د ټیګونو ارشیف : هرات

طالبان: د هرات ملي امنیت کې د ننه چاودنې دروند زیان اړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پرون «جمعه» د هرات په ملي امنیت ریاست کې د ننه چاودنه وشوه، چې له دولتي سرچینو وروسته يې نن طالبانو په اړه معلومات خپاره کړل. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له پېښې وروسته رسنیو ته وویل، چې پنځه تنه پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. طالبانو د پېښې مسؤلیت ...

نور ولوله »

د کابل په ګډون شلو ولايتونو کې سيلابونو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د پلازمينې کابل په ګډون د افغانستان په شلو بيلابيلو ولایتونو کې د ورښتونو او سيلابونو له امله ګڼ شمير خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کابل د ښاروالۍ چارواکي وايي چې د وروستيو ورښتونو له امله په پلازمینه کې دوه کسان وژل شوي او ۳۵ کورونه نړېدلي دي او په راتلونکې ...

نور ولوله »

هرات او تخار: مشورتي لویې جرګه کې پر استازیتوب شخړې شوي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د هرات او تخار څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه ولایتونو کې د سولې مشورتي لویې جرګې ته د استازو د ټاکنې پر مهال شخړې شوې دي. تر دې دمه د دغو شخړو د لاملونو په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي. نن ټکی اسیا د هرات او تخار ولایتونو ...

نور ولوله »

طالبانو له سیلاب‌ ځپلو سره د مرستې غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د هېواد په شمال کې د وروستیو خونړیو سیلابونو په اړه خپره کړې اعلامیه کې ليکلي، چې د سیمې طالبان او ټول هېوادوال دې د سیلاب ځپلو مرسته وکړي. تېره ورځ په فاریاب، هرات او بادغیس کې سیلابونو د مالي زیان تر څنګ شل تنه مړه کړي دي. د فاریاب په خواجه‌سبزپوش، دولت ...

نور ولوله »

فارياب، هرات او بادغيس ولایتونو کې سيلابونو شل تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹وری، ۱۳۹۸ل): په فارياب، هرات او بادغيس ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله شل تنه وژل شوي دي. د فارياب د والي وياند نقيب الله فايق رسنیو ته ويلي دي چې ددې ولايت په خواجه سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شيرين تګاب ولسواليو کې د سيلابونو له امله د مالي زيان سربيره ...

نور ولوله »

هرات؛ سیلابونو کې لس تنه مړه شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۷ل): د هرات ځايي چارواکي وايي، دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله لس تنه مړه شوي او سلګونو کورونو ته زیان اوښتی دی. طلوع‌نیوز د ځايي چارواکو په حواله لیکي، د دې ولایت په کوه‌زور، رباط سنګي، زنده جان او د مرکز شاوخوا کې خونړي سیلابونه را وتلي دي. د راپورنو له ...

نور ولوله »

هرات؛ د ولسي جرګې يو نوماند وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۷ل): په هرات ولايت کې د ولسي جرګې يو نوماند او د دې ولايت د ولايتي شورا د غړي ورور د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. د هرات امنيتي چارواکي وایي چې د ولسي جرګې نوماند او د هرات د ولایتي شورا د غړي نجيب الله محبي ورور علي جمعه محبي تير ...

نور ولوله »

هرات؛ د حج او اوقافو رئیس په مرګوني برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹سلواغه، ۱۳۹۷ل): په هرات کې د دې ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شیرزاد چې د عاشقانو د ورځې په نوم يې د نجونو او هلکانو اختلاط ناروا وباله، په مرګوني برید کې ټپي شوی دی. هرات کې مدني فعالانو د محلي سندرغاړو په وسیله غوښتل دا ورځ «ولنټاین ډی» ونمانځي، خو د حج ...

نور ولوله »

هرات: طالبانو ۳۵ تنه نظامي بنديان له زندان څخه خوشې کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هرات ولایت کې د افغان دولت ۳۵ تنه نظامي کارکوونکي له بنده خوشې کړي دي. دغه زندانيان چې له څه مودې راهيسې له طالبانو سره په بند کې وو نن له زندان څخه خوشې کړل شوی او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه ...

نور ولوله »

هرات: د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د هرات ولايت چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوی دی. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې نن له غرمې مخکې د هرات – تورغونډۍ په لوپه لاره د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي دی. جيلاني وايي چې ...

نور ولوله »