د ټیګونو ارشیف : ننګرهار

ننګرهار: په چاپه کې ۱۰ تنه ملکیانو ته د مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه ناوخته د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې ګډو ځواکونو پر یوه سیمه ییز بازار چاپه واچول. د راپورونو سره سم په دغه چاپه کې د تیلو یو پمپ وسوځول شو، یو مسجد، په یوه پارکنګ کې ولاړ ۲۲ عرادې موټر او شاوخوا دوکانونه وسوځول شول. تر چاپې ...

نور ولوله »

ننګرهار: د پوهنې ښاري مدیریت کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار چارواکي وايي څو تنو وسله والو د پوهنې ریاست اړوند د ښاري مدیریت پر ودانۍ برید کړی او لا هم جګړه روانه ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي څو تنو بریدګرو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې پر یاد مدیریت برید وکړ او پکې مامورین يې یرغمل کړي دي. ...

نور ولوله »

ننګرهار: بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په قیوم خېلو کلي کې بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو په مرسته د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او دوه يې ژوندي وړي دي. د ځايي اوسېدونکو په قول پېښه تېره شپه د قیوم خېلو کلي کې د حاجي حسن جان په کور کې رامنځته شوه. ...

نور ولوله »

ننګرهار: ډاکټر غني درې کاله وړاندې روغتیایي کمپلکس دویم ځل افتتاح کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني ننګرهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت په مرکز کې یو روغتيايي مرکز دویم ځل افتتاح کړ. ډاکټر غني هغه روغتيايي مرکز چې دا ځل يې زربستریز معرفي کړ، افتتاح کړ چې درې کاله وړاندې يې د عامې روغتيا وزیر فیروزالدین فیروز د بنسټ ډبره اېښې وه. په دې ...

نور ولوله »

ډاکټر غني ننګرهار ته ورسید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي ډاکټر غني له اوربند وروسته په لومړي سفر کې نن سهار د ننګرهار مرکز جلال اباد ته ورسید. په ارګ کې د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي هغه به په دې سفر کې د ننګرهار له ځايي چارواکو سره وویني او د ختیځ زون په سطحه به د یو زربستریز ...

نور ولوله »

داعش له علم او معارف سره جګړه پيل کړې

انس شینواری اسلام د علم او پوهنې دین دی. تر اسلام وړاندې زمانې ته ځکه د جاهلیت زمانه وایو، چې هغه وخت اکثر انسانان جاهلان ول او د علم په ارزښت یې باور نه درلود. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د علم رڼا وغوړېده. پیغمبر علیه السلام وفرمایل زه معلم رالیږل شوی یم. داعشیان ...

نور ولوله »

ننګرهار: امریکايي او حکومتي الوتکو د داعش پرضد جنګیدونکي طالبان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې امریکايي او حکومتي ځواکونو د داعش پرضد د طالبانو جنګي خط بمبار کړی. د سیمې اوسیدونکي وايي چې بمبار ټوله شپه په درز کې روان و او له چورلکو، جیټ الوتکو او بې پیلوټه الوتکو څخه په کې استفاده کېده. څو ورځې مخکې د ګډحکومت ولسمشر ...

نور ولوله »

د ولسمشر هغه اوربند چې تر تنفیذ وړاندې نقض شو

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولایت مربوط د حصارک ولسوالۍ په ګلو خیلو سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو د برید په ترڅ کې د یوه ماشوم په شمول څلور کلیوال شهیدان کړل. یاد برید د ولسمشر غني د یوه اړخیز اوربند له اعلانولو یواځې دولس ساعته وروسته تر سره شو چې په ...

نور ولوله »

ننګرهار: کورنیو او بهرنیو ځواکونو ملکي افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸غبرګولي ۱۳۹۷ل): بیګا د جمعې په شپه افغان او امریکايي عسکرو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو چاپه اچولې او څلور افغانان یې وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم شامل دی او پاتې درې نور لویان دي. پيښه د یادې ولسوالۍ په ګلوخیلو سیمه کې رامینځته شوې. د ننګرهار ...

نور ولوله »

د داعش له ګواښ وروسته ننګرهار کې د نجونو ښوونځي وتړل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل):  د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار چارواکي وایي له هغه وروسته په دې ولایت کې د نجونو ۸۰ ښوونځي تړل شوي چې داعشیانو یې په زده کوونکو د حملو ګواښ وکړ. څو ورځې وړاندې د ننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش تر واک لاندې سیمو باندې د امریکایي الوتکو بمبار ولسي ...

نور ولوله »