fbpx

د ټیګونو ارشیف : ننګرهار

ننګرهار: دريو ښوونځيو مخې ته درې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تله ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې چې يو ملازم په کې برسېرن ټپي شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې په دغه ولايت کې د دريو ښوونځيو مخې ...

نور ولوله »

ننګرهار قومي مشران: که شپنيز عمليات بند نه شول پاڅون به وکړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴تله، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې په ننګرهار ولايت کې تيره اوونۍ پرله پسې په ولسي وګړو بمباري او چاپې ترسره شوې، خلکو يې په وړاندې غبرګون ښودلی دی. د ننګرهار ولايت د خوږياڼو قومي مشرانو ويلي دي چې که په ولسي وګړو چاپې او بمبارۍ بندې نه شي نو په وړاندې به يې پاڅون وکړي. ...

نور ولوله »

ننګرهار کې په لومړي ځل د بانګس نيالګي کېښودل کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د کرنۍ او مالدارۍ رياست چارواکي وایي چې په ننګرهار کې به د لومړی ځل له پاره ۱۰ زره د بانګس نيالګي کينوي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی رسنيو ته ويلي دي چې د يو ميليون افغانيو په ارزښت دغه پروژه د کرنې وزرات د طبيعي ...

نور ولوله »

که امریکایان د سولې خبرو ته ژمن وي …

نن ټکی اسیا- سرليکنه له نیږدي یوې اونۍ راهیسې امریکايي ځواکونو په پرلپسي ډول د هیواد په بیلابیلو برخو کې په لسګونو ولسي خلګ وژلي او ژوبل کړي دي . د تېرې سه شنبې په شپه یې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپني برید په ترڅ کې ۱۶تنه بیوزله ولسي خلک مړه ، ۴ تنه ژوبل او د ...

نور ولوله »

موږ په کرکټ مصروف یو، امریکایانو ولس سټ کړ

حبیب افغان د تېرې سه شنبې په شپه چې د افغانستان او سریلانکا د کرکټ مقابله وه، موږ دې ته خوشاله وو چې د کرکټ توپ اچوونکو مو د سریلانکا لس لوبغاړي اوټ کړل. خو دلته په خپل هیواد کې د راشد خان او سمیع شینواري په وطن ننګرهار کې امریکایانو د خوږیاڼو په وډیسار سیمه چاپه ووهله. په حساب ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو د يو ډاکټر په ګډون ۱۶ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولايت کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ۱۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او څو نور ټپيان دي. د ننګرهار ولايت  د شيرزادو ولسوالۍ د سرخاب په سيمه کې د مياګانو په کلي تيره شپه ګډو ځواکونو چاپه اچولې ده چې د سپين ږيرو او ماشومان په ګډون ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکایانو شیرزادو کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په شيرزادو کې امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي. د شیرزادو د پیټلاو سیمې اوسېدونکي وايي چې امریکایانو تېره شپه پر کورونو چاپه ووهله، چې په پایله کې يې ۱۰ تنه ووژل شول. د ننګرهار ځايي چارواکو په یاده سیمه کې د «عملیاتو» پخلی کړی خو د ...

نور ولوله »

ملي امنيت په کابل او ننګرهار کې د ۳۳ داعشيانو د نیولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د ملي امنيت رياست ادعا کړې چې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې يې د يو قومندان په ګډون د داعش ډلې ۳۳ تنه نيولي دي. د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ځانګړو ځواکونو يې په کابل کې د داعش ددغو غړو په نيولو سره ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ټاکنو په وړاندې اعتراض کوونکي نيول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د لوی ملي ايتلاف له لوري په بلخ، هرات او کندهار ولايتونو کې د اعتراض په توګه د ټاکنو کميسيون دفترونه وتړل شول، پرون په ننګرهار کې هم د ياد کميسيون دفتر د اعتراض کوونکو له لوري وتړل شو. پرون مازيګر د لوی ملي ايتلاف پلويانو د ننګرهار د ټاکنو ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو ۱۶ تنه ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بهرنیانو او کورنیو عسکرو په ګډو شپنیو عملیاتو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خوږياڼو د وډیسار اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو تېره شپه څو کورونه په بمونو والوزول، چې په پایله کې يې ۱۶ تنه ملکي ...

نور ولوله »