د ټیګونو ارشیف : نوماندان

د نوماندانو شورا: د پایلو په اعلان سره په هیواد کې د «بحران زنګ» ووهل شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي، د ټاکنو کمېسیون له لوري د لومړنیو پایلو له اعلان سره جوخت هیواد یو بل بحران ته ننووت او باید د مخنیوي لپاره یې د ملي مشارکت حکومت تشکیل شي. د نوماندانو شورایو تن غړي « احمدضیاء مسعود»  په کابل کې یوې خبري ناستې ته ...

نور ولوله »

«له لس سلنه لږ رايې ګټونکي نوماندان نغدي جريمه کيږي»

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ولسمشريزو ټاکنو کومو نوماندانو، چې له لس سلنه لږې رايې وړي، هغوی نغدي جريمه کيږي. د کميسيون چارواکي وايي، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو دوی ته ضمانت ورکړی و، چې تر لس سلنه زياتې رايې ګټلی شي، خو د ټاکنو په پایلو کې روښانه شوه، چې يوازې ...

نور ولوله »

د ټاکنو کميسيون له ټاکنيزو ټيمونو سره علني غونډه رابللې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون پرېکړه کړې، چې د ټاکنيز بحران د حل لپاره نن له معترضو ټاکنيزو ټيمونو سره شريکه علني غونډه وکړي. کميسيون وايي، په دې علني ناسته کې به هڅه وکړي، چې د معترضو نوماندانو اندېښنو ته ځواب ووايي او هغوی ته قناعت ورکړي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند ميرزا ...

نور ولوله »

حوا نورستاني: د خنډونو او احتجاجونو په صورت کې د ټاکنو پایلې نه اعلانوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشرې حوا عالم نورستاني ويلي، که د ټاکنيزو ټيمونو له لوري د دوی پر وړاندې خنډونه او احتجاجونه دوام وکړي، دوی به د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي. مېرمن نورستاني وايي، ټاکنيز ټيمونه بايد کميسيون ته اجازه ورکړي، تر څو په اوو پاتې ولايتونو کې هم د ولسمشريزو ټاکنو ...

نور ولوله »

ارګ: نوماندان دې د «ملي مشارکت حکومت» طرحه نه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا تېرې شوې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې باید د ملي مشارکت ټاکنیز محوره حکومت جوړ شي؛ ارګ یې په غبرګون کې ویلي، نوماندان دې دا ډول طرحې نه جوړوي. د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: د ملي یووالي حکومت موده پای ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، اصولاً د ملي یووالي حکومت د کار موده ختمه شوې، د دوام په اړه یې بحث ته اړتیا ده. په اعلامیه کې راغلي، که څه هم د ملي یووالی حکومت د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ ...

نور ولوله »

نوماندان: د جوزا له لومړۍ باید سرپرست حکومت کار پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳غويی، ۱۳۹۸ل): د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، یوازې اته ورځې وروسته باید چارې د سرپرست حکومت له لوري اداره شي او د روان حکومت موده پای ته رسېږي. دا شورا چې له ۱۸ نوماندانو څخه ۱۱ يې غړیتوب لري، د یوې طرحې په وړاندې کولو سره وايي، که اشرف غني تر نوماندۍ تېرېږي، ...

نور ولوله »

بغلان: لاریونوالو شپږ ورځې وروسته د کابل ـ مزار لار پرانیسته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان چارواکي وايي، له نږدې یوې اوونۍ وروسته د یو ناکام نوماند پلویان دې ته حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لار خلاصه کړي. د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، لاریونوال وروسته له هغه قانع شول چې له کابل نه راغلي هئت ورسره خبرې وکړې او پر ځينو مواردو هوکړه ...

نور ولوله »

د اشرف غني د واک دوام او د نوماندانو نیوکې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې د راتلونکي ولسمشر تر کاري پیل پورې محمد اشرف غني د واک د غځولو خبر ورکړی دی، چې بېلابېل غبرګونونه يې راپارولي دي. د سترې محکمې تر دې پرېکړې وړاندې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ګډه اعلامیه کې خبر داری ورکړی و، چې حکومت عدلي او ...

نور ولوله »

ولسمشریزې ټاکنې؛ د نوماندانو د اسنادو څېړلو ته کمېټه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د اسنادو د څېړلو لپاره يې کمېټه جوړه کړې ده. د دې کمیسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسي وايي وړاندې تر دې يې دا ستونزه درلوده چې کمېټه نه وه جوړه شوې، د دې تر څنګ ورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځینو نوماندانو ...

نور ولوله »