د ټیګونو ارشیف : نړیواله جګړه

رسنیزه جګړه

ابو یاسر افغان د القاعدې د نړیوال جهادي تنظیم د مشهوري څېرې چې اوس نشته (ابو مصعب الزرقاوي) هغه وینا به مو اوریدلي یا لوستلي وي چې ویلي یې و: نیمه جګړه په مطبوعاتو یا رسنیو کې کېږي؛ هوکې دا یو جوت حقیقت دی چې رسنیزه یا رواني جګړه که د نظامي هغې نه زیاته مؤثره نه وي، نو ترې ...

نور ولوله »

له اوسني حالت څخه د بلې (نړيوالې جګړې) بوى راځي

تحليل او شننه: امين وردګ اوسنۍ اوضاع ته په کتو سره ؛ داسې ښکاري چې نړيوال وينه ځبېښوونکي به دريمه (نړيواله جګړه) هم وکړي او ډېر امکان يې شته چې دا ځل به په پيل کې آمريکا له ايران سره ونښلي چې بيا به روس ، چين او شمالي کوريا هم ور ګډ شي ، وروسته به نو کېداى شي ...

نور ولوله »

امريکا او ملګري يې نړۍ درېيمي جګړې ته ورټېل وهي

عبدالمالک همت- لکه چي پوهيږو د فلسطين ربړه هماغسي ربړه پاته ده. په دې دغونو کلونو کي د اشغالګرو اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولي ډول ډول ډنډورې ووهل سوې، خو پايله يې د فلسطين د مسلمانو خلکو له تعذیب، وهلو، ټکولو، زنداني کولو ، مرګ ژوبلی او پر هغو د جنګ جګړو له تپلو پرته بل څه ونه ليده ...

نور ولوله »

دا به نو وروستۍ جګړه وي!

له بهرنيو سرچينو څخه د عبدالمالک همت ژباړه- د نولسمي پېړۍ په وروستيو کي په اروپا کي سیاسي او سيمه ییز حالت په ډېره چټکۍ سره بدلېدی، د جرمني صنعتي پرمختګ هغه د اروپا يو سترځواک جوړ کړی وو. د جرمني له ويري د اروپا بل سترځواک برتانیه د سيمي د بېلو بېلو ځواکونو ملګرې سوه او د راتلونکو کلونو ...

نور ولوله »

درېیمه نړیواله جګړه به چېرې پیل شي؟

پامیر زیارمل د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد په ۱۹۹۶-م زېږدیز کال کې نامتو امریکايي سیاستپوه او ټولنپوه سامويل هانتینګتون فیلیپس په خپل «د تمدنونو شخړه او د نړیوال غونډال اړونه» نامه کتاب کې د لومړي پلا لپاره له لوړو پوهنیزو معیارونو سره سم د څوقطبیزې نړۍ او د تمدنونو د مخامختیا الواک وړاندې کړ. نوموړی کتاب ...

نور ولوله »

لومړی نړیوال جنګ او په اسلامي نړۍ یې اغیزې

لیکوال: قاري عبدالستار سعید سل کاله پخوا د ۱۹۱۴ م کال د جولای میاشت وه چې د اروپا په زړه کې دیوې جګړې اور ولګید،دا جګړه چې په پیل کې ددوو هیوادونو  اتریش او صربستان ترمنځ وه وروسته یي ټولې اروپا او حتی دنړۍ ټولو براعظمونو ته سرایت وکړ، جګړې د ۱۹۱۸ م کال تر نومبر میاشتې پورې څه باندې ...

نور ولوله »

د لومړۍ نړيوالې جګړې سل کاله پوره شول

لیکوال: زاهدخليلي د روان زېږديز کال د جولايي د مياشتې په ۲۸ مه د لومړۍ نړيوالې جګړې سل کاله پوره شول، دغې جګړې نږدې څلور کاله دوام وکړ او د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۱ مه پای ته ورسېده. جګړې ډېر لاملونه درلودل، چې مهم يې د اروپا د پياوړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي سيالي ګڼل ...

نور ولوله »