د ټیګونو ارشیف : ننګرهار

ننګرهار: په شيرزادو ولسوالۍ له موټر بم وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ باندې د موټر بم بريدونو وروسته جګړه روانه ده چې اوس هم دوام لري. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې نن ماښام د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ په مرکز او د عسکرو په بيس باندې سرتيري بريدونه شوي دي او له ...

نور ولوله »

جلال اباد ښار کې چاودنې درې تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت د لومړۍ ناحيې اړوند د حج اوقافو رياست ته څېرمه د ټولګټو چارو رياست په يو موټر  چاودنه شوې. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د ټولګټو چارو رياست موټر پسې د نښلول شوي ماين له امله رامنځته شوې ده چې له امله ...

نور ولوله »

جلال اباد: دوو چاودنو اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې په دوو بېلابيل چاودنو کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار د اطفايي کوڅې ته څېرمه وشوه چې له امله يې درې ...

نور ولوله »

ننګرهار: ګډو ځواکونو یو ښوونکی ټپي کړی او درې زامن یې ور وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د شپينو عملياتو په دوام دا ځل بيا په ننګرهار ولايت کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې يو ښوونکی ټپي کړی او د هغه درې زامن يې وژلي. راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ نکړ خيلو سيمې ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ چارواکي جنايي جرمونه د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې وروستیو نا امنیو او جنايي جرمونو د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه را پیدا کړي دي. په دې ولایت کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر شمس الحق مجاهد وايي، چې د ولایت په مرکز کې تښتونې، غلا او هدفي وژنې هغه څه دي چې سوداګر ...

نور ولوله »

ننګرهار: بس کې چاودنې درې تنه ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار په ملنګ جان واټ کې په يو ټاټا بس کې چاودنه شوې چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه په ښاري بس کې شوې ده چې له امله يې درې تنه ...

نور ولوله »

ننګرهار: يو صراف وژل شوی او پوليس ډبول شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې په دوو جلا جلا پيښو کې يو صراف وژل شوی او څو تنه پوليس ډبول شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تن صراف د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ويشل شوی دی او بريد ګر ...

نور ولوله »

ننګرهار: امريکايي عسکرو پنځه ولسي وګړي وژلي پنځه يې له ځان سره بېولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۸ل): امريکايي عسکرو په ننګرهار ولايت کې يو ځل بيا د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې پنځه ولسي وګړي يې وژلي او پنځه نور يې له ځان سره بېولي دي. طالبان وايي چې تيره شپه د ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند په توتو سيمه کې امريکايي عسکرو د ولسي وګړو ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د ملکي تلفاتو غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): ننګرهار کې لسګونو تنو د ملکي تلفاتو په غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون وکړ او نن سهار د دې ولایت مرکز کې د اعتراض په ډول را ټول شول. دوی چې له ځانونو سره د ملکي تلفاتو د غندنې شعارونه لېږدول، حکومت يې پر بې پروايۍ او د خلکو پر وژنه تورن ...

نور ولوله »

غزني او ننګرهار کې ګډو ځواکونو ۱۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل): تیره شپه غزني زنخان ولسوالۍ کې امریکایي او کورنیو ځواکونو چاپه اچولې چې لس تنه ملکي وګړي یې وژلي او یوه مدرسه او مسجد یې نړولي دي. د غزني ولایت څخه ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې یادو ځواکونو د زنخان اړوند د ګوګیر او فقیر کلیو باندې چاپه وهلې چې د مولوي ...

نور ولوله »