د ټیګونو ارشیف : نیول

د پکتیا والي: نیول شوی طالب تر قضا او څارنوالۍ مه رسوئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پکتیا والي شمیم کټوازي امنیتي ځواکونو ته ویلي، چې د جګړې په ډګر کې هر په ګوتو درغلی طالب همالته ضربه کړئ. هغه چې د نوي امنیه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې وويل، د خپل هر وژل شوي عسکر غچ دوه برابره واخلئ. هغه امنیتي ځواکونه ...

نور ولوله »

دوستم وايي که يې نیول شوی ټوپکي خوشي نه شي؛ شمال کې به ټاکنې فلج کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په ترکیه کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي، که يې نیول شوی قومندان خوشي نه شي، په شمال کې به د ټاکنو پر مخ دروازه بنده کړي. د ارګ له لومړي معاونیته خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال دوستم په حواله راغلي چې نظام الدین قیصاري په سیمه کې ...

نور ولوله »

غزني: حکومت د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي اداره دعوه کوي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نیولې ده. طالبانو تېره شپه د خوجه عمري ولسوالۍ پر مقام، امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ شول. طالبانو په جګړه کې د ۲۰ عسکرو د ...

نور ولوله »

هلمند: امنیتي ځواکونو د خانشين د نیولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې امنیتي مسوولینو دعوه کړې چې له نږدې پنځو میاشتو وروسته د خانشين په بېرته نیولو توانيدلي دي. په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي چې تېره شپه يې پر دې ولسوالۍ عملیات پیل کړي او په یوه شپه کې يې د طالبانو له واکه ویسته. قومندان محمد ...

نور ولوله »

اسلام اباد: امنیتي ځواکونو د لال جومات د پخواني مشر زوی نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۲مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو د لال جومات د مشهور خطیب، عبدالرشید غازي دوه زامن د پلازمېنې له F-6 سیمې څخه نیولي دي. عبدالرشید غازي، د لال جومات د اوسني خطیب، عبدالعزیز غازي کشر ورور و، چې په ۲۰۰۷م کال کې د پاکستان د نظامي ...

نور ولوله »

بدخشان: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هیواد په شمال بدخشان ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی او پر نامعلوم لوري انتقال کړی. د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال «سخي داد حیدري» رسنیو ته منلې چې طالبانو د کوهستان د ملي امنیت مدیر بحرین الدین په داسې حال کې ژوندی ...

نور ولوله »

لندن کې د نتنیاهو د نیولو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): تر ۸۰ زرو زیاتو کسانو په هغې عریضې لاسلیک کړی چې له انګلستاني چارواکو څخه په کې د اسرائيلي لومړي وزیر «بنیامن نتنیاهو» د نیولو غوښتنه شوې. دغه عریضه کوونکي وايي چې نوموړی په جنګي جنایاتو ککړ دی او باید دغه هیواد ته د سفر پر مهال ونیول شي. ټاکل شوې چې نتنیاهو ...

نور ولوله »

بغلان: طالبانو په ډنډغوري کې وروستۍ پوسته هم ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): بغلان له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې په تېرو څو وروستیو کلونو کې ډېر فعال پاتې شوي دي. له سیمې څخه تازه راپورونه وايي چې اوس د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لیکه د مرکز پلخمري په څو کیلو میترۍ کې پرته ده. ځايي خلک وايي چې د ...

نور ولوله »

جرمني د مصري رژيم په غوښتنه د الجزیره شبکې خبریال نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي۳۱، ۱۳۹۴ل): د الجزیره نړیوال ټلویزیون د عربي څانګې مشهور خبریال، احمد منصور نن د جرمني په برلین هوايي ډګر کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شو. منصور د عربي نړۍ له مشهورو خبریالانو څخه دی، چې په مصر کې د کودتا پر خلاف یې لیکنې او نظرونه ډېر پلویان لري. الجزیره نړیوالې ...

نور ولوله »

طالبانو په کونړ کې پنځه پوستې نیولې دي

Posta-ranga-12

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالي کې د اربکیانو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې نږدې تر مازیګره يې دوام وکړ. طالبانو په دې جګړه کې اوه تنه اربکیان وژلي او پنځه واړه پوستې يې تر واک لاندې کړې دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »