د ټیګونو ارشیف : نېکولسن

نیکلسن: د سولي کاروان او فاکس نیوز باید د ټرمپ د قانع کولو لپاره وکاروو!

واحد فقيري د امریکا معتبر سیاسي ویب سایټ ډیلي بیسټ د سپټمبر پر ۱۷ لیکي د تېري جولای په میاشت کي د متحده ایالاتو، برتانیې، ایټالیا، او په افغانستان کي د نورو ښکېلو هیوادونو عالي رتبه مامورینو په یو لړ مجلسونو کي دا پلان وضع کړ چي څرنګه په افغانستان کي د پاته کېدو طرح پر خپلو خلګو باندي خرڅه ...

نور ولوله »

عبیدالله بارکزی: حکومت د یو ولایت قومندان هم د نېکولسن په امر مقرروي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د ملي شورا غړی عبیدالله بارکزی وايي، په افغانستان کې د امریکا موجودیت د دې سبب شوی، چې طالب روحیه واخلي او په زغرده د امریکا پر وړاندې جګړه توجیه کړي. هغه له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل، امریکا د هېواد د وېشلو لپاره راغلې ده، دا چې له موږ سره پنځه ...

نور ولوله »

طالبان: نېکولسن د داعش د «غټولو» هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان هڅه کوي داعش ډلګۍ لویه معرفي کړي. جنرال نېکولسن پرون رسنیو ته وویل، چې دوی د داعش پر وړاندې د طالب سرتېرو هڅونه کوي، چې طالبان يې د داعش لپاره تبلیغاتي زور بولي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي، هغه د دې لپاره ...

نور ولوله »

نېکولسن: امریکایان به د سولې د خبرو ګډونوال وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن د غوڅ ملاتړ له ماموریته په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي، چې امریکا به د سولې د برخې ګډنوال وي. نوموړي تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د سپینې ماڼۍ له امر سره سم، دوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ...

نور ولوله »

بهرني او کورني لوړپوړي چارواکي کندوز ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن غرمه مهال د بهرنیانو عمومي قومندان، د برتانیا سفیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزیر یو ځای کندوز ته ورسېدل. د رسنیو د راپورنو پر اساس جنرال نېکولسن، د برتانیا سفیر، ویس احمد برمک او طارق شاه بهرامي به د کندوز د امنیت په اړه خبرې وکړي. جنرال نېکولسن څه ...

نور ولوله »

طالبان: ديني عالمان دې په استخباراتي غونډو کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د هېواد او نړۍ پر اسلامي علماوو غږ کړی چې د دښمن په استخباراتي غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي. د ديني عالمانو په نوم طالبانو په خپره کړې ځانګړې اعلامیه کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د علماوو جوړېدونکې ناستې د امریکا په پلان او تمویل بللې دي. د ...

نور ولوله »

د هلمند پرلټيانو د یوناما مخې ته خېمه وهلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند هغه پرلټيان، چې ګواکې د سولې غوښتنې نیت لري، کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته نن د یوناما دفتر مخې ته د تحصن خېمه ووهله. دې کسانو چې دعوه کوي د روانې جګړې د پای غوښتونکي دي، درې ورځې وړاندې د څو مادو لرونکی لیک، چې پکې د سولې د خبرو ...

نور ولوله »

نېکولسن: اوربند کې به د «داعش» پر وړاندې جګړه تونده کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وايي له طالبانو سره د اوربند په وخت کې به پر «داعشیانو» بریدونه ګړندي کړي. هغه چې له خپل افغان همکار د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په بروکسل کې د ناټو د یوې غونډې ګډونوال و، پرون د دې غونډې به ...

نور ولوله »

ارګ: د علماوو په نوم د شوې غونډې پرېکړه به تطبیق کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ارګ د علماوو په نوم د پرونۍ ناستې په اړه تېر ماښام د اعلی سرقومندانۍ ناسته وکړه. په دې غونډه کې محمد اشرف غي حکومتي ادارو ته امر وکړ، چې له غونډې په ګوتو ورغلې فتوا باید تطبیق کړي. په دې غونډه کې چې جګړه «ناروا» بلل شوی، ډېر تمرکز د طالبانو په ...

نور ولوله »

شنونکي: د کابل غونډې نننۍ فتوا پر طالبانو اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): شنونکې او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي د علماوو له لوري نننۍ فتوا پر طالبانو کوم اغېز نه شي لرلی. د ولسی جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي دا فتوا هیڅکله دا مانا نه لري چې طالبان به وسله پر ځمکه کېږدي. هغه وايي دا فتوا پر طالبانو کوم اغېز نه لري، خو ...

نور ولوله »