د ټیګونو ارشیف : ننګرهار پوهنتون

په ننګرهار اسلامي پوهنتون کې د نويو غربي فکرونو زیږدنه

عبدالحمید راشد په اسلامي افغاني لباس کې څه مشکل وه؟ څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون مخکنی ریس ببرک میاخېل صیب تبدیل او پر ځای یې نوی ریس معرفي شو. چې د معرفي کېدو سره یې ځینې اقدامات وکړل چې د هغې له جملې څخه یو اقدام یې دا وه چې محصلین مکلف دي چې پوهنتون ته په دریشي کې ...

نور ولوله »

ننګرهار پوهنتون کې د چينايي ژبې زده کړې پروګرام پيل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي کې په لومړي ځل د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انسټيټوټ په مرسته د چينايي ژبې زده کړې پيل شوې. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ګڼو علمي شخصيتونو او پوهنتون استادانو ګډون کړی و. غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون ۴۸ استادانو ماستري او دوکتورا ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ۴۸ تنه استادانو د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې په بيلابيلو برخو کې زده کړې ترلاسه او بيرته خپل هيواد ته راستانه شول. ددغو استادانو د هرکلي او قدردانۍ په موخه جوړه شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک مياخېل وويل چې د یو شمير سيمه ييزو او بهرنيو هيوادونو ...

نور ولوله »

د فراغت تمه يې د زندان پنجرو کې غلې شوه!

سمیع الله وردګ دا چي افغانان يو درديدلى فقير او اقتصادي مشکلاتو سره مخ ولس دى خو ددې ټولو سره سره خپل اولادونه پوهنتون ته استوي تر څو لوړې زده کړې وکړي او د هغى نه په استفاده کورته يوه مړى ډوډى پيداکړي او مظلوم ولس ته د خدمت مصدر وګرځي. هغه بيچاره پلار چي د لاس په تڼاکو يې ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون له لسګونو نیول شويو محصلینو ځینې پر بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار پوهنتون محصلین وايي چې په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ تنه محصلین پر بېلابېلو پلمو د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي. د ننګرهار قضايي چارواکي هم مني چې د دې پوهنتون ځينې محصلین د دوی په زندانونو کې دي، چې نن يې د ځينو محاکمه بشپړه شوه. د ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون په هکله یوه دردونکې قصه

حقيار هوتک عبد الله کاکا چی د ننګرهار پوهنتون په ګاونډ کي اوسیږي خپل د زړه درد یې مونږ سره شریک کړ. نوموړی د ننګرهار پوهنتون په هکله خپله خاطره داسې بیانوي. کله مو چې د پاکستان څخه کډه وکړه او خپل وطن ته وګرځیدو، ننګرهار پوهنتون ته څیرمه مو واړول. یو ځل مې د پوهنتون له لاسپیکر څخه په ...

نور ولوله »

افراطي محصلین او ډیموکراټ چارواکي

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند- د ننګرهار پوهنتون چې د کومې لویې موخې له پاره جوړ شوی هغه موخه اوس بیخې هیره شوې،‌ د افغان سیاستوالو ناسم سیاست دی چې زموږ ځوانان په بېلابېلو وختونو کې کړول شوې. که د محصلینو پر نیولو ، ټکولو او وژلو ستونزه حل کیدای نو ترکي، ‌حفیظ الله امین او د ببرک کارمل حکومتونو ...

نور ولوله »

د نن ټکی اسیا د راپور په غبرګون کې د ننګرهار پوهنتون رییس سپیناوی وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار پوهنتون رییس د نن ټکی اسیا د هغو دوو راپورونو په غبرګون کې خپل سپيناوی خپور کړی چې د ننګرهار پوهنتون د محصلینو د لاريون او د هغوی د نیول کېدو په اړه خپاره شوي و. پوهندوی ببرک مياخېل د یادې موضوع په اړه د نن ټکی اسیا راپور د ژورنالیستیکو ...

نور ولوله »

د ننګرهار پوهنتون په اړه د سرخط ورځپاڼې غير مسؤلانه څرګندونې

منصور احمد – تېره ورځ سرخط ورځپاڼې يوه ليکنه خپره کړه چې پکې يې د ننګرهار پوهنتون ځيني استادان پدې تورن کړي چې ګواکې په پوهنتون کې د لاريونونو تر شا دوي لاس لري، او محصلين د تورو او سپينو بيرغونو د پورته کولو تر څنګ د تشدد او نظام ضد کړنو لوري ته هڅوي. ليکنې له لومړي سره په ...

نور ولوله »

افغاني ازهره مبارک دې شه!

دادمحمد ناوک پرون مې د ملګري اطاق ته یو ځوان بې پامه راننوت، بکسونه يې کونج کې کېښودل په ستړي مه شې کې يې زما نوم واخیست، زه يې به نه پېژندلو وشرمېدم، له ښه جوړ وروسته مې ورته وویل دومره پوهېږم چې له ننګرهاره راغلې خو نور مې پاک هېر يې! ويې خندل، ځان يې را وښود او د ...

نور ولوله »