

نور ولوله »

طالبانو پر امریکایانو د افغان کمانډو عسکر ډزې ستایلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه افغان کمانډو ډزې ستایلې چې پر امریکايي عسکرو یې کړي دي. نوموړي ویلي چې د معسود په نامه د افغان کمانډو عسکر په ډزو کې څلور امریکایان مړه او څلور نور ټپیان شول. خو دا یې نه ده واضحه ...

نور ولوله »

په ننګرهار کې د وژل شویو امریکايي عسکرو هویت په ډاګه شو / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): هغه ۳ امریکايي عسکر چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه افغان کماڼدو په ډزو وژل شوي ول، هویت یې د امریکايي پوځ له لوري څرګند شو. په وژل شویو کې یو د میرلانډ ایالت د بالتیمور ښار څخه سارجنټ «ریک ایم هوک» وو، نوموړي ۲۵ کاله عمر درلود. ...

نور ولوله »

زابل کې نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي عامل خپل ۶ پولیس همکاران وژلي او د سیمي څخه په تېښته بریالی سوی دی. پېښه تېره ورځ (شنبه ۶ غبرګولی) مازدیګر مهال د شینکۍ ولسوالۍ په سوري سیمه کې رامنځته سوي، نفوذي پولیس د ځان سره وسلې او مهمات هم طالبانو ته ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو ته وفادارو اربکيانو د پوستې ۵ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې دوه اربکیان وروسته له هغه طالبانو سره یوځای شول چې د خپلې پوستې پنځه ملګري یې په ډزو ووژل. طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د برید پر مهال د دوی جنګیالي مخکې له مخکې د پوستې شاوخوا د تیارسۍ په حالت کې ...

نور ولوله »