د ټیګونو ارشیف : نفوذي عسکر

هلمند: پولیس پر خپلو ملګرو ټوپک ور اړولی، اته تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو یوه پوسته کې یو عسکر خپل اته ملګري وژلي او طالبانو ته ورغلی دی. پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د شین کلي اړوند یوه پوسته کې شوې ده. طالبان وايي بریدګر د دوی نفوذي ملګری و او په بریالیتوب سره يې خپله دنده سرته رسولې ...

نور ولوله »

بادغیس: لس تنه منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د بادغیس امنیتي مسوولین وايي چې د پولیسو له لیکو يې لس تنه امنیتي منسوبین د «نفوذي طالبانو» په نوم له دندو لرې کړي. د بادغیس امنیه قومندان عبدالروف تاج وايي، چې دا لس تنه ټیټ پوړي امنيتي منسوبین دي، چې له څه مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې و. د هغه په ...

نور ولوله »

جوزجان کې څلور پولیس طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جوزجان امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وايي، د اقچې ولسوالۍ د چکش سیمې د یوې پوستې څلور پولیس د ټولو مهماتو سره طالبانو ته ورغلي او ټوله پوسته یې طالبانو ته تسلیم کړې ده. د جوزجاني په خبره، د چکش د سیمې پوسته د شبرغان ـ مزار شریف پر لویه لاره پرته ...

نور ولوله »

هلمند: مارجه کې نفوذي کس ۲۷ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کس د یوې پوستې ۲۷ عسکر وژلي او وروسته د عسکرو له لوري دی هم وژل شوی دی. طالبان وايي، دا نفوذي کس «محمد اعظم خادم هلمندي» په نامه و، چې د عسکرو په منځ کې ځای پرځای شوی و. په هلمند کې د ...

نور ولوله »

لغمان: د طالبانو نفوذي عسکر ۱۳ امریکایان ووژل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۶): په لغمان ولایت کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو نفوذي سرتیري د خپل ټوپک خوله په امریکايي عسکرو ور اړولې او لږ تر لږه ۱۳ امریکايي عسکر یې وژلي. خو مخکې تر دې چې نور امریکایان ووژني، د دولتي عسکرو له لوري په نښه او وژل شوی. طالبانو د پیښې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د طالبانو نفوذي عسکر ۴ امریکایان وژلي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي عاجل خبر کې ادعا وکړه چې ددوی یوه نفوذي عسکر په ننګرهار ولایت کې پر امریکایانو مخامخ ډزې وکړې چې له امله یې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول. نوموړي وویل چې پېښه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په «لته بند» ...

نور ولوله »

کندهار: د طالبانو نفوذي عسکرو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د کندهار ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د پولیسو تر منځ په شخړه کې لږ تر لږه اته پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د کندهار ولایت د چارواکو په وینا پېښه د حاجي عرب په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه چې دوه پولیسو پر خپلو نورو ملګرو ...

نور ولوله »

بغلان: امنیتي ځواکونو خپل دوه ملګري له طالبانو سره د تړاو په تور ونیول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۵ل): بغلان کې امنیتي ځواکونو خپل دوه ملګري له طالبانو سره د تړاو په تور نیولي او تر زندانه يې رسولي دي. د بغلان ځايي چارواکي وايي چې خپل دا دوه عسکر يې له «کره شواهدو» سره نیولي چې وروسته به يې اړه په تصمیم ونیول شي. د بغلان د امنیه قومنداني مطبوعاتي ...

نور ولوله »

کندوز : نفوذي عسکرو د ملي اردو ۱۲ تنه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۶مه ۱۳۹۵ل):د کندز ښار زاخېل خمدان سيمه کې د ملي اردو په يو بېس کې دوه تنه نفوذي عسکرو د ملي اردو ۱۲ تنه عسکر وژلي. د سپين زر زون قومندان عزيز کاموال وايي : په ياد بېس کې ټول ټال ۱۴ تنه د ملي اردو سرتيري اوسېدل چې له جملې يې دوو تنو ...

نور ولوله »

په لغمان کې یوه پولیس خپل درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د لغمان ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو نفوذي عسکر تیره شپه په مهترلام کې خپل درې تنه ملګري وژلي او د طالبانو سره یو ځای شوی دی. ددې پيښي په تړاو طالبان وايي چې تیره شپه یې جنګالیو په مرکز مهترلام کې په یوه پوسته برید وکړ او تر کامیابو عملیاتو وروسته ...

نور ولوله »