fbpx

د ټیګونو ارشیف : نوی کتاب

د ملا اختر محمد منصور په ژوند او شخصيت لیکلی کتاب چاپ شو

د طالبانو د دوهم مشر ملا اختر محمد منصور په ژوند او مبارزې ليکلی کتاب چاپ شو. دغه کتاب د طالبانو د فرهنګي کميسيون د تاليف او ترجمې څانګې له لوري چاپ او خپور شوی دی. په دې کتاب کې د نوموړي په شخصيت، د طالبانو د مشرۍ او د ژوند په بيلابيلو اړخونو ليکنې او تبصرې او تاثرات کښل ...

نور ولوله »

«ښکلي ځوابونه» کتاب چاپ سو

عبدالغفار جُبیر په پښتو ژبه کي د ملحدینو ، مرتدینو، عیسایانو، هندوانو او نورو… په رد کي لومړی او یواځنی کتاب دا کتاب ۴۰۰ پاڼې لري، د کندهار د پوهنتون مخامخ د عرفان خپرندویه ټولنې له لورې چاپ کړل سو، پر دې کتاب باندي د کندهار د پوهنتون استاد پوهنوال ډاکتر محمد زکریا امیرزاده تقریظ هم پر لیکلی دئ. په ...

نور ولوله »

د محمد اکبر کرګر داستاني کليات چاپ شو

ليکنه: سيد اصغر هاشمي يادښت څو کاله د مخه مې استاد کرګر سره ملګرتیا پیل شوه او ما ته یې د لیکوالۍ او څېړنې په اړه هر اړخیزې مشورې راکولې، چې ټولې لارښوونې یې زما په ذهن کې دي او همدارنګه ما به تشویقوه چې خپل علمي او فرهنګي کارونه لا ګړندي کړي. هماغه وو، چې د استاد څو نوي ...

نور ولوله »

د بخاري شریف پښتو شرحه «شهاب البارئ» له چاپه را ووته

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو مبارکو تر ټولو معتبر او منل شوي کتاب صحیح البخاري پښتو ژباړه او شرحې لومړۍ برخه له چاپه را ووته. شهاب البارِئ شرح صحیح البخاري د شیخ مولوي شهاب الدین دلاور صاحب حفظه الله تصنیف دی چې د بخاري شریف له پیل څخه بیا د «کتاب العلم» تر پایه پوري په ...

نور ولوله »

د «سیف القهار علي المستهزئين الکفار » په نامه کتاب تازه له چاپ راووت!

راليږنه: حبيب الرحمن “حماد ” دا يو څرګند حقيقت دی، چې د اسلام مقدس دين دنړۍ تر ټولو ادیانو زيات د امن او وروروالۍ دين دی. د هرې عقيدې لرونکو او د هر مذهب د پیروانو سر او مال په کې په امن او هریو ته یې خپل حقوق ورکړي. خو له بدمرغه چې داسلام دښمن هېوادونه په ډېره سپین ...

نور ولوله »

د علامه اقبال په شعر کې خودي رساله چاپ شوه

لیکنه: سیدمنصور هاشمي په ننګرهار کې میهن خپرندويي ټولنې د سیداصغر هاشمي «د علامه اقبال په شعرونو کې خودي» رساله چاپ کړه. د علامه اقبال په شعرونو کې د خودي په اړه ډېرې خبرې راغلي دي، په ټولیز ډول د ده په ټولو شعرونو کې او په ځانګړي ډول په اسرار خودي او رموز بېخودي کې د خودي په تړاو ...

نور ولوله »

د دکتور ګل الرحمن حقاني نوی اثر چاپ شو!

الله تعالی انسان د خپل عبادت لپاره پيدا کړی، په امرونه يې مکلف ګرځولی او منکراتو څخه يې منع کړی. له منکراتو څخه ځينې داسې دي چې دنيا او اخرت کې يې‌ سزا ڈیرہ زياته وي له هغو منکراتو څخه يو په ناحقه قتل یعنی د مسلمانانو وژنه ده. په دنيا کې انسان د خپل ژوند له لاس ورکول ، ...

نور ولوله »

شعري ټولګه: د ھجرت پګړۍ

عقابي جانان تېره ورځ د مومند ادبي خپرندویه ټولنې لخوا د پښتو مشهور انقلابي شاعر او ځوان ادیب “مهاجر زاهد ساپي” د شعرونو لومړنی شعري ټولګه له چاپ څخه راووتله. ځوان شاعر “زاهد ساپي” یو د هغه شاعرانو څخه دی چې زیاترہ اشعار او غزلونه یې په سیمه کې د روان کړکېچ ویاندوي کوي ،”مهاجر زاهد ساپي” د همدې دردیلي ...

نور ولوله »

د “ژوند اووه رازونه” کتاب چاپ شو

د ارواپوهنې په برخه کې د پیاوړي لیکوال او ژورنالیست “حضرت عثمان نوري” (د ژوند اووه رازونه) کتاب، د زر ټوکو په شمېر په نړیوال معیاري نمبر (ای ایس بن) شمېرې د کتاب خپرندویې ادارې له لورې په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو. د کتاب ژباړن ښاغلی “نوري” لیکي: د ژوند اووه رازونه کتاب د ...

نور ولوله »

مونوګراف ليکنه او ليکوالي کتاب چاپ شو

مونوګراف ليکنه او ليکوالي کتاب چې بصيرالحق عادل ليکلي دی هلمند کې د تاج منور خپرونديې ټولنې لخوا په ښکلي صحافت کې چاپ شو. په ياد کتاب کې تر ډېره د مونوګراف او تېزس ليکنې په اړه لارښوونې شوي دي او د ليکوالۍ پر پيل هم د ليکوال لخوا خپلې تجربې شريکې شوي دي. د مونوګراف ليکنه او ليکوالي کتاب ...

نور ولوله »