د ټیګونو ارشیف : نوماند

هرات؛ د ولسي جرګې يو نوماند وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په هرات ولايت کې د ولسي جرګې يو نوماند او د دې ولايت د ولايتي شورا د غړي ورور د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د هرات امنيتي چارواکي وایي چې د ولسي جرګې نوماند او د هرات د ولایتي شورا د غړي نجيب الله محبي ورور علي جمعه محبي تير ...

نور ولوله »

کندهار: د ولسي جرګې يو نوماند وژل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷): په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې د يو نوماند په موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې نوماند وژل شوی دی. د کندهار ولايت چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د نوماند اسدالله ماشوري په موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده چې له امله نوموړی وژل شوی دی. ياده چاودنه ...

نور ولوله »

تخار: د نوماندې پر کمپاین چاودنې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د تخار چارواکي وايي په دې ولایت کې د ولسي جرګې د نوماندې نظیمي بېګ پر کمپاین غونډه چاودنه شوې چې ۶۰ کسانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې. د تخار دامنیه قومندانۍ د امنیت امر نظام الدین غوري وايي، پېښه د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې او پکې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۰ ...

نور ولوله »

فراه: یو تن له زندانه ځان نوماند کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰تلې، ۱۳۹۷ل): په فراه کې د راتلونکو ټاکنو لپاره یو تن له زندانه ځان نوماند کړی او زوی يې ټاکنیز کمپاین پر مخ وړي. عبدالکریم شفق، چې له فراه څخه ولسي جرګې ته نوماند دی، د اداري فساد په تور پر دوه کاله بند محکوم دی. هغه د یو ملګري ډاکټر په لیک چې د زړه ...

نور ولوله »

دوهم تعقيب: د ولسي جرګې نوماند د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل):په هلمند کې د ولسي جرګې د نوماند په ټاکنيز دفتر کې د چاودنې له امله يو نوماند ووژل شو. دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد خان اڅکزي په ټاکنيز دفتر کې وشوه. تر دې وړاندې د هلمند ولايت وياند عمر ځواک ويلي وو ...

نور ولوله »

کونړ: ځانګړو ځواکونو د یو نوماند درې ساتونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د یو نوماند درې ساتونکي وژلي دي. د کونړ د والي ویاند غبدالغني مصمم وايي، د ولسي جرګې لپاره د نوماند عطاءالله صافي درې ساتونکي د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. صافی وايي چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي دي، خو د ...

نور ولوله »

کابل: د وژل شوي نوماند پلویانو لاریون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وږي، ۱۳۹۷ل): تېره غرمه بهرنیو او کورنیو عسکرو د کابل د شکردرې ولسوالۍ کاریزک سیمه کې د ولسي جرګې نوماند وژلی او د هغه د کورنۍ غړي يې بېولي دي. د حاجي جلال الدین صالحي کلیوالو او خپلوانو په کابل کې نړیوال هوايي ډګر ته غځېدلی څلوېښت متره سړک بند کړی او د حکومت ضد شعارونه ...

نور ولوله »

ټاکنو کیمسیون د ولسوالۍ شورا نوماند پارلماني معرفي کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو ابتدايي لیست پرون خپور کړ. په دې لیست کې، چې د ټاکنو کمیسیون د مسؤلینو له خولې د نوماندانو د اسنادو له دقیقې څېړنې وروسته خپور شوی، کابل کې د یوې ولسوالۍ د شورا لپاره نوماند د پارلماني چوکۍ لپاره نوماند معرفي شوی ...

نور ولوله »

د ټاکنو قانون: ملي شورا ته د جنګي جنایاتو محکومین نه شي نوماندېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې هغه څوک چې د جنګي جنایاتو له امله محکوم شوي وي، ملي شورا ته ځان نه شي نوماند کولی. د دې قانون په نهه دېرشمه ماده کې راغلي: «هغه شخص د ملي شورا غړیتوب ته نوماند یا ټاکل کېدای شي چې د محکمې له خوا په بشري ...

نور ولوله »

د ارګ د ویاند مرستیال د نوماندۍ لپاره استعفا وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ارګ د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال راتلونکو ټاکنو کې د نوماندۍ لپاره له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه. هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه دغه خبر لیکلی او زیاته کړې يې ده، غواړې د کوچیاانو له حوزې ولسي جرګې ته نوماند شي. مینه پال د خپلې دندې په اوږدو کې د ...

نور ولوله »