د ټیګونو ارشیف : ننګرهار

ګډو ځواکونو میدان وردګو او ننګرهار کې ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): امریکايي ځواکونو د دوی داخلي ملګرو په ملتیا د ننګرهار په لعلپوره او د میدان وردګ په جلګه کې یوه شپه کې درانه ملکي زیانونه اړولي دي. د میدان وردګو د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه ګډو ځواکونو د رشید او نازک خېلو په سیمو کې چاپې وهلې، څو کورونه او یوه دیني ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي کمانډویان طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي ننګرهار کې يې هغه ځواکونه ځپلي چې د دوی د سرتېرو پر وړاندې د داعش په مرسته ور خوځېدلي و. طالبان وايي د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې يې هغه کمانډو عسکر پر چاودنو الوزولي چې د داعش مرستې ته ورغلي و. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دې «تکتیکي ...

نور ولوله »

ننګرهار:د ماين په چاودنه کې محصله وژل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يو چسپکي ماين له امله يوه محصله وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې دا پيښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند ...

نور ولوله »

ننګرهار: نامعلومو وسله والو يو تن ډاکټر وژلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په شيرزداو ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو يو تن ډاکټر په ډزو وژلی دی. د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې ډاکټر سردار ولي وزيري تيره ورځ د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي ځواکونه طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو په کمه زاوه سیمه کې د طالبانو او داعش جګړه مارو ترمنځ جګړه ګرمه شوه، چې مرستې ته يې امریکایي ځواکونه د دولتي کمانډو عسکرو په ملتیا ور ورسېدل. د سیمې اوسېدونکي وايي، بهرنيو او دولتي عسکرو هغه طالب سرتېري په نښه کړل، چې له داعشیانو سره پر ...

نور ولوله »

ننګرهار ګمرک کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ددې ولايت په ګمرک کې چاودنه شوې ده چې له امله يې څلور تنه ټپیان شوي دي. د ننګرهار ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د يو مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې ده او له هغې وروسته اور لګېدلی دی چې ...

نور ولوله »

ننګرهار: داعش ډلې دوه ورونه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي. دا پيښه تېره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې رامنځته شوه او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عبدالوهاب او عبدالقيوم په نامه دوه ورونه چې خټګران او مزدور کار وو د داعش ...

نور ولوله »

د ننګرهار ښار په يو مارکېټ کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د بزازۍ کوڅې ته څېرمه په يو مارکېټ کې اورلګېدلی دی. اور له تېرو دوو ساعتونو راهیسې د چپلکو کوڅې په نور عمر مارکېټ کې لګيدلی دی. د اور وژنې عمله يې په مړه کولو بوخته ده خو تر اوسه يې اور نه دی قابو کړی. ...

نور ولوله »

ننګرهار: چپرهار له پاره د داعش ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ له پاره د داعش وسله والې ډلې ولسوال په هوايي بريد کې وژل شوی دی. د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په چکاو سيمه کې د داعش له لوري ددې ولسوالۍ ولسوال محمد سفير چې په رياض الله مشهور و د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د طالبانو بريدونو کې ۱۸ اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ وسله والۍ کې طالبانو د اربکيانو په پوستو بريدونه کړي دي چې په کې اته تنه اربکيان وژل شوي دي او لس نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تيره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په ...

نور ولوله »