د ټیګونو ارشیف : ننګرهار

حيات الله حيات د ننګرهار والي وټاکل شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ غویی ۱۳۹۷): د ننګرهار د والي ګلاب منګل له استعفا وروسته د ګډ حکومت ‏مشر اشرف غني د هلمند والي حيات الله حيات د ننګرهار د والي په توګه ټاکلی دی.‏ د ګډ حکومت سرچينې وايي، چې حيات د سيمه‌ ييزو ارګانونو په وړانديز د اشرف غني له لوري د ننګرهار ‏والي ټاکل شوی دی.‏ ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګلاب منګل استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ننګرهار والي ګلاب منګل له ولایته استعفا ورکړه. ګلاب منګل پخپله د استعفا په اړه څه نه دي ويلي، خو یاده اداره وايي چې هغه د خپلو شخصي ستونزو له امله استعفا ورکړې ده. د ننګرهار والي په داسې حال کې استعفا ورکوي چې همدا ...

نور ولوله »

ننګرهار: جلال اباد کې له غبرګو چاودنو وروسته ډزې پیل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): جلال اباد ښار کې له غبرګو چاودنو وروسته ډزې پیل شوې دي. عیني شاهدان وايي چې مستوفیت ته څېرمه دوه چاودنې وشوې، وروسته وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته ننوتل او جګړه پیل شوې ده. ځايي چارواکو د څلورو تنو د وژل کېدو او تر شلو ډېرو د ټپي کېدو ویلي، خو بشپړ جزییات ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ملي اردو عسکرو یو صراف لوټ کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت شينوارو لويه ولسوالۍ مارکو بازار اړوند سپين پله سيمه کې ملي اردو عسکرو نصيب الله په نوم صراف لوټلی. په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو پاڼه خپره شوې، لوټل شوی صراف وايي چې عسکرو تر وهلو ټکولو وروسته ځیني ۷۵ زره امريکايې ډالر او ۱۱ لکه ریال سره د ۵ ...

نور ولوله »

ننګرهار: طالبانو د کمانډو ځواکونو یو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په ننګرهار کې يې د کمانډو ځواکونو یو قومندان او یو بل تن عسکر وژلي او وسایل يې دوی له ځانو سره وړي. د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قومندان جان محمد او د هغه ملګری يې نن سهار جلال اباد ښار ته څېرمه د «بیس» سیمه کې وژلي ...

نور ولوله »

ننګرهار: چپرهار کې یو جهادي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غرمي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په چپرهار کې نامعلومه وسله والو یو قومي مخور او د تېر جهاد قومندان حاجي شکرالله وژلی دی. افغان اسلامي اژانس د سیمې د خلکو له خولې وايي، پېښه نن سهار په ګلدرې کلي کې رامنځته شوه. د سرچينې په وینا حاجي شکرالله خپلو پټیو ته د کار لپاره روان و، ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ولایتي شورا غړی افتخار مومند په چاودنه کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې نوموړی او یو ساتونکی ټپي شوی او یو بل ساتونکی یې وژل شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه نن سهار نهه بجې شاوخوا د کامې ولسوالۍ ته ...

نور ولوله »

ننګرهار چارواکي: مافيايي کړۍ د طالب او داعش په نوم وژنې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰غويي، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي د دوی موندنې ښيي، ګڼې امنیتي پېښې مافيايي کړۍ د طالب او داعش په نوم ترسره کوي. د ننګرهار د والي ویاند عطا‌ءالله خوږياڼی وايي څو داسې پېښې شوې، چې مسؤلیت يې داعش یا طالبانو ته منسوب شوی دی، خو عاملین يې نور څوک ثابت شوي دي. هغه ...

نور ولوله »

ننګرهار: د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې اوه تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه چاودنې د یو پولیس په ګډون اوه تنه ټپيان کړي دي. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د ۱۶ فامیلي ساحه کې وشوه، چې پکې یو پولیس او شپږ نوم لیکوونکي ټپیان شول. د ننګرهار د ...

نور ولوله »

ننګرهار: طالبانو کشفي الوتکه سلامته نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي ننګرهار کې يې د بهرنیانو کشفي الوتکه سلامته نیولې ده. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی ځواکونو پرون غرمه مهال د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې دغه کشفي الوتکه را وغورځوله، خو تخریب شوې نه ده. «یاده الوتکه چې ویجاړه شوې نه ده، مجاهدینو په خپل واک کې واخیسته ...

نور ولوله »